۸صبح، کابل: په افغانستان کې د بېکارۍ او بېوزلۍ له زیاتېدو سره هممهاله، په کابل کې مېشت د جرمتو د خلکو ټولنې د خپلو غړو د واده، فاتحې، جنازې، ختم او خیرات او نورو مراسمو پر لګښتونو محدودیتونه لګولي دي.
د دغې ټولنې په خپره شوې پرېکړهلیک کې چې یکشنبه د وږي پر ۱۵مه، ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی، راغلي چې بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو ته په پام سره د ډېرو لګښتونو کول د خلکو په خیر نه دي او د بېوزلۍ او تنګسې د پراخېدو لامل کېږي.
په پرېکړهلیک کې راغلي چې د دغسې مراسمو ترسره کول له شرعي پلوه بد، له ټولنیز پلوه ناوړه او له اقتصادي پلوه له زیانه ډک دي.
د دې قومي ټولنې په پرېکړهلیک کې د فاتحې، د مړي د څلویښتي او کلیزې، واده، د نکریزو شپې، شیرینيخورۍ، له زیارتي مراسمو د راستنېدو، ختم او خیرات او د دې قوم ترمنځ د نورو دودیزو ټولنیزو مراسمو د لګښتونو په اړه مقررات وضع شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې په بیا واکمنېدو سره، په ټولنه کې بېکاري، بېوزلي او فقر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی.





