«اندېښنه مه کوئ، بیا به د پوهنتون په ټولګي کې یو بل ووینو.» دا جمله له میاشتو انتظار وروسته رښتیا شوه؛ د تګ او پاتې کېدو ترمنځ یوازینۍ هیله او ډاډګیرنه. د ۱۴۰۱ کال د وږي میاشتې پر ۱۵مه د کابل پوهنتون پر دروازه د «لا اله الا الله محمد رسولالله» سپین بیرغ رپېده او باد په ارام او زغم رپولو. ښار او اوسېدونکي یې ورو ورو د طالبانو له حضور سره عادت شوي و؛ خو لا هم د هغوی په لیدو د ځينو وینه ایشېده او تر شونډو لاندې یې نامفهومې خبرې زمزمه کولې او ډېرو د لومړیو ورځو وېره نه لرله.
د تاریخ په تورو ورځو کې یوازینو غږونو چې د طالبانو واکمني یې ولړزوله، په کابل ښار کې د معترضو ښځو چیغې وې؛ د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعارونو هره خوا انګازې کولې. ځينې معترضې ښځې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د ژوند په بیه ودرېدې. ځینو د دغو ښځو ستاینه وکړه او ځینو نورو بیا وځپلې او سپکې سپورې یې ورته وویلې. خو دغه مقاومت او ټینګې مبارزې د هرې ازادۍ غوښتونکې پیغلې، ښځې او سړي په زړه کې داسې تاریخ جوړ کړ چې هېڅکله دې نه هېرېږي. دا چیغې داسې مهال پورته کېدې چې طالبانو لا د کابل په کوڅو کې شپه او ورځ خپل مخالفان ځپل.
د وژنو، ځپلو او مقاومت په منځ کې بیا د پوهنتونونو د بېرته پرانیستل کېدو خبر، که څه هم حیرانوونکی و، د نجونو محصلانو په زړونو کې یې بیا د هیلې څرک بل کړ. پرېکړه شوې وه چې د پوهنتونونو د فعالیت له پیلېدو سره به ښځې هم په درسي ټولګیو کې ګډون کوي. له همدې امله، د نجونو لپاره د طالبانو د جبري حجاب د لارښوونو په مراعاتولو – اوږده توره جامه، تور نقاب او دستکشې، هغسې چې یوازې سترګې ښکاره وې – یو وار بیا پوهنتون ته لاړو.
په جبري حجاب او مطلقې تیارې کې د پوهنتون پر لور تللم. جبري حجاب راباندې دروند تمامېده او بل پلو، د لمر بېرحمه وړانګو ځورولم. د پوهنتون په څلورلارې کې چې له دروازې یوازې درې دقیقې لرې وه، له موټره ښکته شوم. عجیب احساس مې درلود؛ لاسونه او پښې مې رپېدې او خوله مې وچه شوې وه. له ډېرې مودې وروسته په لومړي وار پوهنتون ته روانه وم او څومره چې ورنږدې کېدم، د زړه درزا مې چټکېده.
د نجونو یوه لویه ډله چې ټولو ورته جامې اغوستې وې، د پوهنتون دروازې مخې ته په کتار کې ولاړې وې او ځينې په وسلو سمبال طالب جنګیالي د دروازې په څلورو خواوو کې ولاړ و. د هغې صحنې لیدل چې د حجاب د ارزونې په موخه یې د تلاشۍ پوسته جوړه کړې وه، ډېره خواشینوونکې او زړهبوږنوونکې وه. ډېر بد احساس مې لاره؛ داسې چې له غم، حسرت او بېوسۍ سره ګډ و. پام مې شو چې له سترګو مې اوښکې بهېږي او مخه مې سمه نه شوای لیدلی. اوښکې مې پاکې کړې او د حجاب ارزولو په اوږده لیکه کې ودرېدم.
نږدې ټولو نجونو ورته احساس درلود؛ وېره، اندېښنه، چوپتیا او طالبانو ته پټ پټ کتل. د حجاب د څارنې په غرفو کې د ګومارل شویو ښځو چیغو او ښکنځلو چوپتیا ماتوله او د نجونو وېره او اندېښنه یې زیاتوله. ځينو نجونو ته چې ان جبري حجاب یې هم مراعات کړی و، پوهنتون ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېده او له اوښکو سره به بېرته ستنېدې. د هغوی په لیدو مې حال خرابېده. له ځان سره مې فکر کاوه چې ښايي د حجاب د لارښوونو د نه مراعاتولو له امله د پوهنتون په دننه کې رټل او بېرته ګرځول کېږي؛ خو هغوی د بوسو په انبار کې ستن لټوله.
هره شېبه چې تېرېده، د محصلانو شمېر زیاتېده او له دومره اوږد کتار سره سره، یوازې دوو نجونو ته اجازه ورکول کېده چې د حجاب د ارزونې غرفې ته ننوځي. شېبې ورو تېرېدې. د لومړي درسي ساعت وخت تېرېده؛ خو هغوی ته له هر څه ډېر د حجاب څار مهم و. په پایله کې مې وار راغی. په وېرې او اندېښنې غرفې ته ننوتم او هغو ښځو ته مې وکتل چې تازه هلته ګومارل شوې وې. ټولو تورې جامې اغوستې وې او چلند یې سخت و. په هغوی کې مې یوه ساتونکې وپېژندله چې د جمهوریت پر مهال یې هم هلته دنده لرله. ډېره بدله شوې وه؛ خپه او غمجنه ښکارېده. نه یې د نوکانو د رنګونو نښه پاتې وه، نه د سترګو رانجه او نه هم هغه ډول چلند چې مخکې به یې له نجونو سره د پېژندګلوۍ او ملګرتیا لپاره کاوه. پوځي یونیفورم یې نه و اغوستی او د تورو جامو په منځ کې یې یوازې مخ ښکارېده؛ داسې چې له سترګو یې چیغې پورته کېدې او ښوده یې چې هغه هم د دغه وضعیت دوام ته اړ ایستل شوې ده.
حجاب یې په غور وکاته، څو لنډ او تنګ نه وي. ان د حجاب لاندې یې هم وکتل او راته ویې ویل چې هسې نه «کاوبای پتلون» دې اغوستی وي. ورپسې یې څو سپارښتنې وکړې: د پوهنتون دننه له مخه نقاب لرې نه کړم، ان یو وېښته دې هم له ټیکري راونه وځي او د حجاب تڼیو ته هم پام وکړې. وروسته یې اجازه راکړه پوهنتون ته ننوځم.
دومره تر فشار لاندې وم چې ان پوه نه شوم څنګه پوهنتون ته ننوتم. هغې دوهلارې ته ورسېدم چې یوه یې عمومي او بله یې فرعي وه. هلته چې مخکې به د علم په لټه د نجونو او هلکانو له موسکاوو ډک و، خو هغه ورځ پکې یوازې نجونې تر سترګو کېدې چې وارخطا او رپېدې. هره یوه له رواني ټکان وروسته پوهنتون راغلې وه. ما تل غوښتل چې له اصلي او لوی سړک پوهنځي ته لاړه شم؛ خو پر هغې ورځ د طالب ځواکونو له وېرې مې غوره وګڼله له فرعي لارې لاړه شم.
د لومړي درسي ساعت د پای شېبې وې، خو د پخوا په څېر مې ټولګي ته د ځان رسولو بېړه او لېوالتیا نه لرله. ورو ورو روانه وم. د هغې صحنې له لیدو وروسته، پوهنتون ته له تګ یوه ورځ مخکې خوشحالي مې په ناهیلۍ بدله شوې وه. له هماغه پیله څرګنده وه چې په علمي چاپېریال کې دا ډول تاوتریخجن چلند د زغملو نه دی او ژر به د پوهنتون دروازې بېرته د نجونو پر مخ وتړل شي. وارخطا پوهنځي او بیا خپل درسي ټولګي ته ورسېدم. هېڅ څه د پخوا په څېر نه و؛ د پوهنځي فضا ناهیلۍ او مجبوریتونو نیولې وه. د ټولګي دروازه مې پرانیسته او سترګې مې د ټولګیوالو پر سترګو ولګېدې. له اوږدې مودې وروسته د بیا لیدو خوشحالۍ یوه شېبه ښه کړم؛ خو څوک له روان وضعیته راضي نه و.
له ۴۵ کسیز ټولګي یوازې ۲۱ پاتې و؛ ټولګي تش شوي و او د محصلانو روحیه له هیلې او انګېزې تشه وه. د طالبانو واکمنۍ ناڅاپي د محصلانو پر ټولنې د تیارې دروند سیوری غوړولی و. یوې د کډوالۍ لار نیولې وه، بلې ته د زدهکړو د دوام اجازه نه وه ورکړل شوې، یوه مجبوره شوې وه چې په کور کې کېني او بله بیا له طالبانو سره یوځای شوې وه. له دغو ننګونو، سپکاوي، توهین او رواني ځورونو سربېره هم ځينې نورې لا پر خپل دریځ ولاړې وې او څو میاشتې یې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړ.





