• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د قطر استازی: طالبانو ته مو ویلي چې د جګړې له لارې واک ته نه شـئ رسېدای

د ۸صبح پښتو مجله

 د ۸صبح پښتو مجله د ۸صبح پښتو مجله
۱۹ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۱۰ جولای ۲۰۲۱ [t_time:1625901973]

د شخړو په اواري کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مسوول او د افغانستان لپاره د نوموړي هېواد ځانګړي استازي مطلق بن ماجد القحطاني د چنګاښ په ۱۵مه نېټه د ولسمشر له دوهم مرستیال سروردانش سره په کتنه کې ویلي چې د قطر دولت او هغه په خپله د طالبانو استازو ته ویلي چې د جګړې او تاوتریخوالي له لارې د افغانانو پر برخلیک نه شي واکمنېدای او د افغانستان قضیه پوځي حل لاره نه لري.
سرور دانش په دغه کتنه کې د قطر د دولت له خوا په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د سولې مذاکراتو د کوربتوب له امله مننه وکړه. هغه وویل چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د بریدونو له امله د تاوتریخوالي زیاتوالي د سولې بهیر بې اعتباره کړی دی. د ولسمشر دوهم مرستیال زیاته کړه: «افغانان له جګړې او تاوتریخوالي ستومانه شوي او د سولې د ټینګښت په تمه دي؛ خو که طالبان غواړي د زور لارې پرخلکو واکمن شي افغانان به هېڅکله دوی ته تسلیم نه شي.»
سرور دانش همداراز ویلي چې که طالبان د سولې مذاکراتو ته پاملرنه ونه کړي او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي، جګړه او تاوتریخوالی به بل ډول دوام وکړي. د هغه په وینا، د تاوتریخوالي کمښت د باور جوړونې او د افغانستان د قضیې د سیاسي حل منل د سولې د خبرو لومړني اصول دي او د هېواد ټول مېشت قومونه په هېواد کې د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.
دانش زیاته کړې چې د سولې مذاکراتو د پرمختګ او په دې بهیر کې د بندون ماتولو لپاره، افغان دولت د قطر دولت یا د ملګروملتونو سازمان په منځګړيتوب د رغنده مذاکراتو دوام غواړي او پرې ټینګار کوي. د سرور دانش دفتر ویلي چې په دې کتنه کې مطلق بن ماجد القحطاني هم د مذاکراتو له لارې د افغانستان د قضیې پر حل ټینګار کړی دی.
له بلې خوا، مطلق بن ماجد القحطاني په دغه سفر کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار، د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر او د هېواد له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي او د هېواد د روانو حالاتو او د سولې د بهیر په اړه یې ورسره خبرې اترې کړې دي.
په کابل کې د قطر سفارت سرپرست عبدالناصرالحجري هم ویلي چې هېواد یې د افغان سولې مذاکراتو لپاره هېڅ پټه اجنډا نه لري، بلکې هڅه کوي چې په دغو حساسو شرایطو کې له دواړو لوریو سره د رغنده خبرو د دوام په موخه مرسته وکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

دانش: د طالبانو مخالفې ډلې د یو ځای کېدو په حال کې دي

۲۴ تله/میزان ۱۴۰۱ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۲ [t_time:1665907892]
خبرونه

نيوزيلنډ سرور دانش ته پناه ورکړه

۱۶ مرغومی/جدی ۱۴۰۰ - ۶ جنوري ۲۰۲۲ [t_time:1641479029]
خبرونه

سرور دانش: له طالبانو سره د سـولې مذاکـرات په نسبي بندون کې دي

۴ كب/حوت ۱۳۹۹ - ۲۲ فبروري ۲۰۲۱ [t_time:1613981158]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.