۸صبح، کابل: «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ ټينګار کړی چې روغ ماشومان د یوې ځواکمنې ټولنې بنسټ دی او اړین واکسینونه یې د خطرناکو ناروغیو پر وړاندې خوندي کوي.
نوموړي بنسټ سهشنبه د چنګاښ پر ۳۰مه په اېکس کې لیکلي چې روغ ماشومان یوازې ځان او کورنۍ ته ارزښت نه لري، بلکې د ټولې ټولنې مهمه پانګه ګڼل کېږي.
یاد بنسټ له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشومانو ټول اړین واکسینونه تطبیق کړي څو هغوی د مخنیوي وړ ناروغیو پر وړاندې خوندي پاتې شي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د ماشومانو له روغتیا ساتنه، د هغوی د سالمې ودې لاره چاره برابروي او وخت ورکوي چې په راتلونکې کې د یوې پیاوړې ټولنې په جوړولو کې ونډه واخلي.
افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې لا هم پولیو ویروس پکې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.





