په تېرو څو کلونو کې د روژې د مبارکې میاشتې او اخترونو په راسېدو سره افغان دولت تل له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې چې یوازې په اخترونو کې کله اعلان او ځینې وختونه نه اعلان شوی اوربند عملي شوی چې د افغان اولس د خوښۍ لامل شوی او د آرام ساه یې اخیستې ده.
اوس د دولت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وايي، په دوحه کې د طالبانو یوه غړي ویلي چې دغې ډلې د درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو اوه زره بندیانو د خوشي کولو او د ملګروملتونو له تور نوملره د دوی د مشرانو د نومونو د لیرې کولو غوښتنه کړې، خو تراوسه په رسمي توګه دا بحث نه دی مطرح شوی. د افغان دولت د مرکچي پلاوي دا غړي وايي چې د طالبانو له دغو غوښتنو مخکې سیاسي هوکړې ته اړتیا ده.
له بلې خوا، ټاکل شوې د افغان دولت د استازو او سیاستوالو په ګډون یو پلاوی دوحې ته ولاړ شي او له طالبانو سره د اساسي موضوع ګانو په اړه خبرې وکړي. په داسې حال کې چې، د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرو نوی پړاو تېره اونۍ په دوحه کې پیل شو؛ تمه کېږي چې د خبرو په دې پړاو کې دواړه لوري د سیاسي هوکړې د لارې د نقشې، د واک د وېش، د اساسي قانون د بدلون یا تعدیل او اوربند په اړه خبرې وکړي.
که څه هم اوربند د افغان دولت دایمي غوښتنه ده؛ افغان حکومت په کورنیو او نړیوالو ناستو کې له طالبانو غوښتي چې سراسري اوربند ته غاړه کېږدي او رغنده خبرو ته حاضر شي. خو طالبانو تل ورسره مخالفت کړی او هغه یې د افغانانو ترمنځ خبرو د آجنډا وروستۍ موضوع بللې وه. خو اوس طالبانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له پرمختګ وروسته د قطر او امریکا له استازو سره د څو میاشتني اوربند موضوع مطرح کړې ده. که څه هم د طالبانو د اوربند وړاندیز افغان دولت له ګران موقعیت سره مخامخ کړی، ځکه طالبان اوس د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر ولسوالۍ په واک کې لري.
دا چې د جګړې پای ته رسېدل او دایمي اوربند د افغان اولس یوازینۍ غوښتنه ده نو دولت او طالبانو ته په کار ده چې صادقانه خبرو ته سره کښېني او یوې سیاسي هوکړې ته سره ورسېږي.
دولت باید د دوحې په مذاکراتو کې د اوربند داسې مشروطه طرحه وړاندې کړي چې طالبان له اوربنده د جګړې لپاره د بل فرصت په توګه ګټه پورته نه کړي. دې ته په پام سره چې د افغانستان کړېدلی او ځورېدلی اولس د جګړې د دایمي پای ته رسېدو او تلپاتې او سراسري اوربند غوښتونکی دی؛ د جګړې پاي او دایمي اوربند پرېکړه به د افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شي. دغه ډول پرېکړه به د افغانستان د څلوېښت کلن ناورین په پای ته رسولو کې یوه تاریخي هوکړه وي.




