د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي چې تهران د امریکا له اقداماتو نه «حیران» او نه «وېرېدلي» او د جګړې له دوام سره هممهاله به مذاکراتو ته هم ورکړي.
قالیباف یکشنبه د اکتوبر پر ۴مه ویلي چې ایران په خپل توان په نظامي ډګر کې حضور لري او د امریکا له ناڅاپي اقداماتو سره به مقابله وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې ایران به هممهاله له ډیپلوماټیکو لارو سربېره په نظامي ډګر کې هم خپل دریځ پیاوړی او د خپلو وګړو حقونه به ډاډمن کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ایران په وروستیو اوونیو کې د منځګړو له لارې د جګړې د پای ته رسولو په موخه له امریکا سره خبرې وکړې.
راپورونه ښيي چې تهران د جګړې د پای ته رسولو، اقتصادي محدودیتونو د لرې کولو او د سمندري لارو د بېرته پرانیستلو لپاره وړاندیزونه کړې دي.
د ایران له خوا په وړاندې شویو شرایطو کې په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول، د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو ازادول، د ایران د سمندري کلابندۍ پای ته رسول، د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د امریکا د لاسوهنې درول، د تهران له سیالانو سره د واشنګټن د همکارۍ پای ته رسول او د ایران پر خاوره د امریکا د بریدونو درول یاد شوي دي.





