۸صبح، کابل: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا له لوري د افغانستان د ارزي زېرمو د یوې برخې د مصادرې په تړاو غبرګون ښوولی دی.
حامد کرزي نن یکشبنه د سلواغې پر ۲۴ کابل کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، د سپټمبر د ۱۱ پېښې اصلي عامل اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو او د نوموړي د دې کار بیه دې له افغانانو نه اخیستل کېږي.
پخواني ولسمشر د افغانستان بانک د ارزي زېرمو د یوې برخې مصادره کول له افغانانو سره ظلم بللی او د امریکا له ولسمشر جو بايډن څخه یې غوښتي، چې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي.
نوموړي پر امریکا کلکه نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا هېواد دې د افغانانو پیسې د سپټمبر ۱۱ پېښې قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه نه ورکوي.
ښاغلي کرزي ټينګار کړی، چې افغانانو د ترهګرۍ له کبله زیاته قرباني ورکړې ده.
حامد کرزي په دغه خبري کنفرانس کې زیاته کړه، که واک د لویې جرګې او د سولې بهیر له لارې لېږدول شوی وای، د افغانانو پیسې نه ورک کېدې.
پخواني ولسمشر زیاته کړه، چې د خلکو د ارادې د تمثیل په موخه دې لویه جرګه جوړه شي. نوموړي ویلي، چې ټاکنې او ریفرنډم هم ممکن دی.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر د یو فرمان په صادرلو سره د افغانستان د کنګل شویو پیسو نیمايي برخه د سپټمبر ۱۱ پېښې قربانیانو ته د غرامت په توګه ځانګړې کړې ده.





