په دښتو کې جنتونه کتاب د مخکښ ليکوال او ژورنالست نعمان دوست لخوا ليکل شوی چې تازه په کابل کې د چاپ په ګاڼه سينګار او بازار ته وړاندې شو.
دغه کتاب د ښاغلي نعمان دوست یونليک دی چې د خپلو دوو سفرونو يادښتونه يې پکې په ښکلي انداز سره راټول کړي دي.
د دې کتاب ټولې پاڼې ۱۶۱ دي چې پکې د ليکوال د دوه سفرونو (د متحده عربي اماراتو سفر او د روم سفر) يادښتونه او اخيستنې په دوو برخو کې راټولې شوې دي.
له نورو يونليکونو سره د دې کتاب توپير دا دی چې ليکوال پکې د مشاهدې او نندارې ترڅنګ له څېړنې هم کار اخيستی دی.





