د ملي شورا په ځانګړې ناسته کې د ولسمشر غني خبرې ډېری خلکو ته ښې او هیله بښوونکې وې. له سولې ناهیلو تمه لرله چې اعلی سرقوماندان دې د ننې وضعیت په هلکه د دولت روښانه دریځ په ډاګه کړي. ولسمشر غني دغه وضیعت ته په کتو د طالبانو پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ. دا د اعلی سرقوماندان له لوري روښانه ځواب و.
جمهوري ریاست خلکو ته ډاډ ورکړ چې وضیعت به په راتلونکو شپږو میاشتو کې بدل شي. خلکو له طالبانو سره د دولت جګړې له اعلان سره سم، «بدلون» او «پایښت» ته د ورځو شمارنه پېل کړه. له دې سره خلک تمه لري، چې د دولت جګړه له طالبانو سره باید ننی وضعیت بدل او د نظامي او اداري پایښت لامل شي. که دا «بدلون» او «پایښت» ترلاسه نه شي، پر اعلی سرقوماندان به د خلکو باور کم او راتلونکي ته به یې تمه وشکېږي. دا روښانه ده چې پر دولت د خلکو بې باوري او له راتلونکي ناهیلي د ټولو په تاوان ده.
د طالبانو پر وړاندې د ولسمشر د تېرې ورځې له بیاینې څخه د سیاسي قشر او ملي شورا ملاتړ د دولت د بریا ضمانت کوي. د دولت د «بدلون» او «پایښت» ستراتیژۍ څخه ډېرو سیاستوالو ملاتړ کړی دی. د ملي شورا ګډه پنځه ماده ییزه اعلامیې هم د دغه پروګرام ملاتړ کړی دی. تمه کېږي چې دغه ملاتړ د ټولنې له نورو برخو هم ترلاسه شي. دولت په جګړه کې د بریا لپاره ملاتړو ته اړتیا لري. اوس چې دغه ملاتړ ترلاسه شوی، دولت دې د دغه پروګرام د پلي کېدو لپاره ځنډ نه کوي.
له طالبانو سره د «هڅونې» ستراتیژۍ پایله ورنه کړه. د دې استراتيژۍ پر بنسټ، دولت خپل موقف ته تاوان ورساوه او شاتګ یې وکړ؛ خو سولې ته یې ګټه ونه کړه. دې شاتګ طالبانو ته دا انګېزه ورکړه؛ تر څو تاوتریخوالی زیات کړي او د جګړې له لارې بریا ته د رسېدو کوښښ وکړي. اوس د «فشار» او «توپک» په ستراتیژۍ بریا ترلاسه کېدای شي. که دغه ستراتیژي سمه تطبیق شي، وضیعت به د دولت په ګټه واوړي.
جګړه لګښت غواړي او د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره له دولت سره اوسنۍ دفاعي بودیجه کمه ده. د ملي بودیجې تعدیل او د جګړې بودیجې زیاتوالی اړین دی. تمه ده چې د جمهوري ریاست له موقفه د ملي شورا ملاتړ، ملي بودیجه تعدیل شي. د غیر اړینو لګښتونو کمول او سم اقتصادي سیاست تر ډېره له دفاعي بودیجې سره مرسته کوي. په دې کار کې ځنډ به لوی ناورین رامنځته کړي.
د امنیتي ځواکونو او د هغوی د ملاتړو سوق او اداره، جدي اړتیا ده. د امنیتي ځواکونو په لیکو کې بې پلاني د زغم وړ نه ده او په لیکو کې یې باید اصلاحات رامنځته شي. فساد چې د ټولو ناخوالو مور ده، له منځه لاړ شي. دولت دې د جګړې د ګټلو لپاره د امنیتي ځواکونو ترمنځ ټولې خلاوې له منځه یوسي. پرته له دې به دغه دوه مهمې موخې د «بدلون» او «پایښت» ستراتیژي خیال وي.
د دولت د جګړې د اعلان ملاتړ د بې اصولو جګړې د ملاتړ په مانا نه ده. دولت اړ دی چې په جګړه کې نړیوالو بشرپالو حقوقو ته پام وکړي. د ملکیانو وژل، جنګي او بشرضد جنایت دی او دواړه خواوې دې له دې جنایته مخنیوی وکړي.
سیاسي قشر او ملي شورا له دغې جګړې ملاتړ کړی، تر څو عادلانه سولې ته لار هواره شي. کله چې دا شرایط رامنځته شي، جګړه دې ژر تر ژره ودرېږي. افغانان د طالبانو د له منځه وړلو په لټه نه دي. طالبان د افغاني ټولنې یوه برخه ده او خلک غواړي چې په سوله کې ورسره ژوند وکړي. له همدې امله د طالبانو پر وړاندې د دولت له جګړې ملاتړ مشروط دی. کله چې طالبان عادلانه سولې چمتو شول، جګړه دې ورسره ودرول شي. له دې پرته به په عامه افکارو کې د دې جګړې سیاسي او حقوقي مشروعیت له منځه لاړ شي.
طالبان دې ومني چې د جګړې د اوږدېدو لامل دي. که جګړه زور اخلي، بې له طالبانو يې نور څوک مسوول نه دي. دا ډله څو ځلې د سولې پروسې پر وړاندې درېدلې ده. سولې ته د رسېدو فرصتونه ډېر و؛ خو طالبانو پام ورته ونه کړ. دا ډله دې اقرار وکړي چې پړه ده.
طالبانو تر اوسه سولې ته کومه طرح نه ده وړاندې کړې. له همدې کبله خلک ګومان کوي، طالبان له دولت سره سولې ته غاړه نه ږدي. دا تصور په ورستیو میاشتو کې د جګړې له لارې د طالبانو له پرمختګه په ډاګه کېږي.