د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان له واک څخه له ګوښه کېدو شپږ میاشتې وروسته، خپل پلویان پراخو لاریونونو ته رابللي دي.
الجزیرې رپوټ ورکړی چې د عمران خان په مشرۍ دا اعتراضونه جمعه د اکتوبر په ۲۸مه له لاهور ښار څخه پيل او ددې هېواد د پلازمیني اسلام آباد په لور روان دي.
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان ددغو اعتراضونو د ترسره کولو موخه په نوموړي هېواد کې له وخته مخکې ټاکنو ترسره کولو بللي دي.
که څه هم زیات شمېر پولیس د اعتراضونو پر ۲۶۰ کیلومترۍ لاره ګمارل شوي، عمران خان په اسلام آباد کې د هغه پلویانو ته د غونډې ترسره کولو اجازې ورکولو غوښتنه هم کړې ده.
د پاکستان مخکیني لومړي وزیر ډاډ ورکړی چې اعتراضونه به د دولت سرو کرښو ته داخل نه شي او په هغو سیمو کې به ترسره شي چې د محکمې له خوا ورته ټاکل شوې دي.
د پاکستان مرکزي دولت هم خبرداری ورکړی له ټاکل شوې لارې د اعتراضونو هر ډول سرغړونه به د پولیسو له غبرګون سره مخ شي.
په پاکستان کې له وخته وړاندې ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د عمران خان د پلویانو له لوري دا اعتراضونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دې هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف دولت په راتلونکي میلادي کال کې په ټاکلي وخت د انتخاباتو د ترسره کولو ژمنه کړې ده.