د امریکا د دفاع نوي وزیر پېټ هېګسټ د دغه هېواد د ګډو ځواکونو پخواني قومندان مارک میلي امنیتي جواز او خوندیتوب لغوه کړی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې پنټاګون چهارشنبه د جنورۍ پر ۲۹مه، په یو بیان کې ویلي چې د مارک میلي امنیتي جواز لغوه شوی دی.
ورته مهال، هېګسټ د مارک میلي د پوځي رتبې د ارزونې امر کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مخکېني ولسمشر جو بایډن د خپل کار پر وروستۍ ورځ مارک میلي ته د بخښنې امر صادر کړی و.
بایډن زیاته کړې وه: «ميلي او نور د دې مستحق نه دي چې د ناعادلانه او سياسي محاکمو له خوا په نښه شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار له افغانستانه د امریکا په نامسوولانه وتلو کې مارک میلي پړ ګڼلی او په وینا یې، هغه باید له چین سره د پردې تر شا مذاکرې له وجې اعدام شي.





