د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د دغه هېواد له واکه پرځېدلي لومړي وزیر عمران خان د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۰ نور ټپیان دي.
جيونيوز دوشنبه د نوامبر پر ۲۵مه راپور ورکړی چې د پاکستان پلازمېنې ته د عمران خان پلويانو له ننوتلو وروسته، د امنيتي ځواکونو او لاريونکوونکو ترمنځ قوي نښته شوې ده.
د پاکستان دولت د دغه هېواد له پوځه غوښتي چې د پلازمېنې کنټرول په لاس کې واخلي.
د دغه راپور پر بنسټ، د پاکستان دولت د عمران خان پر پلویانو او لاریونکوونکو د ډزو کولو امر صادر کړی او خبرداری یې ورکړی چې «هېڅ تاوتریخوالی او اخلالکوونکي» به ونه زغمي.
د معلوماتو له مخې، د پاکستان تحریک انصاف پلویانو د تېرې یکشنبې پر ورځ له پنجاب او خیبرپښتونخوا ایالتونو څخه د اسلاماباد پر لور لاریونونه پېل کړي دي.
د دغه ګوند پلویانو خبرداری ورکړی چې په هر قیمت اسلاماباد ته ننوځي او د دغه ښار د «D» په نوم په مرکزي څلولارې کې تر هغو خپل لاریون ته دوام ورکوي ترڅو چې عمران خان له بنده نه وي خوشې شوی.
د يادونې ده چې د دې لاريونونو له پېل سره جوخت د پاکستان په پلازمېنه کې د ټليفونونو شبکې او انټرنېټ بند شوی دی.
همداراز پلازمېنې ته تلونکې ټولې لارې او د راولپنډۍ او اسلاماباد ښارونو ترمنځ نښلوونکې لارې په بشپړه توګه بندې دي.
د دې ترڅنګ د پاکستان دولت نن (سهشنبه، نوامبر ۲۶) په پلازمېنه کې ټولې تحصیلي ادارې تړلې دي.
د دې ټولو سربېره د پاکستان امنیتي چارواکو ټینګار کړی چې د دغه هېواد دولت به هېڅکله د مخالفانو د تاوتریخوالي پر وړاندې په شا نه شي.
تېره ورځ هم په اسلاماباد ښار کې د لاريونکوونکو او پاکستاني امنيتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې يو لاريونکوونکي ژوند بایللی او ٧٠ نور ټپيان شوي وو.





