د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې په سوریه کې له کړکېچ وروسته یې د ایران اسلامي جمهوریت ملاتړي څلور زره ځواکونه تهران ته لېږدولي دي.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې پوتین دا څرګندونې پنجشنبه د ډېسمبر پر ۱۹مه په مسکو کې د خپل کلني کنفرانس پرمهال کړې دي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې چې دا ځواکونه په سوریه کې د بشارالاسد حکومت د ملاتړ لپاره ځای پر ځای شوي وو او د وضعیت له بدلون او د یاغیانو د بریدونو له پراخېدو وروسته تهران ته لېږدول شوي دي.
پوتین ویلي دي: «مخکې مو سوریې ته د دې ځواکونو د ننوتلو په برخه کې همکاري کړې وه.»
نوموړي همداراز ویلي چې دې ځواکونو د سوریې پر لویو ښارونو د تحریر شام وسلهوالې ډلې د پرمختګ پرمهال هېڅ اقدام نه دی کړی.
پوتین څرګنده کړې چې دا ځواکونه یې له «حمیمیم» پوځي اډې څخه تهران ته لېږدولي دي.
هغه په دې هکله چې ایا روسیه به په سوریه کې خپلې اډې پرېږدي او که نه ویلي، تر اوسه نه پوهېږي.
د یادونې ده چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د تحریر شام وسلهوالې ډلې د پراخو بریدونو په ترڅ کې د بشارالاسد کورنۍ د شاوخوا نیمې پېړۍ واکمني نسکوره کړه او دا ډله پر سوریې واک ته ورسېده.





