د هېوادمشر محمد اشرف غني، په دوه ورځني رسمي سفر د قطر پلازمیني دوحې ته ولاړ. په دغه ځای کې له څو اونیو راهیسې بین الافغاني مذاکرات روان دي؛ خو تراوسه دغو خبرو مثبتې پایلې نه دي لرلي!
هېوادمشر لومړی کویټ تهولاړ او هلته یې د نوموړي هېواد د مخکیني امیر د مړینې له امله ددغه هېواد چارواکو ته فاتحه او غمشریکۍ ووېلهاو له هغې وروسته دوحې ته ولاړ.
هېوادمشر محمد اشرف غني دوحې ته په سفر کې یو ځل بیا د سولې پر ارزښت په ټینګار سره ووېل: «دې ته اړتیا ده چې د خبرو لوري د اوربند د ټینګښت شهامت ولري!» هغه ددوحې د مطالعاتو او شخړو د څېړنو په انستیتوت کې د وینا پرمهال زیات کړه چې طالبان له منفي حضور سره سره د ټولنې یو واقعیت دی او روانه جګړه سیمه ییز او نړیوال اړخونه هم لري.
نوموړي د سولې په بهیر کې د جمهوریت ارزښت ته په اشارې سره ووېل: «دې ته اړتیا ده چې د سولې هوکړه د لویې جرګې او ملي شورا له خوا تایید شي، ځکه پرته له هغې دا بهیر پایلې ته نه رسېږي. سربېره پر دې حکومت پر چټک اوربند او د څارنې پر میکانیزم ټینګار لري چې په هېواد کې د وینو توېیدلو ته د پای ټکی کېښودل شي.»
د هېوادمشر په وینا «د سولې لپاره د دولت اراده روښانه ده او له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې د سولې د مشورتي لویې جرګې له لارې د بندیانو د خلاصون بندون مات کړي.» هغه زیاته کړې چې ددولت مرکچي پلاوي پراخ ظرفیت او زغم ښودلی او دولت هم د سولې لپاره واحده اراده لري. هېوادمشر ووېل:«هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دولت د مرکچي پلاوي په چارو کې لاسوهنه وکړي او دا پلاوی په خپلواکه توګه پرېکړه کوي.»په دوام یې ووېل: «جمهوریت د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري؛ ځکه د ټولنې ټولې پرګنې یې تر سیوري لاندې ژوند کوي.
هېوادمشر ووېل چې د سولې بنسټ خلک دی او باید سوله د خلکو لپاره رامنځته شي چې د دوی راتلونکی تضمین شي. د هغه په وینا په هېواد کې انحصار کار نه ورکوي او د هېواد مدیریت له دموکراسۍ پرته ناشونی دی، باید د اسلام په چوکاټ کې پر مسایلو بحث وشي او حل لاره هم په همدې چوکاټ کې ولټول شی.
په دغه سفر کې له هېوادمشر سره امرالله صالح، حنیف اتمر، حمدالله محب، محمدشاکر کارگر، فضلمحمود فضلي، رنگینه حمیدي، عباس بصیر، کریمه حامد فاریابي، اجمل رحماني، عبداللطیف نهضتیار او د رسنیو مدیران ملګري وو.
که څه هم وېل شوي و چې دا سفر په دوحه کې د سولې له خبرو سره تړاو نه لري، خو په هېواد کې تمې داسې وې چې لږترلږه به د روانو مذاکراتو بندون مات شي. کابو څلور اونۍ کېږي چې بین الافغاني مذاکرات پرانیستل شوي؛ خو د مذاکراتو د پرمخ بیولو لپاره د بنسټ په توګه د حنفي فقې د ټاکلو او د خبرو د اساس په توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې د غوره کولو پر سر د طالب پلاوي ټینګار اختلاف له امله اصلي خبرې لا نه دي پیل شوي.
هېوادمشر دوحې ته په سفر کې ددغه هېواد له چارواکو او د افغان دولت له مرکچي پلاوي سره کتلي دي. طالبانو ووېل چې له هېوادمشر غني سره د لیدلو کوم پروګرام نه لري.
هېوادمشر دوحې ته له سفره مخکې له کویټي چارواکو سره په کتنه کې وېلي و چې په افغانستان کې سوله له یوې هیلې، بهیر ته بدله شوې او افغانان د یوه خپلواک، متحد او ولسواک هېواد غوښتونکي دي چې په خپل منځ او له نورو سره په سوله کې ژوند وکړي. هغه زیاته کړې چې افغانستان هڅه کوي، د جګړې د پاي ته رسولو لپاره سیاسي حل لاره پیدا کړي او طالبان هم له جګړې لاس واخلي.
هېوادمشر محمد اشرف غني قطر ته د سفر په دوهمه ورځ په دوحه کې ددغه هېواد له امیر تمیم بن احمد ال ثاني سره وکتل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي چې په دغه کتنه کې چې د تلې په ۱۵ نېټه وشوه د قطر امیر ویلي: «هیله من یم زموږ ګډې هڅې په افغانستان کې د سولې او ثبات له راوستو سره مرسته وکړي.»
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پياوړتیا، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو پر ارزونې ټینګار کړی دی.
د قطر امیر ویلي چې له افغان دولت سره د همکاریو پراختیا ته چمتو دی.
هېوادمشر غني هم په دغه کتنه کې د لوړپوړي دولتي پلاوي او همداراز د مرکچي پلاوي د ښې میلمه پالنې او د سولې له بهیره د نوموړي هېواد د ملاتړ ستاینه کړې ده.
هېوادمشر غني په دوحې کې د افغان دولت له مرکچې پلاوي سره په کتنه کې د دولت دغه پلاوی د «نظم او نظام» استازی وباله او ویلي یې دي چې خلک او آن طالبان نور له جګړې ستومانه شوي او باید دا چاره په اساسي توګه درک شي. محمد اشرف غني د سولې مرکچي پلاوي ته ډاد ورکړی چې دولت له دغه پلاوي سره هر راز مرستې ته چمتو دی.
هېوادمشر غني د دولت مرکچي پلاوي ته په وینا کې ووېل: «تاسو د وصل ټیم یاست نه د فصل او خلک غواړي تاسو تېر څلوېښت کلن ناورین ته د پای ټکی کېږدئ او اولس ددغه کړکېچ د حل لاره په جمهوریت کې ویني.»
اخوا ځینو چارواکو چې د قطر هېواد په رسمي بلنه دهېوادمشرتر سره شوی سفر موخه د سولې له بهیره ددغه هېواد ملاتړ او د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا وه. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر چې په دې سفر کې له هېوادمشر سره ملګری و ووېل چې هېوادمشر هڅه کوي مذاکرات نوي پړاو ته داخل او دا بهیر پرمخ ولاړ شي.
ښاغلي اتمر وېلي چې د اوربند د ټینګښت پر سر خبرې پیل شوې او دا باید د افغانانو لپاره محسوسه چاره وي.دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې په هيواد کې تاوتریخوالي په بې مخینې توګه زیات شوي، آن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نړیوالو بنسټونو د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ښکیلو لوریو یې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کړې ده. د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د شمېرو له مخې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې په افغانستان کې کابو زر ته وژل شوي دي.
له بلې خوا، د افغانستان د بهرنیو چارو سنبالچاری وزیر محمدحنیف اتمر د تلې په ۱۵مه په دوحه کې په خبري ناسته کې قطر ته د هېوادمشر غني د دوه ورځني سفر جزیات او د سولې له خبرو د دولت موخې بیان کړې.
نوموړي زیاته کړه: «له دې مخکې ژمنه شوې وه چې د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو سره به تاوتریخوالی کم او تاوتریخوالي پر کمښت د څارنې میکانیزم به رامنځته شي، خو د تاوتریخوالي او وینو توېیدو زیاتوالي ته په پام سره دولت د تاوتریخوالي د زرترزره کمېدو او ددغه میکانیزم د جوړېدو غوښتونکی دی؛ ځکه دولت او افغان اولس ددې ژمنې د عملې کېدو په تمه دی.
حنیف اتمر زیاته کړې چې دولت د سولې په خبرو کې درې موخې تعقیبوي، لومړی، د مذاکراتو د کړندود په اړه د هوکړې په وړاندې ستونزو لیرې کول دي چې پر اصلي موضوع بحث او پر اوربند هوکړه وشي.
د هغه په وینا که څه هم پر دغه کړندود هوکړه شوې؛ خو دوه اختلافي مسایل پاتې دي. د هېواد د بهرنیو چارو سمبالچاري وزیر د سولې په مذاکراتو کې د دولت دوهمه موخه د تاوتریخوالي کمښت او اوربند وباله. هغه د سولې له خبرو د افغان دولت درېیمه موخه سیاسي هوکړې ته رسېدل ګڼي چې په پایله کې یې په هېواد کې وینې توېیدل پای ته ورسېږي او ټول مسایل له سیاسي لارې حل شي.
حنیف اتمر همداراز ووېل: «له خلیلزاد سره د هېوادمشر غني په لیدنه کې هم امریکا د افغان دولت له دغو درېیو موخه ملاتړ اعلان کړ.
اخوا د دولت د مرکچي پلاوې یوه غړې فوزیه کوفي وايي چې مذاکرات پېچلي دي او ټاکل شوې د تېرو څلورو لسیزو پر اختلافاتو بحث وشي چې دا یو ستونزمن بهیر دی، خو هغې بین الافغاني خبرې یو بریالیتوب وباله.
په دغو خبرو کې تراوسه د مذکراتو پر کړندود او اجنډا هوکړه نه ده شوې، طالبان باوري دي چې مذاکرات باید له امریکا سره د طالبانو د سولې د موافقې پراساس پرمخ ولاړ شي، خو د دولت مرکچي پلاوی غواړي چې سولې ته په رسېدو کې د واشکټن او کابل اعلامیه او د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک، د خبرو بنسټ وي.
د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ د سولې خبرې، د روان کال د وږي په ۲۲مه پرانیستل شوې. تمه کېده چې دواړه لوري له هغې یوه ورځ وروسته د مذاکراتو د اجنډا پر سره بحثونه پيل کړي. خو تراوسه اصلي خبرې نه دي پیل شوې. که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد هم قطر ته سفر وکړ چې د خبرو دا بندون مات کړي؛ خو داسې ښکاري چې هغه هم په دې برخه کې تراوسه پاتې راغلی دی.
له بلې خوا د ملي روغې جوړې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د تلې په ۱۵مه نېټه،د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو په موخه، د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په ملتیاهند ته سفر وکړ.
د سپېدار ماڼۍ د اعلان له مخې، د هند حکومت په رسمي بلنه د ښاغلي عبدالله دا سفر، د سولې له هڅو د ملاتړ د جلبولو لپاره، د سیمه ییزو سفرونو په لړ کې ترسره شو.
عبدالله عبدالله له دې مخکې پاکستان ته تللی و، چې هغه سفر ته هم د افغانستان د سولې له بهیره د پاکستان د ملاتړ نوم ورکړل شوی ؤ.