• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پلاستیکي کڅوړې؛ پراخه عرضه او د چاپېریالي پایلو په اړه اندېښنې

ایلیا ایلیا
۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794992204]

د کابل یو شمېر اوسېدونکي د پلاستیکي کڅوړو د کارونې د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او د دغو کڅوړو د کارونې د کمولو لپاره د کور په کور د عامه پوهاوي پروګرامونو د پیلېدو او عملي ګامونو غوښتنه کوي. دوی وايي، پرمناسب بدیل سربېره، د پلاستیکي کڅوړو ارزانه بیه او اسانه لاسرسید دې لامل شوی چې په خلکو کې د دغو کڅوړو کارونه لا هم پراخه وي. دوی زیاتوي چې ډېرې پلاستیکي کڅوړې تر یوه ځل کارولو وروسته په چاپېریال کې غورځول کېږي او د ځمکې او اوبو د ککړتیا لامل کېږي. د دوی په وینا، د ټلوېزیون، راډیو، جوماتونو او ښاري بینرونو له لارې عامه پوهاوی باید دوام وکړي؛ خو د پلاستیک د کارونې د کمولو لپاره یوازې عامه پوهاوی بسنه نه کوي او د پلاستیکي کڅوړو تولید او واردات هم باید محدود شي.

کابل یو اوسېدونکی علیم وايي چې د خلکو د ورځني ژوند په بېلابېلو برخو کې د پلاستیکي کڅوړو کارونه پراخه شوې او د کمولو لپاره یې باید اقدام وشي. هغه زیاتوي چې که څه هم په افغانستان کې د پلاستیکي کڅوړو د بدیل پیدا کول وخت ته اړتیا لري، خو ناشوني نه دي.

دغه کابل مېشتی وايي: «پلاستیکي کڅوړې هر ځای لیدل کېږي، ځکه اوس په افغانستان کې دننه هم د دغو کڅوړو د تولید فابریکې فعالې دي. ان په نانوایانو کې هم له پلاستیکي کڅوړو کار اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې هر څوک پوهېږي چې دا څومره زیان لري او ډوډۍ هم خرابوي. زه خپله د پلاستیک له زیانونو خبر یم او کله چې بازار ته ځم، له ځان سره د ټوکر کڅوړه وړم؛ خو خلک د ټوکر یا کاغذ کڅوړې لږ کاروي. نږدې هر څه پلاستیکي شوي دي او داسې نه ښکاري چې ژر به یې مناسب بدیل پیدا شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی شکیب وايي چې پخوا ځوانانو او بېلابېلو بنسټونو د پلاستیکي کڅوړو د کارونې د کمولو لپاره څو پروګرامونه پیل کړي وو، خو دغو پروګرامونو د پام وړ پایله نه ده لرلې. هغه زیاتوي چې د عامه پوهاوي ترڅنګ باید په بازار کې د پلاستیکي کڅوړو عرضه هم محدوده شي، څو خلک د بدیلو توکو کارولو ته ډېر وهڅول شي.

دغه کابل مېشتی وايي: «رسنۍ او ټولنیزې شبکې باید د عامه پوهاوي په برخه کې ډېر رول ولوبوي. هغه کمپاینونه چې پخوا پیل شوي وو، ځکه چندان اغېزناک نه وو چې پلاستیکي کڅوړې لا هم په بازار کې موجودې وې. خلک خپلې روغتیا ته تر پیسو لږ ارزښت ورکوي او د دې کار د اوږدمهالو پایلو په اړه فکر نه کوي. له همدې امله، دا لړۍ لا هم روانه ده.»

د کابل یو بل اوسېدونکی سمیع وايي چې د پلاستیکي توکو د زیانونو په اړه د خلکو له پوهاوي سره سره، په ښار کې د دغو توکو کارونه لا هم پراخه ده. هغه د پلاستیکي کڅوړو ارزانه بیه او د لاسرسي وړ بدیل نشتوالی د دغو کڅوړو د کارونې د دوام اصلي لاملونه بولي. هغه په بازار کې د پلاستیکي کڅوړو د تولید او عرضې د کنټرول او د ټوکرینو او کاغذي کڅوړو کارولو ته د خلکو د هڅولو غوښتنه کوي.

سمیع وايي: «خلک پوهېږي چې پلاستیک څومره ستونزې لري، خو دا چې پلاستیکي کڅوړې ارزانه دي، بیا هم ترې کار اخلي. که په بازار کې یې تولید او عرضه کنټرول شي، خلک به اړ شي چې له بدیلو توکو کار واخلي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی سکندر وايي چې تر اوسه یې په دغه ښار کې د پلاستیکي کڅوړو د کارونې د کمولو لپاره د پراخو او عملي کمپاینونو د ترسره کېدو شاهد نه دی. هغه زیاتوي چې په دې برخه کې ډېری د عامه پوهاوي پروګرامونه په ټولنیزو شبکو، په ځانګړي ډول فېسبوک کې ترسره کېږي او د ښار په کچه لږ عملي فعالیتونه لیدل کېږي.

سکندر وايي: «پلاستیک زیان لري او کارول یې د چټلۍ او چاپېریال د ککړتیا لامل کېږي، خو ډېر خلک د کاغذي یا ټوکرینو کڅوړو د اخیستو وس نه لري. زما په اند، یوه حل‌لاره دا ده چې د توکو د بسته‌بندۍ لپاره له بدیلو توکو کار واخیستل شي او تر خپله وسه پلاستیک پرېښودل شي. ځینې خلک تورې کڅوړې ډېرې خوښوي، په داسې حال کې چې دا ډول کڅوړې هم چاپېریال ته ستونزې رامنځته کولای شي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی حسن وايي چې تر اوسه د پلاستیکي کڅوړو د کارونې د مخنیوي لپاره کوم جدي او اغېزناک اقدام نه دی شوی. هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د ګرمې ډوډۍ د وړلو لپاره له پلاسیتکي کڅوړې کار اخیستل له پخوا دود دي او اوس هم په ډېرو نانوایانو کې دا کار کېږي.

هغه وايي: «په افغانستان کې له پخوا  دا دود و چې ګرمه ډوډۍ به یې په پلاستیکي کڅوړو کې اچوله او اوس هم دا کار دوام لري. په ځینو نانوایانو کې د پلاستیک د زیانونو په اړه خبرداری ورکول کېږي، خو بیا هم تر ډېره له پلاستیکي کڅوړو کار اخیستل کېږي.»

په همدې حال کې، د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهان وايي چې د پلاستیکي کثافاتو د اغېزناک مدیریت نشتوالی او د یو ځل کارېدونکو کڅوړو د کارونې زیاتوالی په افغانستان کې چاپېریالي ګواښونه ډېر کړي دي.

د چاپېریال ساتنې یو کارپوه کاظم همایون وايي چې د پلاستیکي کثافاتو لویه برخه تر راټولولو وروسته، له بېلولو او سمې بیاکارونې پرته تر خاورو لاندې کېږي یا په چاپېریال کې غورځول کېږي او د نه تجزیه کېدو له امله د اوږدې مودې لپاره په طبیعت کې پاتې کېږي. هغه ټینګار کوي چې د دې ستونزې د کمولو لپاره د عامه پوهاوي ترڅنګ باید د پلاستیکي کڅوړو پر تولید او واردولو هم محدودیتونه ولګول شي.

همایون وايي: «په افغانستان کې د پلاستیکي کثافاتو مدیریت لا هم په لومړني پړاو کې دی. پخوا ډېری کثافات عضوي مواد وو او تر ښخولو وروسته تجزیه کېدل، خو اوس پلاستیکي کثافات هم له نورو کثافاتو سره یوځای تر خاورو لاندې کېږي او د کلونو لپاره په چاپېریال کې پاتې کېږي. څو کاله مخکې د ښاروالۍ د تنظیف ریاست په اړه زما د یوه راپور له مخې، هره ورځ شاوخوا څلور زره او ۴۰۰ ټنه کثافات تولیدېدل چې یوازې یوه برخه یې راټولېده او پاتې برخه یې په چاپېریال کې پاتې کېده؛ خو څرګنده نه وه چې په دغو کثافاتو کې څومره برخه پلاستیکي کڅوړو جوړوله.»

همایون ټینګار کوي چې د یو ځل کارېدونکو کڅوړو د کارونې د کمولو لپاره یوازې عامه پوهاوی بسنه نه کوي، بلکې باید د قانوني، اقتصادي او ښوونیزو اقداماتو یوه ټولګه عملي شي.

د چاپېریال ساتنې یو بل کارپوه سید محمد سلیمان‌خېل د افغانستان په ښارونو کې د پلاستیکي کڅوړو پراخه او له اندازې زیاته کارونه د چاپېریال له جدي ستونزو بولي. هغه وايي چې د پلاستیک، په ځانګړي ډول د ټیټ‌کیفیته کڅوړو کارونه یوازې چاپېریالي پایلې نه لري، بلکې اقتصادي او ټولنیزې پایلې هم لرلای شي.

دغه کارپوه وايي: «د چاپېریال له مهمو ستونزو یوه هم د افغانستان په ښارونو کې د پلاستیک پراخه کارونه ده. خلک کله ناکله د توکو د لېږد او نورو موخو لپاره، په ځانګړي ډول له ټیټ‌کیفیته پلاستیکه بې له دې چې پام وکړي، کار اخلي. کېدای شي موږ یوه پلاستیکي کڅوړه یوازې نیم ساعت وکاروو، خو هماغه کڅوړه سلګونه کاله په چاپېریال کې پاتې کېدای شي. دا موضوع ښيي چې زموږ د نن ورځې چلند د راتلونکو نسلونو پر چاپېریال او ژوند څه اغېز لرلای شي.»

د خپرو شویو شمېرو له مخې، هره ورځ په کابل کې زرګونه ټنه کثافات تولیدېږي؛ خو په دغو کثافاتو کې د پلاستیک د کره ونډې معلومولو لپاره باوري او تازه شمېرو ته اړتیا ده. د یو ځل کارېدونکې کڅوړې، پلاستیکي بوتلونه او لوښي له هغو توکو دي چې تر کارولو وروسته د ښار په کثافاتو کې لیدل کېږي.

ملګرو ملتونو هم تر دې وړاندې ویلي چې هر کال په ټوله نړۍ کې سلګونه میلیونه ټنه پلاستیک تولیدېږي. د کثافاتو پر کمزوې مدیریت سربېره، د پلاستیک تولید او د کارونې زیاتوالی په نړۍ کې له مهمو چاپېریالي ننګونو ګڼل کېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سرچینې: طالبانو په نیمروز کې یو پخوانی نظامي نیولی او شکنجه کړی دی
خبرونه

سرچینې: طالبانو په نیمروز کې یو پخوانی نظامي نیولی او شکنجه کړی دی

۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794991500]
ملګرو ملتونو په پغمان کې د یوه سړک د بیارغونې خبر ورکړ
خبرونه

ملګرو ملتونو په پغمان کې د یوه سړک د بیارغونې خبر ورکړ

۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794989453]
هبت‌الله: د خپلې «واکمنۍ» د ساتلو لپاره مسلمانان نه قرباني کوم
راپورونه

د مذهبونو له انکاره د پسونو له رمې سره د خلکو تر تشبیه کولو پورې؛ هبت‌الله: فرمانونه مې په شعر واړوئ

۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794987949]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.