• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ولسـمشـر غـنـي پـه قطــر کـې د مذاکراتو له بل پړاو سره سلا شو

م. ظ. صمیم

 م. ظ. صمیم م. ظ. صمیم
۱۴ مرغومی/جدی ۱۳۹۹ - ۳ جنوري ۲۰۲۱ [t_time:1609655176]

ولسمشر محمد اشرف غني چې له دې مخکې یې طالبانو ته بلنه ورکړې وه د ننه په هېواد کې مذاکراتو ته دوام ورکړي، په قطر کې یې د دغو خبرو له دوهم پړاو سره موافقه کړې ده.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د رییس او د مرکچي پلاوي د مشر د غوښتنې او د مذاکراتو په دوهم پړاو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره د نړیوالو ملاتړو ډلو د مشوري له مخې، ولسمشر موافقه وکړه چې ددغو خبرو دوهم پړاو په قطر کې ترسره شي.
صدیقي ټینګار کړی چې د ننه په هېواد کې د مذاکراتو د نورو پړاوونو د ترسره کولو لپاره زموږ غوښتنه پر خپل ځای ده. د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې هم د عبدالله عبدالله په مشرۍ ناسته کې له طالبانو ډلې سره د سولې مذاکراتو د دوهم پړاو لپاره د قطر کوربتوب تایید کړ.
له دې مخکې حکومت وړاندیز کړی و چې د خبرو بل پړاو د ننه په هېواد کې ترسره شي.
د سپېدار د اعلان له مخې، د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کميټې په ناسته کې په ټاکلي وخت د مذاکراتو د پیلېدو پر څرنګوالي، په خبرو کې د اجنډا پر لومړیتوبونو، د مرکچي پلاوي د پیاوړي کولو، د یووالي او اجماع، د اوربند د اړتیا او ارزښت، د بې ګناه افغانانو د وژنو او وینې تویولو د درولو او د وګړو د اساسي حقونو او بیان د آزادۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.
په دغه ناسته کې پرېکړه شوې چې د دولت مرکچي پلاوی د دولت د ملاتړ او باور وړ دی او یوازې همدا پلاوی د اسلامي جمهوریت او هېوادوالو استازیتوب کوي.
همداراز د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې په ناسته کې پرېکړه شوې چې یوه تخنیکي کمیټه جوړه شي او د مذاکراتو دوهم پړاو ته د پلاوي له تلو مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړیتوبونه ترتیب کړي.
له دغو لومړیتوبونو به د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشرتابه کمیټې له تایید وروسته، د دولت د مرکچي پلاوي لپاره د ملاتړي لارښود په توګه کار واخیستل شي.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دغه ناسته کې ویلي چې د مذاکراتو بل پړاو په قطر کې ترسره کېږي.
د هغه په وینا قطر د لومړي پړاو مذاکراتو کوربتوب وکړ او د سولې ملاتړو او آسانچارو هېوادونو چې د مذاکراتو د بل پړاو د کوربتوب لپاره یې چمتووالی ښودلی و، د کووېد نولس ناروغۍ د ستونزو او محدودیتونو له امله د قطر له خوا ددغو خبرو له کوربتوبه یې ملاتړ کړی دی.
د مذاکراتو له درېدو وروسته، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وړاندیز وکړ چې د مذاکراتو بل پړاو د ننه په هېواد کې ترسره شي.
ولسمشر غني هم له دې وړاندیزه ملاتړ وکړ، خو طالبانو ورسره مخالفت وښوود.
د سولې د مذاکراتو لومړی پړاو د وږي په ۲۲مه په قطر کې پيل شو او د لیندۍ تر ۲۲مې یې دوام وکړ.
ټاکل شوې چې د خبرو دوهم پړاو د مرغومي په شپاړسمه نېټه بیا پیل شي. د سولې په خبرو کې دا ځنډ د مذاکراتو د اجنډا په اړه د مشورې لپاره د دواړو لوریو په موافقه رامنځته شو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

بهرني خبرونه

ګوتېرېش په یمن کې د نښتو د سختېدو په غبرګون کې د زغم غوښتنه وکړه

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792690016]
یونیسف په نورستان کې نږدې لس زره کسانو ته د پاکو اوبو د برابرولو خبر ورکړ
خبرونه

یونیسف: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له اقلیمي ګواښونو سره مخ دي

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792686995]
نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله
بهرني خبرونه

نړیوالې جزایي محکمې «د ساخاروف د فکر او ازادۍ» جایزه وګټله

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792684716]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.