د ژورنالیزم پوهنځي او د سید جمالالدین د دروازې ترمنځ واټن شاوخوا لس دقیقې پلی تګ و. نږدې درې کاله مې دا لار په هیله او بې له دې چې د خواشینوونکو خبرونو غږ واورم، ووهله. دا یوازې د څو مترو پخې شوې لارې وهل او د نښترو او سپېدارو له سیوري تېرېدل نه و؛ بلکې د دې لارې هر ګام د ابادۍ پر لور یو پوړ و چې باید په ټینګه او سنجول شوې توګه پورته شوی وای، څو هغه ارمان ته د عمل جامه ورواغوندو چې د ورسېدو ژمنه مو یې کړې وه. محصلانو د راتلونکې په هیله، په یوازې ځان په دې لار کې مبارزه کوله.
د لیسانس دورې تر پایه مو درې سمسټره پاتې و او د فراغت د شور او شوق ترمنځ بیا د ولایتونو د سقوط زړه بوږنوونکي خبرونه رارسېدل. دا خبرونه یوازې د پوهنتون له انګړه بهر نه، بلکې په پوهنځیو، ټولګیو او د محصلانو ترمنځ هم لاس په لاس کېدل. هر ځای د سقوط او هغې راتلونکې خبرې وې چې تصور یې هم ناشونی ښکارېده. خو سره له دې، ټولو محصلانو پر یوې خبرې باور درلود؛ هغه دا چې امنیتي ځواکونه به په کلکه مبارزه وکړي او د طالبانو پر وړاندې به بریالي شي. هېڅ یوه دا باور نه لاره چې لومړی به ولایتونه او په پای کې به کابل سقوط وکړي.
سقوط ته نور ځای نه و پاتې او په هماغو وېروونکو شپو او ورځو کې چې کله امنیتي ځواکونو ته د تسلیمېدو امرونه ورکول کېدل او خلک په بشپړه تیاره کې ډوب و، نارینه او ښځو، زړو او ځوانانو، سیاستوالو، ډاکټرانو، محصلانو، دوکاندارانو او ان لاسپلورونکو د واکمن وضعیت په اړه بېلابېل تحلیلونه وړاندې کول. ځینو حالاتو ته د خپلو ګټو له زاویې کتل او د ځینو نورو په زړونو کې د طالبانو د بېرته راتګ وېره وه. دا وېره د ډېرو په ځانګړې توګه د ښځو پر څېرو لوستل کېدای شوه؛ د غچ اخیستنې، وژنې، بندیزونو او د تیارې بېرته راګرځېدل.
په دې موده کې زه او درې ټولګیوالې مې د ناوړه امنیتي وضعیت له امله مجبوره و چې له پوهنتونه تر کوټهسنګي پورې لار پلې ووهو؛ ځکه هغه بسونه چې محصلان یې له کورونو پوهنتون ته او له پوهنتونه کورونو ته لېږدول، لغوه شوي و. دا لار او هغه ذهني اندېښنې چې نه یې پرېښودو له جګړې او د طالبانو له بېرته راتګ پرته د بل څه په اړه فکر وکړو، یو فرصت و، څو د ورځنیو پېښو د لومړنیو تحلیلونو پر بنسټ د وضعیت په اړه اټکلونه سره شریک کړو.
د ټولو رایه د امنیتي ځواکونو د بریا په ګټه وه؛ ځکه دا ناشونې ښکارېده چې د دوو لسیزو ډیموکراتیک نظام دې مات شي او وضعیت دې له اسمانه ځمکې ته راولوېږي. که څه هم د طالبانو پرتله لسګونه ځله پیاوړي پوځیان او تجهیزات و، امریکايي ځواکونو هم په افغانستان کې حضور درلود، بېلابېلو هېوادونو تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوله او تر ټولو مهمه دا چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د نړیوالې سولې د ټینګښت او د عدالت او برابرۍ د دفاع اوږده مخینه وه. زموږ تر منځ بیا حماسه یوازینۍ نجلۍ وه چې پر هر ډول بدلون، ان پر سقوط هم باوري وه. هغې یو کال مخکې د افغانستان د راتلونکي د وړاندوینې په اړه یو کتاب لوستی و چې پکې لیکل شوي و: «افغانستان به یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېږي.» حماسې تل د دغه کتاب د لیکوال پر خبرو او وړاندوینو باور درلود او ویل به یې: «د هغه خبرې کټ مټ رښتیا کېږي.»
حماسه ډېره کمه له موږ سره تلله او ان د پاتې کېدو او وتلو په هماغه ګډوډۍ کې د پوهنتون په لیلیه کې اوسېده. پر هغې ورځې یې غوښتل د خپلو خپلوانو لیدو ته لاړه شي او ښايي د وروستۍ لیدنې په نیت یې لیلیه پرېښوده. د اندېښنې، وېرې او هغې چوپتیا په فضا کې چې د ناهیلوونکو خبرو وروسته خپره شوې وه، حماسې یو ځل بیا په پوره جديت وویل: «هر څه پېښېدای شي؛ پر هغه حکومت دومره باور مه کوئ چې لاس یې د نورو جیبونو ته غځېدلی او سر یې د پردیو په امر څرخي.» د هغې خبرې د تل په څېر، د هغه حکومت او حکومتي چارواکو پر وړاندې د کرکې څرګندونه کوله چې خپله واکمني یې پر تبعیض، بېعدالتۍ او فساد ولاړه کړې وه. ټولو وخندل او ورته ومو ویل چې حماسه یو ځل بیا د خپل دردمن زړه خبرې کوي. هغه ورځ او ورپسې هم د تل په څېر تېرېدې او خبرونه لا د ولایتونو د سقوط کیسې کولې؛ په داسې حال کې چې اشرف غني په خپلو توندو او له قهره ډکو ویناوو خلکو ته ډاډ ورکاوه چې طالبان به ماتې خوري.
د زمري میاشتې ۲۱مه وه او محصلان په عادي ډول ټولګیو ته راتلل. استادانو د روان وضعیت په اړه له نظر څرګندولو پرته، تدریس ته دوام ورکاوه. د پوهنتون واټ د تل په څېر له نجونو او هلکانو ډک و. پیغلو نجونو او ځوانانو چې هر یوه به هره ورځ د هیلو یوه کڅوړه تر پوهنتونه راوړله، په هغو ورځو کې به یې هم په لړزېدونکو ګامونو پوهنتون پرېښود. هغه ورځ داسې ښکارېده، لکه د پوهنتون له چاپېریاله چې یو څه کډه کړې وي: لوړ غږونه، شور او شوق، هیله او انګېزه. لېوالتیا خپل ځای وېرې او اندېښنې ته پرېيښی و او نور هغه چاپېریال د پخوا په څېر له شور او هیجانه ډک نه و. د سپېدارو او نښترو دنګې ونې چې کلونه کلونه یې د هېواد له بېلابېلو سیمو د راغلو نجونو او هلکانو حضور لیدلی و، داسې ښکارېدې لکه د محصلانو له حالاتو سره په همغږۍ نور دومره نه رپېږي او خپلې څانګې او پاڼې لږ ښوروي او په خپل سوړ او زړهراښکونکي سیوري کې یې پناه کمه کړې ده. د محصلانو په ځانګړې توګه د نجونو اوږې د کتابونو او چپټرونو پر ځای د بې برخلیکۍ او اندېښنو تر درانه بار لاندې درنې شوې وې. هرې یوې به په ټیټو اوږو، د لمر له لوېدو سره هممهاله پوهنتون پرېښود.
سر مې دروند شوی و او له پوهنتونه وتلم. په فکرونو کې ډوبه وم چې د شیما غږ راویښه کړم. هغې خپل موبایل په دواړو لاسونو نیولی و او په وارخطایۍ او حیرانتیا یې په داسې حال کې چې زما مټ یې ښوراوه، وویل: «باور دې کېږي هرات هم سقوط شو» خواشینوونکی او ټکان ورکوونکی خبر و؛ داسې لکه یو دروند شی مې چې پر سر مې لګېدلی وي. په سر کې مې سخت درد احساس کړ. ومې لیدل چې د شیما او ثریا حالت تر ما هم خراب دی. د دې لپاره چې یوه بلې ته ډاډ ورکړو، یو وار بیا مو په هیلې وویل: «ناشونې ده چې تر کابله ورسېږي.»
خو حالت مې ګډوډ شوی و او په داسې حال کې چې اوښکو د خبرو وخت نه راکاوه، تر شونډو لاندې مې داسې وویل: څنګه امکان لري داسې یوه ډله مو پر هېواد واکمنه شي چې څه موده وړاندې یې محصلان په وینو کې ولمبول؟ ایا هغوی به د واک خاوندان شي چې لاسونه یې د ګڼو ماشومانو، ځوانانو او بېګناه خلکو په وینو سره دي؟
څه پوهېدم چې هغه ورځې د پوهنتون وروستۍ ورځې دي او ترخه خپسکه به رښتیا شي. کاشکې مې په هغو ورځو کې د پوهنتون له هرې برخې پوره خوند اخیستی او په ځیر مې ورته کتلي وای. خو هغه احساس چې نه یوازې ما، بلکې زما خورلڼو هم لاره، د وروستۍ لیدنې له احساس سره ورته و؛ له هغو ټولګیوالو سره وروستۍ لیدنه چې هره ورځ به یې شمېر کمېده، له هغو استادانو سره چې له موږ ډېر اندېښمن ښکارېدل، د زدهکړو له شور او شوق سره، له هغو خنداوو سره چې بیا هېڅکله تکرار نه شوې او له هغه چاپېریال سره چې فضا یې له صمیمیت او مینې ډکه او تر هر بل ځای ډېره زړهراښکونکې وه. ان له دغو ټولو سره مو مخه ښه هم ونه کړه.





