• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کمزوری انټرنېټ او بېوزلي؛ په لرې پرتو سیمو کې د نجونو د انلاین زده‌کړو پر وړاندې خنډونه

۸صبح ۸صبح
۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794934933]
Pexels + AFP

Pexels + AFP

د افغان نجونو او ښځو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته، انلاین زده‌کړې د ځینو نجونو او ښځو لپاره د زده‌کړو د دوام یوه لار ګرځېدلې؛ خو دا فرصت هم په لرې پرتو سیمو کې له جدي خنډ سره مخ دی. د ثابت انټرنېټ نشتوالی، د انټرنېټي کڅوړو لوړ لګښت، د تخنیکي وسایلو کمښت او اقتصادي ستونزې، انلاین زده‌کړو ته د نجونو لاسرسی سخت کړی دی. سربېره پر دې، د کورنیو مخالفت او ټولنیزو محدودیتونو یې هم ستونزې ډېرې کړې او د ځینو نجونو لپاره یې د زده‌کړو دوام له ننګونو سره مخ کړی دی.

د هغو نجونو لپاره چې په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي، کله کله انلاین ټولګیو ته لاسرسی ښوونځي ته تر تګ هم سخت وي. ځینې یې د انټرنېټ لپاره مجبوره دي له کورونو ووځي او ساعتونه په سړو او واورو کې د غونډیو پر سر کېني، څو وتوانېږي په انلاین ټولګیو کې ګډون وکړي. ځینې نورې بیا د انلاین ازموینو لپاره ګاونډیو کلیو ته ځي؛ ځکه په سیمو کې یا انټرنېټ ته لاسرسی نه لري یا کمزوری وي.

د دایکندي د اشترلي ولسوالۍ د شیلان کورګه کلي اوسېدونکې پرستو افغان له هغو نجونو ده چې په انلاین ټولګیو کې د ګډون لپاره مجبوره ده یوې غونډۍ ته پورته شي. پرستو وايي: «ښايي باور مو ونه شي، خو په هغه ځای کې چې موږ ژوند کوو، ان د نوکیا پر ساده او کوچنیو موبایلونو هم په سختۍ اړیکه نیسو؛ ځيرک موبایلونه خو پرېږده چې له انټرنېټ سره د نښلېدو لپاره ورته اړتیا لرو. د دې لپاره چې وتوانېږم په درسونو کې ګډون وکړم، له لسو تر پنځلسو دقیقو پلی مزل کوم او له کوره بهر یوې داسې سیمې ته ځم چې د غونډۍ پر سر ده او انټرنېټ کار کوي. د ټولګي د وخت له مخې، کله کله له یوه تر یو نیم ساعت پورې په سړه هوا کې پر هماغې غونډۍ کېنم، څو وکړای شم درسونه واورم او له زده‌کړو پاتې نه شم.»

د پرستو لپاره انټرنېټ ته د لاسرسي ستونزه یوازې د لارې په وهلو او پر غونډۍ تر کېناستلو محدوده نه ده. د دایکندي سوړ او واورین ژمی، په لاره کې وحشي ژوي او له کوره د وتلو پر مهال د امنیت په اړه اندېښنې هغه ستونزې دي چې نوموړې په انلاین ټولګیو کې د ګډون پر مهال ورسره مخ ده.

هغه وايي: «په هغه ځای کې چې موږ ژوند کوو، ژمی ډېر سوړ او واورین وي. کله کله یو متر او ان ډېره واوره وي. په داسې شرایطو کې مې اندېښنه وي چې د انټرنېټ له کبله په واوره کې بنده نه شم یا مې موبایل بند نه شي. په اوړي کې هم په کوڅو کې د ژوو ګرځېدل او پر نشه‌يي توکو روږدي هغه څه دي چې د زده‌کړو لپاره له کوره د وتلو پر مهال ترې وېرېږم.»

پرستو زیاتوي چې ډېری مهال کمزوری انټرنېټ د دې لامل شوی چې د سیمینار د وړاندې کولو یا په ټولګي کې د ګډون پر مهال یې له استادانو او ټولګیوالو سره اړیکه پرې شي. د نوموړې په خبره، کله کله د استاد غږ نه شي اورېدای، د سکرین شریکولو له لارې وړاندې کېدونکي درسي مطالب نه شي لیدلی او په ځینو مواردو کې د کمزورې شبکې له امله له ټولګي وځي.

هغه وايي: «څو وارې داسې پېښ شوي چې د سیمینار د وړاندې کولو پر مهال مې ناڅاپه موبایل بند یا انټرنېټ پرې شوی وي. کله د استاد غږ نه اورم، کله د مضمونونو سکرین نه شم لیدلی او څو وارې د کمزوري انټرنېټ له امله له ټولګي وتلې یم. د ازموینو په ورځو کې هم مجبوره یم بل کلي ته لاړه شم چې زموږ له ځایه شاوخوا نیم ساعت لرې دی. که څه هم د هغه کلي انټرنېټ هم چندان ښه نه دی، خو بله چاره نه لرم. څو وارې د ازموینې پر مهال انټرنېټ کمزوری شوی او هغه ځوابونه چې ما لیکلي، له منځه تللي او بیا مې هم د وخت له محدودیت او فشار سربېره بېرته له سره لیکلي.»

له دغو ټولو ننګونو سربېره هم پرستو له زده‌کړو لاس نه دی اخیستی. هغه وايي، نه غواړي د ژوند د سختو شرایطو له امله له خپلو درسونو پاتې شي او هڅه کوي له هر هغه فرصته چې لري یې، په ګټنې خپلې زده‌کړې روانې وساتي. نوموړې زیاتوي: «له دغو ټولو ننګونو سره سره نه غواړم شرایطو ته تسلیمه شم. که څه هم وضعیت سخت او ستونزمن دی، خو بیا هم زده‌کړې کوم او نه تسلیمېږم. مجبوره یو هڅه وکړو، څو له زده‌کړو پاتې نه شو.»

د کمزورو مخابراتي شبکو ترڅنګ، د انټرنېټ لوړ لګښت هم د هغو نجونو لپاره جدي ننګونه ده چې غواړي د انلاین زده‌کړو له لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. د هغو کورنیو لپاره چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د انټرنېټي کڅوړو د لګښتونو ورکول هم سخت دي. په داسې شرایطو کې چې انلاین زده‌کړې د نجونو د زده‌کړو د دوام لپاره یو فرصت دی، ځینو ته په نه ترلاسه کېدونکي امکان بدلې شوې دي.

د تخار د چاه اب ولسوالۍ اوسېدونکې مبینه یعقوبي د طالبانو له واکمنېدو وړاندې د لسم ټولګي زده‌کوونکې وه. د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، هغې لنډه موده د خپلې مور د ګرځنده مبایل په مرسته انلاین زده‌کړې پیل کړې؛ خو د کورنۍ اقتصادي ستونزې او د انټرنېټ لوړ لګښت د دې لامل شو چې ونه توانېږي زده‌کړو ته دوام ورکړي.

مبینه وايي، یوازې څو اوونۍ یې د انټرنېټ له لارې زده‌کړې وکړې؛ خو وروسته د کورنۍ د اقتصادي ستونزو، د انټرنېټ لګښت او د اړینو امکاناتو د نه برابرېدو له امله مجبوره شوه له زده‌کړو لاس واخلي. نوموړې زیاتوي، له زده‌کړو محرومیت یې روان اغېزمن کړی او ډېرې سختې ورځې یې تېرې کړې دي. هغه وايي: «کله چې مجبوره شوم نور درس ونه وایم، رښتیا هم راته ډېره سخته وه. نه پوهېدم څه وکړم او څنګه دا وضعیت ومنم. زه په داسې کورنۍ کې ژوند کوم چې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ ده او همدې مې د زده‌کړو پر دوام ناوړه اغېز کړی دی»

مبینه زیاتوي چې په هغو ورځو کې یې ځان له هغو نجونو سره پرتله کاوه چې په نورو هېوادونو کې زده‌کړو ته لاسرسی لري. دغې پرتلې پرې اغېز کړی او له ډېر کړاو سره یې مخ کړې وه. هغه وايي: «څو وارې مې له ځان سره فکر کړی چې ولې په نورو هېوادونو کې نجونې کولی شي بې له اندېښنې ښوونځي او پوهنتون ته لاړې شي او خپله راتلونکې جوړوي، خو موږ له داسې فرصته محرومې یو؟ ما هم هیله لرله چې زده‌کړې وکړم، پوهنتون ته لاړه شم او هغه راتلونکې جوړه کړم چې په ذهن کې مې انځور کړې وه؛ خو اوس ان د ښوونځي د دوام فرصت هم نه لرم.»

مبینه وايي، په وار وار یې هیله کړې چې کاشکې یې د انلاین زده‌کړو د دوام لپاره اړین امکانات لرلی، څو لږ تر لږه له همدې لارې خپلو درسونو ته دوام ورکړي او ښوونځی بشپړ کړي. خو اقتصادي ستونزو او مناسبو انټرنېټي اسانتیاوو ته نه لاسرسي ترې دا چانس هم اخیستی. هغه وايي: «کله به مې چې اورېدل ځینې نجونې په انلاین بڼه زده‌کړې کوي، له ځان سره به مې ویل چې که ما هم د انټرنېټ لګښت او اړینې اسانتیاوې لرلی، خپلو درسونو ته به مې دوام ورکړی و او د ښوونځي دوره به مې بشپړه کړې وای.»

د وخت په تېرېدو، د زده‌کړو د بیا پیلولو لپاره د مبینې هڅو کومه پایله نه ده ورکړې. هغه وايي، له زده‌کړو محرومیت یې هیلې له منځه نه دي وړې او لا هم د داسې فرصت په تمه ده چې بېرته زده‌کړو ته مخه کړي. نوموړې زیاتوي: «ما د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو له بده مرغه بریالۍ نه شوم. د هغو ورځو زغمل راته ډېر سخت و او ډېرې سختې ورځې مې تېرې کړې. بیا هم هیله لرم چې یوه ورځ به داسې لار ومومم چې بېرته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم او خپلو هیلو ته ورسېږم.»

اقتصادي ستونزې او کمزوری انټرنېټ د انلاین زده‌کړو یوازیني خنډونه نه دي. ځینې کورنۍ نه غواړي چې لوڼې یې ځيرک مبایلونه او انټرنېټ ته لاسرسی ولري. ځینې کورنۍ د نجونو انلاین زده‌کړې اړینې نه ګڼي او ان په ځینو مواردو کې ورته د ګرځنده مبایل یا شخصي سیمکارت سره مخالفت کوي.

د یوه انلاین پوهنتون د شپږم سیمسټر محصله زهرا له هغو نجونو ده چې د زده‌کړو د دوام لپاره د خپلې کورنۍ له جدي مخالفت سره مخ شوې ده. نوموړې د طالبانو له واکمنېدو مخکې د حقوقو په پوهنځي کې زده‌کړې پیل کړې وې؛ خو د پوهنتونونو له تړل کېدو او د ښځو له کورناستۍ وروسته له ګڼو رواني او جسمي ستونزو سره مخ شوه. زهرا وايي، له زده‌کړو محرومیت او کورناستی پرې سخت رواني فشار راوړی و، ان تر دې چې جسمي روغتیا یې هم اغېزمنه شوې وه. هغه وايي: «کورناستۍ او له زده‌کړو محرومیت راباندې رواني او جسمي اغېز وکړ. ډېرې سختې ورځې مې تېرې کړې. دومره رواني فشار راباندې و چې کله کله به مې زنګونونو درد کاوه او سم به نه شوم تللی. په ۹۰ ورځو کې مې ډېر وزن کم کړ. رواني وضعیت مې دومره خراب شوی و چې ان د اعصابو درمل مې هم کارول.»

له دغو ټولو ستونزو سربېره هم د زهرا کورنۍ نه غوښتل چې هغې ته د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړي. د نوموړې په خبره، د کورنۍ غړو یې باور درلود چې ناواده شوې نجونې دې ګرځنده مبایل نه لري او انلاین زده‌کړې هم ورته کومه ګټه نه رسوي. زهرا د دې لپاره چې کورنۍ قانع کړي، ان مجبوره شوې وه ورته وښيي، هغه انلاین پوهنتون چې نوموړې پکې زده‌کړې کوي، یوازې د نجونو لپاره دی او استادانې او محصلانې یې ټولې ښځې دي. هغه وايي: «له دغو ټولو ستونزو سره سره مې کورنۍ نه غوښتل د زده‌کړو د دوام اجازه راکړي. هغوی لا هم پر خپلو باورونو ټینګار کاوه او په دې عقیده و چې نجلۍ دې موبایل ونه لري او د نجونو انلاین زده‌کړې هېڅ ګټه نه لري او دا یوازې د وخت ضایع کول دي.»

ایران او جرمني ته د زهرا د دوو وروڼو له تګ وروسته، نوموړې له هغه فرصته ګټه واخیسته چې کورنۍ یې له هغوی سره د اړیکو لپاره د یوه ګرځنده مبایل د پېرلو په موخه برابر کړی و. په دې سره، نوموړې په ډېرو ستونزو وتوانېده خپلې انلاین زده‌کړې پیل کړي. د مبایل له پېرلو وروسته هم هغې ته د شخصي سیمکارت د لرلو اجازه نه وه.

د زده‌کړو دوام لا هم زهرا ته له اقتصادي ستونزو سره مل ده. نوموړې وايي، د انلاین زده‌کړو د شپږو سیمسټرونو په اوږدو کې یې کورنۍ ان د انټرنېټي کڅوړې لپاره یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې. له همدې امله، هغې د انټرنېټ او نورو لګښتونو د برابرولو لپاره خیاطۍ ته مخه کړې ده. زهرا وايي: «د انټرنېټ ټول لګښتونه خپله برابروم. خیاطي کوم؛ داسې چې که د کار خاوند معاش راکړي، په اوونۍ کې شاوخوا ۱۵۰ افغانۍ ترلاسه کوم. البته هغه هم کله معاش راکوي او کله نه. سربېره پر دې، ګنډل کوم، څو د انټرنېټ او نورو لګښتونو پیسې برابرې کړم. ان که په یوه میاشت کې د انټرنېټ لګښت د برابرولو وس ونه لرم، داسې څوک نه وي چې یوه افغانۍ ترې پور کړم او انټرنېټي کڅوړه فعاله کړم.»

له دغو ټولو ننګونو سربېره هم زهرا وايي، نه غواړي د اقتصادي ستونزو او د کورنۍ د مخالفت له امله له زده‌کړو لاس واخلي. هغه هڅه کوي د ګنډلو له لارې د ترلاسه کېدونکي لږ عاید په مرسته د زده‌کړو لګښتونه برابر کړي او خپلو تحصیلاتو ته دوام ورکړي.

د دغو ستونزو ترڅنګ، د تحصیلي راتلونکې ناڅرګندتیا او د انلاین پوهنتونونو د اسنادو او تحصیلي سندونو اعتبار ض‍بله اندېښنه ده چې ځينې محصلې نجونې ورسره مخ دي. هغوی نه پوهېږي چې د زده‌کړو له بشپړېدو وروسته به یې اسناد په رسمیت وپېژندل شي که نه او وبه توانېږي له هغو مهارتونو چې ترلاسه کړي یې دي، د کار موندلو لپاره به ترې ګټه واخلي که نه.

دریا د یوه انلاین پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي په څلورم سیمسټر کې زده‌کړې کوي. هغه وايي، د راتلونکي ناڅرګندتیا او د هڅو د پایلو په اړه اندېښنو د هغې او ډېرو نورو نجونو انګېزه کمزورې کړې ده. دریا وايي: «د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدو رښتیا هم ډېر سخت و. موږ هم د هر بل انسان په څېر هیلې او ارمانونه لرو؛ غواړو زده‌کړې وکړو، پرمختګ وکړو او د راتلونکې په اړه خپله پرېکړه وکړو؛ خو کله چې کلونه په تیاره او ناڅرګندتیا کې تېرېږي او نه پوهېږو چې څه مهال به بېرته علمي چاپېریال ته ستنې شو، بې‌برخلیکه او ناڅرګنده راتلونکې رښتیا هم ستړی کوونکې وي.»

نوموړې زیاتوي، له ټولو ستونزو سربېره هم انلاین زده‌کړو ته دوام ورکوي؛ خو د زده‌کړو دا ډول د حضوري زده‌کړو بشپړ بدیل نه شي کېدای. د دریا په خبره، سخت اقتصادي شرایط او د ښځو لپاره د کاري فرصتونو محدودیت هم د دې لامل شوی چې د انټرنېټ له لارې د زده‌کړو دوام له ډېرو اندېښنو سره مل وي.

هغه وايي: «کله کله له ځانه پوښتم چې ایا دا هڅې به کله پایله ورکړي که نه؟ ایا کله به دا فرصت ولرو له هغې پوهې چې د انلاین زده‌کړو له لارې مو ترلاسه کړې، ګټه واخلو که نه؟ دا رښتیا هم اندېښمنونکې ده. کله کله له ځان سره فکر کوم چې ښايي د انلاین درسونو دوام کومه ګټه ونه لري؛ ځکه له ټولو ستونزو او هڅو سره سره، د تحصیلي راتلونکې ناڅرګندتیا ستړې او ناهیلې کړې یم. خو بیا له ځان سره وایم، که همدا هم پرېږدم، راتلونکي لپاره به څه پاتې شي؟ له همدې امله، له ټولو ستونزو او ناهیلۍ سربېره مجبوره یو زده‌کړو ته دوام ورکړو؛ ځکه بله لار راپاتې نه ده.»

د دریا اندېښنه یوازې د انلاین زده‌کړو تر ننګونو محدوده نه ده. هغه نه پوهېږي چې د دغې دورې په پای کې به یې ترلاسه کېدونکی تحصیلي سند یې څومره اعتبار ولري او وبه توانېږي په مرسته به یې د کار بازار ته لار پیدا کړي که نه. نوموړې وايي: «دا زده‌کړې به رښتیا هم کومه ګټه ولري؟ ایا د انلاین پوهنتونونو اسناد به د حضوري زده‌کړو د اسنادو په څېر اعتبار لري؟ ایا د دې دورې په پای کې به راته کوم تحصیلي سند راکړل شي؟ ایا یو ورځ به د همدې سند په مرسته دنده ترلاسه کړای شم؟ په ټوله کې، کله چې هر څه ناڅرګند او نامعلوم وي، انرژي او انګېزه له منځه ځي. انسان په یو مسیر کې هڅې کوي؛ خو نه توانېږي په پوره ځواک مخکې لاړ شي، ځکه نه پوهېږي چې پایله به یې څه وي.»

دریا وايي چې له زده‌کړو محرومیت یوازې د تحصیلي فرصتونو د له لاسه ورکولو مانا نه لري؛ بلکې له نجونو وخت او د ژوند مهم پړاو هم اخلي. نوموړې ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه او نړیوال بنسټونه دې د پرلپسې اعلامیو پر ځای له زده‌کړو د نجونو د محرومیت د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

نوموړې زیاتوي: «هغه څه چې رښتیا هم نه جبرانېدونکی دي، وخت دی. ښايي له کلونو وروسته طالبان لاړ شي او ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېستل شي؛ خو هغه نجونې چې نن څوارلس کلنې شوې، بیا به هېڅلکه څوارلس کلنې نه شي. ماشومتوب او پیغلتوب چې له موږ اخیستل کېږي، نور د جبران وړ نه دی. دردونکې دا ده چې پوهېږو وخت تېرېږي؛ خو موږ په ژوند کې درېدلې پاتې یو. ولې موږ د پالیسو قرباني شو؟ ګناه مو څه ده چې له یوه معمولي ژونده، د زده‌کړو له حقه، د انتخاب له حقه او د خپلې راتلونکې لپاره د پرېکړو له حقه محرومې شوې یو؟ موږ یوازې غواړو زده‌کړې وکړو، پرمختګ وکړو، د خپلې راتلونکې لپاره پرېکړه وکړو او د نورو انسانانو په څېر ژوند وکړو. ایا دا غوښتنې ډېرې دي؟»

د انلاین زده‌کړو ترڅنګ په کلیوالو سیمو کې راډیویي ښوونیزې خپرونې هم د نجونو د زده‌کړو یو بدیل ګڼل کېږي. د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۲۲مه د شریف اکرم په قلم په خپاره کړي راپور کې په کلیوالو سیمو کې د نجونو لپاره د زده‌کړو دوام ارزولی دی. په راپور کې راغلي چې ښوونیزې راډیويي خپرونې د کم لګښت او اسان لاسرسي له کبله په لرې پرتو کلیوالو او محافظه کارو سیمو کې د نجونو لپاره د زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړې ده. بیا هم دا بڼه د زده‌کړو د کیفیت، لاسرسي او تحصیلي اعتبار له اړخه له محدودیتونو سره مخ ده او د رسمي زده‌کړو ځایناستی نه شي کېدای.

په داسې شرایطو کې بیا د غوره او ارزانه انټرنېټ برابرول، له زده‌کوونکو نجونو او محصلانو سره مالي مرسته، ښوونیزو وسایلو ته لاسرسی او د انلاین پوهنتونونو د اسنادو په رسمیت پېژندل کولی شي د شته ستونزو یوه برخه کمه کړي. سربېره پر دې هم دا په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د حضوري زده‌کړو ځای نه شي ډکولی.

د دغو نجونو غوښتنه یوازې انټرنېټ ته لاسرسی یا په انلاین ټولګیو کې ګډون نه دی. هغوی غواړي د نورو په څېر ښوونځي او پوهنتون ته لاړې شي، په ازاده توګه زده‌کړې وکړي، مهارتونه زده کړي او د راتلونکې په اړه خپله پرېکړه وکړي. دا هغه غوښتنه ده چې د هر کال په تېرېدو او له زده‌کړو د محرومیت دوام یې پوره کېدا د ډېرو نجونو لپاره سختېږي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ریچارډ لینډسي په پاکستان کې د طالبانو له سفیر سره وکتل
خبرونه

ریچارډ لینډسي په پاکستان کې د طالبانو له سفیر سره وکتل

۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794933606]
د عمان، ایران او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر سیمه‌ییزو تحولاتو خبرې وکړې
بهرني خبرونه

د عمان، ایران او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر سیمه‌ییزو تحولاتو خبرې وکړې

۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794929832]
د خوړو نړیوال پروګرام په روژې میاشت کې له اړمنو کورنیو سره پر مرستې ټینګار وکړ
ټولنه

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794929356]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.