۸صبح، کابل: «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ په منظم ډول د ماشومانو پر واکسینولو ټينګار کړی او ویلې یې دي چې منظم واکسیناسیون د ماشومانو د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.
دغه بنسټ سهشنبه د وږي پر ۱۰مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې ماشومان دې له زېږېدو تر پنځه کلنۍ پورې په منظم ډول واکسین شي.
یاد بنسټ زیاته کړې چې په هر پړاو کې د ماشومانو واکسینول د هغوی د بدن له دفاعي سیسټم سره مرسته کوي.
نوموړي بنسټ په وار وار له کورنیو غوښتي چې په ټاکلي وخت کې خپل ماشومان واکسین کړي او د واکسیناسیون له کمپاینونو ګټه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د عامې روغتیا ریاست مسوولانو ویلي و چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.





