۸صبح، کابل: «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ ویلي چې د سېشنبې پر ورځ په کندهار او هلمند کې د پولیو واکسین کمپاین پیل کېږي.
نوموړي بنسټ یکشنبه د چنګاښ پر ۱۴مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دا کمپاین به په کندهار، د هلمند مرکز لښکرګاه او په نهرسراج، موسیکلا، واشیر او نادعلي ولسوالیو کې ترسره شي.
د دغه کمپاین موخه ماشومانو ته د پولیو واکسین او د دغې ناروغۍ له پراخېدو مخنیوی دی.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ له دې وړاندې هم له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته پر وخت د واکسین له لارې د ګوزڼ پر ضد مبارزه کې برخه واخلي.
په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاینونه په داسې حال کې دوام لري چې ځینو سیمو ته محدود لاسرسی، د کورنیو دوامداره کډه کېدل او له واکسین څخه د ځينو ماشومانو پاتې کېدل د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې بنسټيزې ننګونې ګڼل کېږي.





