اوس هم د ښوونځي د لومړۍ دورې خاطرې ښې را ته په یاد دي. دا د حامد کرزي د موقت حکومت لومړۍ ورځې وې. په ډېره لېوالتیا سره ښوونځي ته شامله شوم. په لومړۍ ورځ مې له خپلې ښوونکې ناهيد سره آشنا شوم. موږ له آغلې ناهيد سره د ښوونځي له انګړ څخه تر ټولګي پورې په قدم وهلو روان شو، خو ما په دې واټن کې د خپل جنس یعنی بله نجلۍ ونه لیدله. د یو څو ښوونکو او د ښوونځي له څو کارکوونکو پرته، نورې ښځې هلته نه وې. په همدې کال کې په ښوونځي کې یوازې دوه ښځینه زده کوونکې وې: زه او مدیحه. مديحه زموږ ترڅنګ ټولګي کې وه. ځینې وختونه مو یو بل سره د زړه خواله کول. یو کال وروسته په ښوونځي کې د ښځینه زده کونکو شمېر زیات شو. دا د هیلې یو څرک و، خو هدف ته د رسېدو لار لاهم اوږده وه. څو کاله موږ تر خیمې لاندې زده کړې کولې تر څو چې هغه ټولګي بیا ورغول شول، چې د جګړې له امله زیانمن شوي وو. زموږ ښوونیز نصاب د جګړې د مهال نصاب و. د اوږدې مودې لپاره په کې هېڅ بدلون نه و راغلی، خو بیا هم زموږ لپاره غنیمت و. د وخت په تېرېدو سره نصاب ورځ په ورځ ښه کېده تر دې چې نوی حکومت وتوانید چې د سیمې له هېوادونو سره سم یو ښه نصاب چمتو کړي. که څه هم ښوونیز نصاب خپلې نیمګړتیاوې درلودې، خو د جګړې پر مهال د افغانستان د هغه سره په پرتله خورا ښه و.
وخت ډېر ژر تېر شو. ښوونځی مې پای ته ورساوه او پوهنتون ته داخله شوم. کله چې پوهنتون ته لاړم، د کابل پوهنتون د تېر په اړه مې د خپلو ملګرو، خپلوانو او د پوهنتون د استادانو کیسې واورېدې، چې ماته د افسانې په څېر ښکارېدی. ویل يي چې د کابل پوهنتون د ۹۰مې لسیزې له کورنیو جګړو وړاندې د منځنۍ اسیا یو له غوره پوهنتونونو څخه و او د منځني ختیځ، ختیځې اروپا او امریکا له ډېرو پرمختللو هېوادونو څخه محصلین د زده کړو لپاره کابل پوهنتون ته راتلل. کورنیو جګړو علم او پوهه دومره زیانمنه کړې وه چې د ښوونځیو په څېر د لوړو زده کړو نصاب هم زوړ له یوه کال څخه بل کال ته نقل شوی و.
په همدې حال کې هغه نه هېرېدونکې او بوګنوونکی چاودنې چې د ښوونځيو زده کوونکي، ښوونيز مرکزونه او د پوهنتون محصلين یې محاصره کړی ول، بايد هېر نه شي. په تېرو شلو کلونو کې هېڅ داسې ښوونځی، پوهنتون او ښوونیز مرکز نه و، چې د زده کوونکو په وینو یې نوی رنګ کړی.
اوس شل کاله تېر شول چې له ښوونځي، کتاب، قلم او کاغذ سره بلده شوي یوو، خو د هیلو هغه کړکۍ چې د رڼا نښه او سمبول و، اوس نه تر سترګو کېږي. باور کول ګران دي چې په کومه خاوره کې د ګوهرشاد بیګم علم او کلتور، د ملالې زړورتیا او د رابعه بلخي شعرونه شهرت لري، نن د هغې خاوري ښځې له خپل اساسي بشري حق څخه بې برخې دي چې هغه تعلیم او کار دی. اوس زه پوهېږم هغه څه چې زموږ مخکې نسل موږ ته ویل هغه افسانه نه وه، خو هغه څه چې ما خفه کوي دا دي چې د راتلونکي نسل لپاره به زموږ کیسه څه وي؟ ایا دا ۲۰ کاله به د افسانې سره یوځای شي او د امید هغه کړکۍ به بیا ښکاره شي؟ هغه څه چې موږ ته باید مهم وي دا نه ده چې موږ ته څه را پېښ شوي؟ بحث په دې دی چې موږ به راتلونکي نسل ته سبا ورځ څه پیغام ولرو.