[author title=” محمد اصف ننگ” image=”https://8am.media/ps/wp-content/uploads/۲۰۲۱/۰۳/۸۹۰-۱.jpg”]د اقتصاد خپرندوى تحقيقاتى بنسټ مشر، د لغمان او فراه پخوانى والي[/author]
تر دې دمه د مذاکراتو لړۍ له ټاکلو سناريوگانو سره سمه روانه ده، په دې سناريوي کې څلور مرحلې د پيشبينۍ او تعقيب وړ وي، جدي اراده وجود لري چې د سولې روان بهير به پر مخ ځي او د شاتگ لپاره يې له هيڅ اړخ سره انگېزه او گنجايش نشته.
- د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې تړون د افغاني سولې د پيش زمينې په توگه د بين الافغاني خبرو لپاره اساس جوړ کړ او بيا د بين الافغاني خبرو لپاره د افغانستان دولت د حسن نيت او اعتماد سازۍ لپاره لازمې کړنې ترسره کړې، د طالبانو څه د پاسه شپږ زره بنديان يې له بنديخانو خلاص کړې، د سولې وزارت او د مصالحې د شورا ايجاد او بيا مرکچې پلاوي ټاکل او عملاً يې قطر ته استول تر ټول لوى گامونه و چې واخيستل شول، په مقدماتي مراحلو کې د مرکچي پلاو ترمينځ د طرزالعمل پر سره پريکړه د دې مرحلې تکميل بلل کيږي، اما کيداى شي يوځل بيا له نسبي ترميماتو سره دغه کړنلاره يا طرزالعمل بشپړ او پر بعدي مرحلې (دمخامخ مذاکراتو او اساسي اجنداوو پر سر بحث) عملاً پيل شي.
- دويمه مرحله د مذاکراتو دوام او پر اجنداوو بحث، چې اوس اوس به شروع کيږي او دا به تر ټولو سخته مرحله وي.
- دريمه مرحله د سولې جوړونې (صلح سازى) چې د مصالحې د عالې شورا او هم د طالبانو د اړخ د مصالحې د گروپ عمده کاري برخه تشکيلوي، دا مرحله د طرفينو گډ کار، گډ کميسيون او گډ نظارت او گډ سازنده فعاليت ته ضرورت لري، منجمله د داخلې اجماع ايجاد او توسعه، د سيمه ييزه اجماع او نړيوالې اجماع ايجاد او ملاتړ، دغه مرحله د نړۍ بې سارې مادي او مالې ملاتړ ته ضرورت لري، همدارنگه پدې مرحله د ملگرو ملتونو د سازمان او اسلامي هيوادونو د سوله ساتي ځواکونو وساطت او د سيمه ييزه اجماع پخلا ساتل ډېر ضروري او حتمي ماموريت بلل کيږي. په همدې مرحله کې به د اسيرانو د خلاصون، عدالتي مصئونيت، متقابل تحمل، سياسي حوصله، سالمه مثبته فکري فضا ايجادول او له شکننده عواملو اجتناب به خامخا شرط وي.
- او بيا څلورمه مرحله، د پايداره سولې لپاره عملي گامونه اخيستل، پدې وروستۍ مرحله کې به دواړو طرفينو د مذاکراتو له پريکړو سره سم، د دايمي ثبات لپاره د لارې نقشه جوړه کړې وي او پر تطبيقاتو به يې کار کيږي، يعني د عادلانه، سراسري، سري او عام شموله انتخاباتو له لارې د زعامت ټاکل، لازمي تقنيني چارو ته رسيدگى او بيا د قانون د حاکميت او د قانون د دولت تر چتر لاندې د افغانستان د پرمختګ او سوکالې چارې سمبالول.
لومړۍ مرحله يا مقدماتي پړاو (پر طرز العملونو اتفاق ته رسيدل)، دا مرحله په مناسبه فضا او نسبتاً صميمانه توگه پاى ته ورسيده، اما د امريکا لخوا له طالبانو سره د دوحې د تړون بياکتنه او د جنگ په جبهي کې بى سارۍ شدت د دې سبب شوى چې طرفين مذاکراتو ته په نه زړه ور ننوزي، له پلان سره سم د روان ٢٠٢١ کال د جنورې پر ٥مې نېټي بايد بين الافغاني مذاکرات پيل شوې واى، خو د يوې مياشتې په تيريدو سره د طالبانو له اړخ ځانگړې دلچسپي نه ليدل کيږي، که څه هم د طرفينو د تماس کميټي خپلې ناستې پيل کړې، اما تر څو چې د جوبايدن د حکومت له لورې د جنوب آسيا او بيا د افغانستان په اړه دريځ واضح نشي امکان يې نه ځي چې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره طرفين زړه ښه کړې. که چيرې د امريکا نوى اداره د دوحې د تړون په هکله تعديلې يا ترميمي طرحې ولرې، نو بيا خو طبيعي ده چې د مذاکراتو په طرزالعمل، د مذاکراتو پر فارمټ او د منازعې د حل په هکله يو مقدار نوي کارونه په کاري لست کې شامل کيداى شي، خداى دې وکړې چې دا هرڅه ترميمي او سازنده طى شي، خو که خداى مکړه را روان بدلونونه د طالب روان او را شامل شوى جريان خفه کړې نو بيا د جگړو تسلسل ادامه مومي، اميد لرو هغه حد ته دغه پرمختگ په شاتگ ونکړې.
د بين الافغاني مذاکراتو حاد اړخونه
- تر ټول حاده موضوع د مذاکراتو لپاره د اجنداوو تعين يا د لومړيتوب وړ فهرست ترتيبول: د طالبانو هيله او توقع دا ده چې چون د دوحې تړون د خبرو اساس تشکيلوي يعنې، د (نوي اسلامي حکومت) پر تشکيلاتو او عملي کيدو بحث به لومړنې اجندا وي، د پاتې جنگي اسيرانو بشپړ يا اکثريت طالب غړو خلاصون، د واک او اقتدار د مسالمت آميزه انتقال پر ميتودونو او کړنلارو بحث، د انتقالي عدالت بحث، د خارجيانو بشپړ وتل، له دوى سره د اړيکو حدود، د طالب جنگيالو د سرنوشت بحث او د اقتدار د انتقال لپاره پر عبوري کړنلارې يا انتقالې ادارې بحث به په اجنداوو کې لومړيتوب ولري.
- ديخوا ته د افغانستان دولت او نړيوال متحدين يې لکه څنگه چې يې د ١٣٨٨ کال د لندن کنفرانس په تسلسل کې دا ترجيح او حرص درلود، چې طالبان دې له موجوده سياسي پروسې سره ادغام شي، بخصوص معتدل طالبان، دوى دې موجوده ساختارونه او تسلسل نه زيانمنوي، يعني د (اغيزناک مشارکت او مثبت انضمام) له لارې دې د سولې بهير نتيجې ته ورسول شي، پر جگړې د غلبې دغه لاره تر ټولو غوره فورموله وه خو د کم اهتمام او داخلې سياستونو په سبب دغه پروسه کاميابه او عملي نشوه. اوس هم منطقي لاره همدا ده او ښايي دولت پرې تر پاى ټېنگ پاتي شي، تر څو ټول طالبان له جګړې لاس واخلې او په سياسي پروسه کې خپل برخليک وټاکې، دا دوه آروزو گانې به د اجنداوو د تعين او خبرو د تاخير سبب شي.
- تر مذاکراتو مخکې فضا او ميداني واقعيتونه: د جنگ او منازعې په هکله د طرفينو ليدلورۍ ډېر متفاوت دى، نو په همدې اساس به د سولې په هکله د طرفينو مباحث هم سخت او غير صميمانه وي.
- د سيمه ييزه لوبغاړو او د طالبانو د جنگي جبهې عقبه هم خپل مشکلات لري، هغوى چې پر طالبانو اثر او رسوخ لري، کم له کمه د افغانستان مسئلې ته د خپلو نيابتي سياليو او نيابتي منفعتونو له عينکو گوري، دوى تلاش کوي چې خپل سيالان په همدې مذاکراتو کې مات يا تضعيف کړې، آسانه نده چې ايران دې زمونږ په قضيه کې د امريکا حضور او ورسره سياسي رقابت له پامه وغورځوي، په همدې توگه د هند او پاکستان او… نورې سيمه ييزه سيالۍ او مرموزه نيابتي کشمکشونه بې اغيزې وي، دلته نو د اجنداوو په تعين کې دغه (بد لوبغاړې) خامخا خپل فرمايش تداعي کوي او کيداى شي د سولې مذاکرات له نويو ناسنجيده بن بنستونو سره مخامخ کړې.
- د جګړو شدت او تداوم هغه څه دى چې عملاً باعث شوې چې د طرفينو ترمينځ اعتماد او خوشبينۍ په ادنى حد کې پاته شي
- د مذاکراتو له ميز څخه د بيروني فضا، توقعاتو او هيجاناتو مديريت به هم د طرفينو لپاره سخت ماموريت وي، ځکه چې يو شمېر طرفداران به خپله تنده او ناپخلا ترمينالوژې کاروي، چې احتمالاً د مذاکراتو له پيل سره به دغه تلخ کلامي او تند موقفونه د ميز صميمانه فضا له خوابدۍ او خفگان سره مخامخ کړې، مرکچې پلاوي بايد خپل کاري ماحول له دې مسايلو متاثر نکړې.
- د ٢٠ کلنو ارزښتونو، جمهوريت، امارت، انتخاباتي زعامت او نوى نړۍ په هکله د طالب ديدگاه کاملاً د دولت له ديدگاه سره مخالفه ده، طالبان دغه هرڅه ته د (فساد او اشغال) د پديدو په سترګه گوري، له نړۍ سره د اړيکو په هکله په فکري او هم په ذهني لحاظ د طالبانو جريان سالم نظر نلري، دوى يي د (گناه او وابستگۍ) په تعريفونو کې ځاى کوي او چندان يې علاقمند ندي، معنا دا چې طالبان په موجوده نړيوال کلې Global Village کې د ژوند کولو او له نړيوال نظم او قوانينو پيروي کول يو ذليله حالت بولي
- د طالبانو د سياسي جريان او نظامي جريان ترمينځ په ډېر شدت سره د ديدگاو اختلاف موجود دى، نظامي طالبان د قطر سياسي بهير ته د شک په سترگه گوري، ګويا دا جريان د هوس پرستو او راحت طلبو مشرانو کار دى او دوى د جهاد د دوام علاقمند ندى، ځکه خو د مذاکراتو له پيل تر اوسه د جگړو په ډگر کې د جنگپسنده طالبانو لخوا (نافرمانۍ او شدت) زياته محسوسيږي، پر جنگ د دغو تندلارو طالبانو ټېنگار به په مسلسله توگه مذاکرات له بحران او بن بست سره مواجه کوي.
- بل عمده بن بستزا عامل د دولت او نړيوالې ټولې لخوا د بعدي سناريوگانو نشتون (مثلاً د مشارکت او انضمام لپاره د B پلان، يا په بل عبارت د رغنده مثبت سولې د تطبيق برنامه نه ليدل کيږي). کيداى شي د نړۍ او دولت له لورې د B پلان نشتون د مذاکراتو روان تسلسل له خنډ او بې ميلۍ سره مواجه کړي، دولت او نړيوالو متحدينو ته لازمه ده چې د خپل آيډيال (په سياسي جريان يا نظام کې د طالبانو د مشارکت او انضمام) لپاره خپلې سناريوگانې او پلانونه ولري، چې عجالتاً د ميز تر شا يا د پلانگذارانو پر ميزونو نه ښکاري! بايد دا طرحې په شدت او جديت سره تر کار لاندې ونيسې، د سولې تر مذاکراتو بعدي مرحله بايد په اقتصادي ودې، عمراني برنامو او مثبت اشتغال ډکه شي، د عزتمنده همزيستۍ او تر گډ سياسي چتر لاندې د گډ کار کولو طرحه او…
- همدارنگه د طالبانو له اړخه د يوه مبهم آيډيال، د يوه مبهم! حکومت (نوى اسلامي حکومت) مطرح کول يوه سخته اجندا ده، پدې هکله مقابل طرف يې تشريحات او د ماډل لپاره يې مثال او توضيح غواړې چې په هکله يې هيڅ تشريحي طرحه وجود نلري، نه يې د الامارت په رسمي صفحاتو کې څوک پيدا کولى شي او نه يې هم د ځمکي په کره کې کوم بديل مثال د طالبانو رهبران او مشران ارائه کوي، که داسې وي نو مشکله ده چې طرفين دې يو بل ته تسليم شي. په ذهني لحاظ د اسلامي حکومت موجوديت که عيناً امارت وي نو بيا يي ولې د امارت په نوم يې نه مطرح کوي؟ او که دا کوم بل ډول حکومت وي، نو تشريح خو يې په کار ده، ولس خو قلباً او حضوراً مسلمان دى، اسلام او د اسلام حاکميت غواړې او له موجوده نظام (جمهوري اسلامي) څخه ملاتړ يې پر همدې بنا دى، حکومت کله هم د اسلام د مقدسو احکامو سره په مغايرت کې عمل نشي کولى.
که داسې وي او طرفين د متقابلو ليدلورو په هکله قرابت او شباهت ونلري او مبهم تعاريف وجود ولري نو د اجندا تعين او بيا پرې بحثونه تر ډېره حده په يوه خالي خليج کې د لامبو وهلو په څېر ده، که طرفين واضح سناريوگانې او تشريحي طرحي چې واقعاً موجوده سوله ييز بهير او د افغانستان او سيمې واقعيتونو ته ځوابده وي ونلري نو د اجندا تعين به تر ټولو لوى مشکل وي او بحث کول به پرې عبث وخت وژنه وي.
پدې خاطر چې دغه روغ او نسبتاً سازنده جريان او د مذاکراتو شروع شوى بهير سالم تداوم پيدا کړې او همداسې سازنده انکشاف ورکړى شي، لازمه ده چې د مذاکراتو تر څنگ دولت خپل اساسي ماموريتونه او له سولې سره مربوط فعاليتونه غښتلې کړې تر څو په ولس کې د اميدوارۍ ذهنيت تقويه شي، لکه:
د واقعيتونو په رڼا کې ځيني سپارښتنې
- په هر قيمت چې وې بايد د مذاکراتو روان جريان قطع نشي، د دولت اړخ دې له ټول حکمت بلکې د سولې د اصلي مالک په توگه له ټولو روابطو او امکاناتو په استفادې دې د اجنداوو شروع له متفق عليه، مشترکاتو او ذوالمنفعتين څخه شروع کړې تر څو دا مرحله په يوه تسلسل سره پيل شي. کيداى شي مرکچي پلاوى پر دې نزاکت بهتره پوه وي چې کومو موضوعاتو ته په فهرست کې ځاى ورکړې… اوربند، د چانړيزو عملياتو څخه مخنيوى، له ملکي تلفاتو مخنيوى، د عام المنفعه تاسيساتو حفاظت، له فساد سره گډه مبارزه، له منکراتو او جرايم سره گډ پيکار، قانونيت، د عامه امن او نظم ساتنه، د عدالت تامين، د اساسي حقوقو تامين، اجتماعي مصئونيتونه، له غربت سره مبارزه، د دولتي ساختارنو تقويه، د استقلال او ملي حاکميت موضوعات، له انارشي او تجزيې څخه مخنيوى، د ښه گاونډيتوب پر بنسټ له نړۍ او همسايه گانو سره اړيکي، اقتصادي خودکفايى، د قانون حاکميت، د غښتلې نظام درلودل، د جگړې له مخربه آثارو مخنيوى، د تعليم، صحت او انکشاف په هکله خبري او… داسې ډېر زيات مسايل شته چې عملاً دولت او طالبان پرې متفق دي.
- مذاکرات به کيداى شي مياشتې حتى کلونه ادامه پيدا کړې اما له همدې موقع نه په استفادې دولت ته لازمه ده چې کور د ننه د (ملي وفاق تر منشور لاندې) د نظام د ملاتړ لپاره (سياسي انگيزه) لازياته غښتلې کړې، احزاب او مطرح جريانونه په خپل محوريت راټول کړې، د نظام د اصلي ارکانونو ترميځ د مثبتې فضا پراخول، زغم، تحمل او سياسي مشارکت لازيات پراخ کړې، له وړو نزاکتونو گذشت وکړې او د سليقوي تصاميمو له مخې تجريد کونکې اقدامات ترسره نکړې او هم له عکس العملي کړنو انعطاف او عدول وکړې، دولت بايد د ذهني انزوا حالت په اجماعي حالت بدل کړې، که څه هم د جمهوري رياست له اړخه پدې وروستيو کې دملي اجماع د تقوې هڅې گړندې شوې اما په غټه پيمانه بايد پرمخ لاړه شي او د سياسي مشارکت پر مبنا ناراض گوندونه او سياسيون ورخپل کړې.
- د دولت اړخ ته لازمه ده چې خپله د سولې او پخلاينې ديپلوماسې د سيمه ييزې او نړيوالې اجماع د ايجاد لپاره غښتلې کړې، هغه هيوادونه چې د (نورو) په خاطر خپلې نيابتي لوبې پرمخ وړې او زمونږ فضا يې خړه او خونابه کړې، بايد مونږ د مستقل سياست له مخې دوى د قلب آسيا د سولې او ثبات تر اجندا لاندې متحد او ملاتړې کړو، که جنگ د نورو و خو سوله د افغانانو ده او کاملاً د سيمې د هيوادونو غوښتنه او حياتي ضرورت هم ده چې پدې مهم کې يې د قلب آسيا د سولې شريکان گرځولى شو. دلته نړيوال ائتلاف د سولې او ثبات لپاره په نړيوال اتحاد بايد تبديل شي.
- د ميډيا او مطبوعاتو له لارې د سولې، ملي وفاق او ملې اجماع په هکله د عمومي بسيج ايجاد، د انساني عليا ارزښتونو په هکله همفکري زيږول او د موثره وطني پروپاگنديزو تبليغاتو موج تشديدول يو له هغو مهمو کارونو څخه دې چې له اوس نه پرې کار بايد وشي، د هيجاناتو او توقعاتو سالم مديريت بايد وشي تر څو د هر افغان په سينه کې د سولې د مالکيت احساس تداعي او ترزيق شي.
- دولت ته پکار ده چې خپل انکشافي او زيربنايي فعاليتونه تربل هر وخت زيات کړې، له وخت وژونکو بروکراتو پروسو څخه تر ممکنه حده مخنيوى وشي، همدا مرحله ده چې ولسې پشتوانه بايد پراخه کړې شي، پداسې حال کې چې طالب هيڅ امکانات پدې برخه کې نلري خو په اطرافي ساحاتو کې يې پر ځان د ولس راټولول تشديد کړې، د سرمايې د فرار مخه بايد په جدې توگه ونيول شي، د افغانانو ډېره غټه پانگه او سرمايه د کار د نشتون يا د نامصئونيتۍ له ويرې له هيواده بهر وځي، لدې سره غربت او نارضايتي پراخه شوې، د دې پديدې په هکله جدي کار پکار دى، د زيربنايي چارو تسريع کول او پراخول دې يو مقدار له بروکراتيکو اجرااتو څخه راويستل شي، د ايمرجنسي او انساني خدماتو پر مبنا دې رغنيزه زيربنايى کارونو ته سرعت ورکړل شي، ترڅو د سرمايي د جذب او مصرف زمينه او د کارموندنې فرصتونه پراخ شي.
- نړيوال حضور معناداره کول او د منطقي توجيه او نويو تړونونو له مخې يې نقش تمديدول: په سوله کې د سيمې او نړۍ شريکول بايد په شدت سره تعقيب شي، بايد له ياده ونه باسو چې دلته د امريکا او متحدينو حضور د سپتمبر د يوولسمې حادثې په ملاتړ شکل نيولى، اوس هم نړيوال متحدين او ناټو د امريکا په سترگو دلته پراته دي، نو پکار ده چې نړيوالو حضور او مشارکت د يوه نوى باب او نوى فصل په توگه مجدداً تعريف او تقويه شي، دلته بايد نړيوال حضور (د سوله ساتې، يا حافظ صلح حضور) په حيث شکل ونيسي او مستقيماً د افغانستان د سولې او ثبات پر محور مجدداً تنظيم شي. موقت او هدفمند حضور، د اقتصادي مشارکت حضور، د سوله ساتونکي حضور، نه جنگي حضور د ټولو د قناعت وړ گرځيداى شي. د خاورې او وگړو ساتنه، د قانون حاکميت، له جرمونو سره مبارزه او د ملي ثبات مسووليت نيغ په نيغ د حکومت وظيفه ده او دا نقش بايد مزيداً برجسته او په کامل استقلاليت سره ايفا او ادا شي، تر ډېره حده به جنگيالي او طالبان هم پداسې رغنده نقش قناعت وکړې او له بغاوت به په خودجوشه توگه لاس واخيستل شي.
- د دولت د سيمه ييزه اقتصادي اتصال سياست، يو له بهترينو سياستونو څخه دى چې بايد له پروپوزلونو او آرزوگانو په عملي ډگر کې يې تطبيقي جريان تشديد شي، د ټاپي، ټوټاپ، کاسا ١٠٠٠، د لاجوردو لار، د ابريشم لار، د اوبو ديپلوماسي او حقوقي څرنگوالى او ديته ورته عمده مسايل کولى شي د نظام عملي وزنه او حساب لازيات دروند کړې. د سيمه د هيوادونو د سياسي، تجارتي او اقتصادي مشارکت لپاره بلاحدوده فرصتونه او پوتنسيلونه شته چې هر يوه يې کولى شي زمونږ په اصطلاح رقيب هيوادونه په شريک هيوادونو تبديل کړې.
- تنها د مذاکراتو ميز ټاکونکى نده، د افغانستان سرنوشت بالفعل له نړۍ او سيمې سره غوټه شوى، يواځي دولت ده چې د کمايي او ملاتړ فرصتونه او پوتنسيل لري، د دولت مشروعت تر ټولو لويه پانگه ده چې قانوني او نړيوال اعتبار لري او له دغه وجاهت څخه په پام سره ټوله نړۍ او سيمه د افغانستان د مشروع نظام په لين ولاړ دي، دغه فرصتونه بايد په بالقوه ځواک او د مشروع اقتدار لپاره حکيمانه وکارول شي، که دولت په دغو سپارښتنو عمل وکړې باور لرم چې روان مذاکرات به کله هم له بن بست سره مخامخ نشي، ځکه چې نور متعدده سياسي او اقتصادي ابزار يواځي او يواځي د دولت په لاس کې دي او همدا سبب کيږي چې پر طالب سياسي او فکري فضا تنگه پاتې شي او دوى د ولس، خپلو پيروانو، دولت او نړۍ مشروع غوښتنو او د سولې د مبارک آواز ته لبيک ووايي.
- مطمئن يم چې طالبان د زور او تصرف له لارې نشي کولى سياسي اعتبار پيدا کړې، دوى به همدا د نړيوال کلې ارزښتونه مني او تسليموي به يې، د مذاکراتو روان فرصت تر ټول ډېر د طالب په گټه دى، همدا اوس اوس د سولې د دې نيم بنده جريان برکت دى چې د طالبانو او امريکا ترمينځ د دوحې تړون لاسليک شو، د دوى ٦٠٠٠ بنديان آزاد شول، له تور لست د ايستلو کار يې پيل شوى، د امريکا او متحدينو له لورې يې پر مرکزونو هوايي حملې او چاپې متوقف شوې، د سياسي فعاليتونو او سفرونو آزادۍ يې ترلاسه کړې او د يوه سياسي وزنې په حيث ورسره د قانونمند دولت له اړخه تعامل کيږي او… زما په نظر که دغه فرصتونه له لاسه ووتل نو بيا به يې تر ټولو غټ بايلونکى د ستر ملت ترڅنگ، پخپله طالبان وي، دوى به تر ټول لوى زيان هغه وخت وويني چې دغه طلايي فرصت او د عظيم ملت آرمانونو ته په کمه وگوري.
- طالبان بايد پوه وي چې پدې مذاکراتو کې دوى له امريکا سره نه، بلکې له يوه اوږي او هر دم شهيد ملت سره مخامخ دي، هغه ملت چې د روانو جگړو قربانيان دي او د طالب د روان جنگ تر ټولو لوړ قيمت يې همدا بيچاره ملت ورکوي، هغه ملت چې سولې او سوکالې ته تږى ده او په زړونو کې د هيچا د تورو او فتوحاتو برى نه لمانځي او نه يې د لمانځلو شيمه لري، حقيقي بريا د ولس آواز او هيلو ته لبيک ويل دي.





