۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي په اسلاماباد کې د طالبانو له سفیر سردار احمد شکیب سره کتلي دي.
شکیب سهشنبه د لړم پر ۲۶مه ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او بریتانیا پر اړیکو او سیمهییزو تحولاتو خبرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې دواړو د سیمهییز ثبات د پیاوړتیا لپاره د ډيپلوماتیکو خبرو پر رول ټینګار کړی دی.
لینډسي له دې مخکې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره د افغانستان پر پرمختګونو او سیمهییز ثبات خبرې کړې وې.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ویلي و چې لندن د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره هڅې کوي.






