• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

دویمه برخه – د سقوط وروستۍ شېبې

۸صبح ۸صبح
۱۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793806326]
Pexels + Getty Images

Pexels + Getty Images

ډېره اندېښمنه یم؛ پر کابل د طالبانو د برید او د ښځو او نجونو له ګډ برخلیکه. د شپې خوب نه راځي او داسې کړېږم چې ټول ځواک یې راڅخه اخیستی دی او ورځې د هغو خبرونو په تمه تېروم چې شېبه په شېبه د طالبانو د پرمختګ خبرونه خپروي. د اسد ۲۴مه؛ خطر د خلکو تر ستوني رسېدلی. نور څوک د مقاومت او د افغانستان د ژغورنې خبره نه کوي. وېره او اندېښنه د خلکو ټول بدن ته ننوتې او ټول هڅه کوي د هغې ډلې له منګولو وتښتي چې د واکمنۍ د لومړۍ دورې ترخې خاطرې یې لا په یاد دي.

پر کابل د طالبانو د واکمنېدو په وروستیو شېبو کې رسنیو یو ټکان ورکوونکی خبر خپور کړ چې ډېر لاس په لاس کېږي: «پام وکړئ بېړني خبر ته! دوو سرچینو طلوع‌نیوز ته ویلي چې ولسمشر غني له هېواده وتلی.» پښې مې سستې او پر دیوال تکیه شوم. د ارګ د بېرغ هغه برج رایادېږي چې له کلونو راهیسې پرې درې‌رنګه ملي بېرغ رپېږي؛ هغه چې ټاکل شوې څو شېبې وروسته راکوز شي.

د دغه خبر له خپرېدو څو شېبې نه وي تېرې چې مبایل مې پرلپسې زنګونه وهي. د پلار، ورور، خور او همدارنګه د هغو خورلڼو له خوا زنګونه و چې فکر یې کاوه په پوهنتون کې یم. وروستی زنګ د حماسې و. په بیړه ځواب ورکوم او پوښتم: «چېرته یې؟ له لیلیې وتلې یې؟» په پرې‌پرې غږ خبرې کوي، ساه یې بندېږي او وايي: «په تېښته یم. هېڅ موټر نه پیدا کېږي او بکس هم راسره دی. څه وکړم؟» نور یې غږ نه اورم او اړیکه پرې کېږي.

وروسته شیما زنګ وهي. هغه هم د حماسې په اړه اندېښمنه ده. ورته وایم: «همدا اوس مې ورسره خبرې وکړې، ښه ده، له لیلیې وتلې او کور ته روانه ده.» بیا حماسې ته زنګ وهم؛ کله یې مبایل بند وي او کله له لاسرسي بهر. سخته اندېښمنه یم چې چېرته به تللې وي او څه به ورپېښ شوي وي.

د کابل د سقوط په ورځ مو د درسي مهالوېش له مخې درس نه درلود او ګڼې ټولګیوالې مې په کورونو کې وې؛ یوازې حماسه او ځینې نورې محصلانې پوهنتون ته تللې وې، څو د هغو ورځو د ترینګلي وضعیت له امله وروستی ځل پوهنتون وګوري. په هغو تورو او غمجنو شېبو کې هغه څه چې ټول پکې شریک و، حیرانتیا، اندېښنه او له هغه حکومته کرکه وه چې وطن یې پلورلی و.

بیا مې حماسې ته زنګ وواهه، خو مبایل یې لا هم بند و. څلور ساعته وروسته یې ځواب راکړ. د غږ په اورېدو یې خوشحاله شوم او اندېښنه مې لږه راکمه شوه. په ترخې موسکا یې وویل: «مه وایه، په سختۍ کور ته ورسېدم.» له غږه یې ښکارېدل چې لا هم په وېره او رواني ټکان کې ده. که څه هم زړه مې نه غوښتل خبرو ته دوام ورکړم او ټینګار مې وکړ چې هر کله ارامه شوې، بیا به وغږېږو، خو هغې خبرو ته دوام ورکړ: «په لیلیه کې وم چې خبره شوم طالبان د کابل دروازو ته رسېدلي. محصلانو له پوهنځیو د لیلیې پر لور منډې وهلې، څو خپل توکي راټول او وتښتي. لا مې باور نه کېده چې له داسې یوې صحنې سره مخ شوې یم. چا د بل خبره نه اورېده. ټولو یوازې همدا ویل چې ژر شئ، طالبان د کابل دروازو ته رسېدلي. ووېرېدم، ژر مې کتابونه او نور وسایل په بکس کې واچول او غوښتل مې د پوهنتون له انګړه ووځم. ډېره سخته شېبه وه، ټول په تېښته و.»

څه نه وایم او درونه چوپتیا خپرېږي. یو وار بیا ژوره ساه اخلي او وايي: «ځینې نجونې چې کورونه یې په بېلابېلو ولایتونو کې و او په کابل کې یې خپلوان نه لرل، حیرانې، اندېښمنې او وېرې اخیستې وې او د یو ځای په لټه وې. له لویو بکسونو سره، په اندېښمن حالت کې د سړکونو پر سر ولاړې وې. هېڅ موټر نه پیدا کېده. ځینو موټرچلوونکو ان په څو برابره کرایه هم نه غوښتل تر خپل منزله مو ورسوي. له لویو بکسونو سره مجبوره شو پلې د کوټه‌سنګي پر لور روانې شو. له بلې خوا، د طالبانو د رسېدو خبرونه شېبه په شېبه زیاتېدل او اندېښنه مو لا پسې ډېرېده. تر ټولو دردونکې خبره بیا د ځینو خلکو خبرې وې چې ویل یې: ښه شول طالبان راغلل، اوس به مو ټولې له سړکونو راټولې کړي او لنډکۍ جامې اغوستونکې به ورکې شي. د هغوی خبرې داسې وې لکه غشی مې چې پر زړه لګېږي، خو هغه مهال د شخړې نه و؛ باید ژر تر ژره موټر پیدا او ځانونه مو کورونو ته رسولي وای. عجیبه صحنه وه؛ ټولو د تېښتې هڅه کوله. که به کوم موټر پیدا شو، ټولو به یې پر لور ورمنډه کړه، څو ځانونه وژغوري.»

بیا هم څه نه وایم او داسې خبره نه رایادېږي چې د هغو شېبو د بیانولو او د هغې د ډاډګېرنې لپاره یې ووایم. د مبایل له لارې یې یوازې خبرو ته غوږ یم. پوښتي: «یې؟» ورته وایم هو او هغه خپلو خبرو ته دوام ورکوي: «و دې لیدل چې هغې ورځې ته ورسېدو چې ان تصور یې هم ګران و؟» له دې خبرې وروسته مو له یو بل سره مخه ښه وکړه، بې له دې چې پوه شو راتلونکې به څنګه کېږي.

له هغې ورځې او د تاریخ له دغه تریخ تکرار وروسته، هېڅ څه د پخوا په څېر پاتې نه شول. هره ورځ چې تېرېده، وېره او اندېښنه مو ورسره زیاتېده. کابل د ساعتونو په تېرېدو ورو ورو خپل اوسېدونکي له لاسه ورکول او ورځ تر بلې تشېده. خپلو خورلڼو او ټولګیوالو ته مې زنګونه وهل؛ ځینو ځواب نه راکاوه او ځینې نورې له لاسرسي بهر وې. داسې لکه ټولو چې بار او بستره تړلې او له ښاره وتلي وي او زه یوازې او اندېښمنه د ګډوډۍ په منځ کې پاتې وم.

ورځې یو بل پسې تېرېدې او ټول خبرونه د خلکو پر تېښتې او کډوالۍ ورټول و. له هر چا به مې پوښتل، ویل به یې چې د سفر تیاری یې نیولی؛ ځینې د مجبوریت له مخې او ځینې نور د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ژوند له وېرې. د ټولګي نیمايي محصلان/محصلانې چې د ټولنې لپاره لویه پانګه وه، تللي و یا د تللو په حال کې و. خبره شوم چې ځینې پاکستان او ځینې ایران ته تللي او یو شمېر نور په هماغو لومړیو ورځو کې خپل ټاکلي هېواد ته هم رسېدلي و.

د تګ او پاتې کېدو په دغې ګډوډۍ کې یوازې یوه خبره وه چې زړونو ته یې ډاډ ورکاوه؛ هغه د ځینو استادانو حضور و چې لا هم په پوهنځي کې پاتې و. هغوی به پیغامونه رااستول او ویل به یې: «هېڅ خبره نه شته، اندېښنه مه کوئ. بیا به د پوهنتون په ټولګیو کې یو بل سره ووینو.» خو د کابل سقوط د پوهنتون فضا ته دروند ټکان ورکړ؛ داسې چې ډېر استعدادونه، وړتیاوې او ځوانان یې خواره واره، ژوبل او بې‌کوره کړل.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په خوست کې خلک په خپل لګښت یو سړک جوړوي
ټولنه

په خوست کې خلک په خپل لګښت یو سړک جوړوي

۱۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793805151]
یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې پر ښوونځيو څه باندې زر بریدونه ثبت شوي
خبرونه

ملګري ملتونه: د افغانستان ښوونیز نظام د تقاضا له زیاتوالي او د وړتیا له کمښت سره مخ دی

۱۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793802988]
د افغانستان لپاره ځانګړي وجهي صندوق د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پر ارزښت ټينګار کړی
ټولنه

د افغانستان لپاره ځانګړي وجهي صندوق د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پر ارزښت ټينګار کړی

۱۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793801638]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو د محتسبانو څار او لاسوهنه؛ د خلکو شخصي حریم او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ دی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په تخار کې د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته؛ ۱۰ کسان وژل شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.