کابل او کندهار ته د ترکیې او قطر د جګپوړو امنیتي چارواکو له سفر یوازې څو ورځې وروسته پر افغانستان د پاکستان بریدونه مهمه پوښتنه راولاړوي: ایا دا سفر د خبرو له پړاو څخه نظامي فشار ته له اوښتو مخکې د «وروستي ډيپلوماتیک خبرداري» په مانا و؟ ظاهراً د ترکیې د استخباراتو ادارې د رییس ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي سفر د منځګړیتوب ماموریت و؛ خو هغه څه چې له دغه سفر وروسته وشول، ارزښت یې لوړ کړی: د کندهار په ګډون د افغاستان پر څو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو بیا پیل.
کابل او کندهار ته د منځګړو له سفر وروسته بریدونه او پاکستان ته د طالبانو د پيغام لېږدول، ارزښت لري؛ لکه منځګړو چې طالبانو ته سخت پیغام ورکړی وي، خو دې ډلې له پامه غورځولی وي؛ ښايي د دغه پیغام منځپانګه داسې وي چې د اوسني وضعیت دوام (د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې کارول) اسلاماباد ته د زغملو نه دی او که طالبان په دې برخه کې جدي او عملي ګامونه پورته نه کړي یا یې ونه غواړي، پایلې به یې ژر تر کابله ورسېږي. البته په زغرده نه شي ویل کېدای چې ترکیې او قطر طالبانو ته «اولتیماتوم» ورکړی؛ خو د لیدو کتو او پېښو ترتیب ښيي چې دا وار منځګړیتوب له یو ډول خبرداري سره مل و. که داسې وي، د پاکستان نور بریدونه به بل ډول بڼه ولري؛ په دې مانا چې اسلاماباد به استدلال وکړي چې طالبانو ته ډیپلوماتیک فرصت ورکړل شو، پیغامونه د منځګړو له لارې وراستول شوي، خو د تمې وړ ځواب ترلاسه نه شو؛ له همدې کبله، د طالبانو د لګښتونو زیاتول لومړیتوب لري.
بله د پام وړ خبره بیا کندهار ته د ترکي پلاوي سفر دی. کالین په کندهار کې د طالبانو له والي ملا شیرین اخوند سره وکتل؛ خو د دې ډلې له مشر هبتالله اخوندزاده سره یې لیدل ونه شول. ښايي دا ناکامي له ډیپلوماتیک پلوه کم ارزښته ښکاره شي، خو پر راتلونکو پرمختګونو د پوهېدا لپاره مهمه ګڼل کېدای شي. که د سفر موخه د طالبانو د پریکړو اصلي مرکز ته د پیغام رسول و، له هبتالله سره د لیدنې نه ترسراوی دا مانا لرلی شي چې ترکي پلاوی ونه توانېد د طالبانو له اصلي پرېکړه کوونکي سره مخامخ خبرې وکړي. له دې یوازې څو ورځې وروسته کندهار هم د پاکستان د تازه بریدونو په نوملړ کې راغی. دا هممهالوالی د علت – معلول اړیکه نه ثابتوي؛ خو له سیاسي پلوه د پوښتنې وړ ده: ایا اسلاماباد د ترکیې او قطر له سلا مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې ډیپلوماتیک پیغام اړین اغېز نه دی لرلی؟ یا که وروستي بریدونه له مخکې د پاکستان په اجنډا کې و او د منځګړو سفر یې مخنیوی ونه شوای کړای؟
د پاکستان له تازه بریدونو وروسته د منځګړو چلند هم د پام وړ دی. ترکیې او قطر د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ښار کې مرګونی برید په څرګندو ټکو غندلی و؛ خو پر افغانستان د پاکستان له بریدونو وروسته، د دغو دوو هېوادونو په خپرو شویو رسمي دریځونو کې لږ تر لږه تر اوسه د پاکستان د بریدونو په غندلو کې د هماغه څرګند غبرګون نښې نه لیدل کېږي. البته دا چوپتیا دې اتومات د پاکستان د ملاتړ په مانا نه تعبیرېږي. ښايي منځګړو له بریدګرې غاړې سره د اړیکو چینل د ساتلو یا د خبرو د له منځه تللو د مخنیوي په پار له ښکاره غندنې ډډه کړې وي.
خو په بهرني سیاست کې چوپتیا بیا کله کله ځانګړی پیغام لېږدولی شي؛ په ځانګړې توګه کله چې یوه منځګړي مخکې په پاکستان کې ترهګریز برید په څرګندو ټکو غندلی وي، خو پر افغانستان د پاکستان د بریدونو پر وړاندې ورته دریځ نه نیسي، ښايي دا پوښتنه راپورته شي چې ایا د ترکیې او قطر په امنیتي ارزونه کې د ټيټيپي په اړه د اسلاماباد ادعاوې چې ګواکې طالبان یې ملاتړ کوي، دومره باوري او جدي ګڼل کېږي چې نه غواړي د پاکستان د نظامي اقدام پر وړاندې څرګند دریځ ونیسي؟ له دې زاویې، ښايي ترکیه او قطر په دغه کړکېچ کې تر بشپړو خنثا منځګړو، هغو منځګړو ته نږدې وي چې د پاکستان امنیتي اندېښنو ته نږدې درک لري. البته دا په هېڅ ډول د منځګړو له خوا د پاکستان د بریدونو د تایید مانا نه لري. د «برید تاییدولو» او د برید کوونکي لوري د «امنیتي منطق درک یا منلو» ترمنځ مهم توپیر شته. خو ښايي همدا توپیر روښانه کړي چې ولې د منځګړیتوب په بهیر کې اصلي فشار پر طالبانو دی.
له همدې کبله، د ترکي او قطري منځګړو چوپتیا د پام وړ ده. که یې چوپتیا دوام وکړي، ښايي په کابل کې دا لیدلوری پیاوړی شي چې ترکیه او قطر د پاکستان د بریدونو مخالف نه، بلکې پر طالبانو د فشار راوړلو د میکانیزم برخه دي. کله چې طالبان پر دې پوه شي، ښايي د قطر او ترکیې غوښتنو ته نه ووایي او د ټيټيپي په ملاتړ او د ترینګلتیا پر زیاتولو به ټینګار وکړي. برعکس، که همدا اوس هم منځګړي د یوه رسمي او څرګند دریځ په نیولو د پاکستان د بریدونو د درولو او د خبرو میز ته د ښکېلو لورو د سملاسي بېرته ستنېدو غوښتنه وکړي، ښايي پخوانۍ چوپتیا یې تر ډېره د ډیپلوماتیکو چینلونو د ساتلو په موخه وه، نه دا چې د طالبانو په زیان او د پاکستان په ګټه یې پاکستان ته ډېر ارزښت ورکړی وي، یا یې برعکس. په دې سره وضعیت بل ډول ارزول کېدای شي.





