• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ولسمشر غني ایران ته په خطاب کې: وړیا اوبه نه درکوو، تېل راکـړئ اوبــه واخـلـئ

م. ظریف صمیم

 م. ظریف صمیم م. ظریف صمیم
۸ وری/حمل ۱۴۰۰ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۱ [t_time:1616911552]

د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د وري په څلورمه نېته د کمال خان بند په پرانیستونکو مراسمو کې ایران ته په خطاب کې وویل چې افغانستان له دې وروسته د هلمند تړون عملي کوي او وړیا اوبه نه ورکوي.
ولسمشر په خپله وینا کې ووېل: «زه غواړم د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه څو خبرې وکړم، مخکې چې هر څه وو، څه مو چې لرل او یا مو نه لرل، د تاریخ خبره ده، د ایران او افغانستان اقتصاد د یو بل پوره کوونکي دي او د یو بل مخالف نه دی.»
ښاغلي غني زیاته کړه چې اوبه چا ته وړیا نه ورکوو او د نیمروز اوبه په ویاړ سره پر ایران پلوري.
ولسمشر وویل چې له ایرانیانو سره د خبرو په حال کې دی چې نیمروز نه یوازې د افغانستان کندو وي، بلکې د ایران په کندو هم بدل شي.
محمد اشرف غني د هلمند اوبو د تړون په یادولو سره چې د محمد موسی شفیق د لومړي وزارت پرمهال لاسلیک شو ووېل چې دا تړون، له ایران سره د ټولو افغانانو تړون دی.
د ولسمشر غني په خبره، په دغه تړون کې ستونزه نه وه، خو ستونزه یې په عملي کولو کې وه.
ښاغلي غني زیاته کړه چې له دې وروسته افغانستان د هلمند کیلي په لاس کې لري او له ایران سره خپله ژمنه عملي کوي. د ولسمشر په وینا، له تړونه په زیاته اندازه اوبو استول خو د مذاکرې خبره ده.
ولسمشر جوته کړه چې که ایران تېل راکړل، اوبه غوښتی شي. محمد اشرف غني همداراز وویل چې له دوو نړیوالو شرکتونو او ایران سره به د باد د مدیریت او لمریزې برېښنا پر تولید کار وکړي. د هغه په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې په افغانستان کې ۷۰ زره میګاواټه بادي برېښنا تولیدېدای شي.
ښاغلی غني وايي، هغه بادونه چې د نیمروز اوسېدونکي ځوروي، د انرژۍ په لویه سرچینه به بدل شي. ولسمشر وايي چې افغانستان د بادي او لمریزې برېښنا د تولید او بندرونو د پراختیا په اړه له ایران سره خبرې کوي.
ولسمشر همداراز ووېل چې موسمي بدلونونه سیاسي پولې نه پېژني. هغه پر سیمه ییزو همکاریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، که د آسیا په سویل کې ۵،۲ درجې تودوخه زیاته شي، د سل میلیونه وګړو د بې ځایه کېدو لامل کېږي.
محمد اشرف غني د نیمرزو ولایت چهاربرجک ولسوالۍ ته په سفر کې کمال خان بند پرانیست. ددغه بند پرانیستل د هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوي دي. د کمال خان بند جوړولو په ایراني لوري کې یو لړ اندېښې راولاړې کړې دي.
د کمال خان بند په پرانیستونکو مراسمو کې پر ولسمشر سربېره د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح، دوهم مرستیال سرور دانش او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو ګډون کړی و.
کمال خان بند چې د زرنج ښار په ۹۵ کیلومترۍ کې پروت دی ۱۶ متره لوړوالی او د ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
دغه بند د نهه میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري او همداراز ۱۸۰ زره هکتاره ځمکې خړوبولی شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

شننه

 نظامونه په څو ورځو کې نه نړېږي

۲۸ لړم/عقرب ۱۴۰۰ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۱ [t_time:1637301892]
سرکرښې

اوښتی بدلون؛ د طالب زنګون نه دی مات شوی

۱۹ زمری/اسد ۱۴۰۰ - ۱۰ اګست ۲۰۲۱ [t_time:1628593967]
خبرونه

ولسمشر غني ته د مارشال دوستم وړاندیز: دولت دې «نظامي وضعیت» اعلان کړي

۱۶ زمری/اسد ۱۴۰۰ - ۷ اګست ۲۰۲۱ [t_time:1628331341]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.