د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وايي چې له ګرمۍ سره هممهاله، د برېښنا پرچاوي ډېره او په ښار کې هوا ککړه شوې ده. هغوی وايي چې په روان اوړي کې ګرمي ډېره ده او د برېښنا د کمښت لامله له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
د کابل ښار ځینو اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې په یوه شپه او ورځ کې له شپږو تر اتو ساعتونو پورې برېښنا لري. د هغوی په وینا، د اوړي په دې ګرمو شپو او ورځو کې د برېښنا پرچاوۍ له کبله له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
د کابل دا اوسېدونکي زیاتوي چې د هوا له ګرمېدو او نامنظمې برېښنا لامله، ډېری خلک د اړتیا وړ برېښنا برابرولو لپاره ډیزلي جنراتورونه کاروي.
دغه راز، د کارخونو او تولیدي توکو مسوولان هم اړ شوي چې حرارتي برېښنا ته مخه کړي چې دې چارې په پلازمېنه کې هوا ککړه کړې او لامله یې د دغه ښار اوسېدونکي له ګڼو تنفسي ناروغیو سره مخ شوي دي.
د دې ترڅنګ، د پلازمېنې په واټونو کې د زړو او دود کوونکو موټرو تګ راتګ هم د هوا ککړتیا یو لامل ګڼل کېږي.
د کابل ښار اوسېدونکي پر طالبانو تور لګوي چې د خلکو اړتیا وړ برېښنا په برابرلو او هوا ککړتیا په مخنیوي کې پاتې راغلي دي. هغوی وايي د برېښنا او اسانتیاوو کمښت، د نفوسو ډېروالی، د زرغونو سیمو کمی او له ښاري کلتوره د ځینو ناخبرتیا د دې لامل شوی چې په خبره یې، په ښار کې د اوسېدونکو لپاره ساه اخیستل ګران شي.
د کابل اوسېدونکی منوچهر په دغه ښار کې له ککړې هوا سرټکوي او وايي: «دا ټولې ستونزې د برېښنا نشتوالي لامله دي، په ګرمه هوا کې خلک اړ دي د پکې، کولر یا نورو برقي وسایلو چالانولو لپاره یوه لاره چاره وګوري. په دې نږدې سیمو کې هوټلونه او دوکانونه چې وینې، ټولو جنراتورونه چالان کړي. تاسې ووایئ چې په کابل کې څومره هوټلونه او دوکانونه دي او ډېری یې جنراتور لري، ټول لوګي کوي او دا هوا ککړوي.»
د پلازمېنې ځینې نور اوسېدونکي بیا د طالبانو ترافیکو ریاست او ښاروالۍ په کمکارۍ تورنوي. هغوی وايي چې د زړو او دودکوونکو موټرو تګ راتګ او دغه راز په پلازمېنه کې د سړک رغولو پڅې چارې د دې لامل شوي چې په خبره یې، د ښار هوا ډېره ککړه شي. د دوی په وینا، د کال په دې موسم کې ککړه هوا د بېلابېلو تنفسي ناروغیو لامل کېږي او خلک له ګڼو ننګونو سره مخامخوي.
بشیراحمد چې له ککړې هوا تر پوزې راغلی، وايي: «په دې وروستیو ورځو کې ځینې موټر چې ډېر لوګي کوي، د کابل ښار په واټونو کې ګرځي راګرځي او هوا یې ککړه کړې ده. د ترافیکو مسوولانو په دې برخه کې کوم ګام اخیستی نه دی. بله خبره، همدا د سړکونو د رغونې چارې دي چې کار یې ډېر ورو روان دی.»
د کابل دا اوسېدونکی زیاتوي چې د سړکونو د رغولو چارې پڅې دي او خلک یې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي. نوموړی وايي: «د رغونې چارې ورو مخکې ځي، له کوټې سنګې تر دهمزنک پورې غځېدلی سړک، له پل سوخته تر پل سرخ پورې غځیدلی سړک او د برچي خواته یو سړک، د خیرخانې کوتل سړک او دا ټولي سیمې له خاورو دوړو ډکې دي او له همدې امله د کابل ښار هوا هم ککړه شوې ده.»
د یادونې ده چې په کابل ښار کې د برېښنا کمی یو لویه ستونزه ګڼل کېږي چې د دغه ښار اوسېدونکي د ژمي په یخنۍ او د اوړي په ګرمۍ کې ورسره مخ دي. د کال په دواړو موسمونو کې خلک د خپلو ستونزو د هواري لپاره ځینې لارې چارې کاروي چې لامله یې د ښار هوا ککړېږي. په اوړي کې د جنراتورونو او نورو لوګي کوونکو برقي وسایلو کارول او په ژمي کې د ډبرو سکرو سوځول بیا په پلازمېنه کې د هوا ککړېدو لوی لاملونه ګڼل کېږي.
د کابل اوسېدونکي داسې مهال په ښار کې له ککړې هوا سرټکوي چې طالبان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره بېوسه دي او دغه راز په دې برخه کې اړین مدیریت نه ترسترګو کېږي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو اندېښنه ښوولې وه.





