۸صبح، کابل: «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ ویلي چې د څو واکسینونو د چټک تطبیق کمپاین (MAAC) کورنیو ته فرصت دی څو ماشومان د عمر او روغتیايي وضعیت له مخې ټول اړین واکسینونه ترلاسه کړي.
نوموړي بنسټ دوشنبه د زمري پر ۱۲مه په اېکس کې لیکي چې کورنۍ کولی شي د دغه کمپاین په لړ کې د خپلو ماشومانو پاتې واکسینونه بشپړ کړي.
«له پولیو پاک افغانستان» بنسټ له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان د واکسین په مرسته د مخنیوي وړ ناروغیو له ګواښه خوندي کړي.
د څو واکسینونو د چټک تطبیق کمپاین (MAAC) د هغو ماشومانو د واکسینولو لپاره پلي کېږي چې د هر لامل له کبله یې اړین واکسینونه نه وي ترلاسه کړي یا یې واکسیناسیون نیمګړې پاتې شوې وي.





