د پکتیکا زلزله ځپلو د ملګروملتونو سازمان له خوا د ۱۰۰۰ کورونو د جوړولو چارو بشپړېدل رد کړل

۸صبح، پکتیکا: د ملګروملتونو سازمان د کډوالو کمېشنري وایي، چې د پکتیکا د برمل او ګیان ولسوالیو په زلزله ځپلو سیمو کې یې ۱۰۰۰ استوګنځي جوړ کړي دي.

دغې کمېشنرۍ پنجشنبه د لړم پر دوولسمه اعلان وکړ، چې رغول شوي کورونه به د ژمي له رارسېدو مخکې زلزله ځپلو ته ورکړل شي.

په دې لړ کې د دغو دوو ولسوالیو خلک وایي، چې د ملګروملتونو سازمان د کډوالو د لوړې کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا د دغو کورونو د جوړولو چارې نه دي بشپړې شوې.

پکتیکا کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د دغو کورونو د جوړولو چارې په کراره پرمخ ځي او هغوی باوري نه دي، چې له ژمي مخکې دې بشپړې شي.

د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي د ملګروملتونو سازمان او نړیوالو بنسټونو له خوا د دغو کورونو د جوړولو کار د ګړنديتوب او نورو مرستو غوښتنه کوي.

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سږ کال د چنګاښ میاشتې د زلزلې له امله تر زرو تنو زیات مړه شول او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button