۸صبح، کابل: «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ ویلي چې پولیو واکسین د دغې ناروغې پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب اغېزمنه لار ده او له کورنیو یې غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
نوموړي بنسټ دوشنبه د زمري پر ۵مه په اېکس کې لیکلي چې خلک دې د واکسین په اړه د ناسمو معلوماتو له کبله نه دوکه کېږي، ځکه واکسین د پولیو د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار ده.
یاد بنسټ له دې مخکې هم ویلي و چې روغ ماشومان د یوې پیاوړې ټولنې بنسټ جوړوي او د اړینو واکسینونو تطبیق، ماشومان له خطرناکو ناروغیو څخه خوندي کولی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هم ویلي چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو یوازنیو دوو هېوادونو څخه یو دی چې د پولیو ویروس پکې په بومي ډول پاتې دی.





