۸صبح، کابل: «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ ویلي چې هېڅ ماشوم دې د پولیو ناروغۍ له کبله نه معلولېږي او د دغه ویروس له پراخېدو د مخینوي لپاره د ماشومانو واکسینول اړین دي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د تلې پر ۸مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې پولیو ویروس په هر عمر کې له یوه کسه بل ته لېږدول کېدی شي.
یاد بنسټ له خلکو غوښتي چې د سفر پر مهال که په هر عمر کې وي، واکسین وکړي څو د پولیو ویروس له پراخېدو مخنیوی وشي.
له پولیو پاک افغانستان بنسټ ټينګار کړی چې واکسیناسیون د پولیو ویروس په مخنیوي او د ماشومانو د معلولیت خطر په کمېدو کې مهمه ونډه ولري.
دغه بنسټ تل د واکسیناسیون په پروګرامونو کې له خلکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.





