پېنټاګون په اردن کې د ایران په بریدونو کې د دوو وژل شویو امریکايي سرتېرو نومونه او انځورونه خپاره کړي دي.
فاکس نیوز دوشنبه د جولای پر ۲۰مه راپور ورکړی چې ایزابیلا ګونزالس د امریکا د پوځ ۱۹ کلنه سرتېرې او لومړی بریدمن ټایلر جېمز فیهان، د امریکا د پوځ ۲۵ کلن سرتېری و.
د راپور له مخې، هغوی د امریکا په بېلابېلو پوځي ماموریتونو کې ونډه اخیستې او د ایران په بریدونو کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې نښتې په پراخېدو دي.
فاکس نیوز زیاته کړې چې امریکايي ځواکونو پر نهمې پرلپسې ورځې د ایران پر اهدافو غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي او لا هم د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا دوام لري.





