د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سه شنبه د جون پر ۲۸ په یوه کاري سفر د تاجیکستان پلازمېنې دوشنبه ته لاړ.
د تاجیکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان دوشنبه په نړیوال هوایي ډګر کې له ښاغلي پوتین څخه هرکلی وکړ.
د تاجیکستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، چې ښاغلی پوتین به له خپل تاجیک سیال سره د تړلو دروازو تر شا خبرې اترې وکړي.
ټاکل شوې، چې د روسیې ولسمشر له دې لیدنې وروسته، د خزر سیند غاړې هېوادونو د مشرانو په ناسته کې د ګډون لپاره د ترکمنستان عشق اباد ته سفر وکړي.