کندز کې د سولې په نامه د کرکټ سیالۍ پيل شوې
۸صبح، کندز

۸صبح، کندز: په کندز کې د سولې په نامه د کرکټ سیالۍ پيل شوې. یادې سیالۍ نن د دې ولايت مرکز په شمول د ۹ ولسوالیو ترمنځ د کندز قهوه خانې کرکټ لوبغالي کې پيل شوې چې د يوې اونۍ لپاره به دوام ولري.
د کندز د کرکټ مسؤلينو په وينا، د دغو سياليو څخه يې موخه د سولې پيغام رسول، په سيمه ييزه کچه کرکټ وده او جګړه ځپلو کندزيانو ته د څو ورځو لپاره د یوې سالمې تفریح زمینې برابرول دي.
کندز د هېواد په شمال ختیځ کې پروت يو جګره ځپلی ولایت دی چې ډېری وخت ترې د جګړو او تاوتریخوالي راپورونه راځي.