پرایس: پاکستان حق لري د ترهګرۍ پروړاندې له خپل ځانه دفاع وکړي

۸صبح، کابل: د افغانستان په خاوره کې د ټي‌ټي‌پي پر مرکزونو د برید په اړه د پاکستاني چارواکو له څرګندونو وروسته اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې پاکستان حق لري د ترهګرۍ پروړاندې د خپل ځان د دفاع لپاره اقدام وکړي.

نډ پرایس سه شنبه د مرغومي پر دیارلسمه نېټه په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې هغوی د پاکستاني چارواکو له څرګندونو او د پاکستان پرضد د امنیتي ګواښونو په اړه د دغه هېواد د امنیت کمېټې له وروستۍ بیانیې خبر لري.

هغه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې، چې د پاکستاني پوځیانو د چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه یې کړې ویلي: «د پاکستان خلک له ترهګریزو بریدونه سخت زیانمن شوي؛ نو له همدې امله پاکستان حق لري د ترهګرۍ پروړاندې له ځانه دفاع وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې طالبان باید پر خپلې ژمنې ودرېږي، ترڅو نور د افغانستان له خاورې د نړیوالو ترهګریزو بریدونو د پلانولو مرکز په توګه کار وانه‌خیستل شي.

د هغه په وینا دا ژمنه له هغو مواردو ده چې طالبان تراوسه نه دي توانېدلي عملي یې کړي او یا یې ترسره کولو ته کومه لېوالتیا نه ده لرلې.

دغه امریکایي چارواکي ویلي طالبان د افغانانو او نړیوالې ټولنې پروړاندې پر خپلو ژمنو، له دې جملې د بشري حقونو پر رعایت او د ټولګډونه دولت پر جوړولو عمل نه دی کړی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د شخړو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي ښایي، هېواد یې د افغانستان په خاوره کې د ټي‌ټي‌پي پر پټنځایونو برید وکړي. سربېره پر دې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې په یوه بیانیه کې د افغانستان د نوم له یادولو پرته ویلي، چې هېڅ هېواد حق نه لري ترهګریزو ډلو ته پناه وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button