د ولسمشر دویم مرستيال وايي چې په دوحه کې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاويو ترمنځ مذاکرات په نسبي بندون کې دي.
محمد سرور دانش د روان کال د سلواغې په ۲۴مه، چې د اسلامي وحدت ګوند د مشر محمد محقق د زوی محمد باقر د لومړي تلين په غونډه کې خبرې کولې، وويل چې د طالبانو مرکچي پلاوي په سياسي سفرونو بوخت دي او آن د مذاکراتو د دوام لپاره يې نوي شرايط ايښي دي.
سرور دانش په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره اوسنی فرصت مهم وباله او د سولې د ټينګښت په برخه کې يې د دولت ګامونه «زړور» وګڼل، خو ويې ويل چې، طالبانو په هېواد کې د سولې راوستو لپاره له خپل اړخه رښتينولي او جديت نه دی ښودلی.
د نوموړي په وينا، په هېواد کې تاوتريخوالي او جګړې زور اخيستی او کومې ژمنې چې د تاوتريخوالي د کموالي لپاره امريکا او طالبانو کړې وې، نه دي عملي شوې.
سرور دانش وويل چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په يوه ناسته کې چې ولسمشر غني او ځینو سياستوالو پکې برخه لرله، په ګواښوونکي ډول وويل چې که ۴۰۰ طالب زندانيان ازاد نشي، نو تاوتريخوالی به ډېر شي.
دانش وويل، حکومت د سولې مشورتي لويې جرګې د پرېکړې په اساس ۴۰۰ طالب زندانيان خوشې کړل، خو د تاوتريخوالي د کموالي ژمنه عملي نشوه.
هغه وويل، د تاوتريخوالي د کموالي په تړاو د طالبانو ژمنو نه عملي کېدو پوښتنې رامنځته کړې دي او زياته يې کړه چې ډېری آزاد شوي طالب زندانيان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه سرور دانش ټينګار وکړ چې د دولت مرکچي پلاوي ته يې په ټینګار سره ويلي چې هر وخت او هره شېبه مذاکراتو ته چمتووالی ولري.
د ولسمشر دويم مرستيال څرګنده کړه چې د اوسني سياسي نظام او د هېواد اساسي قانون دوام د هېواد بقا او په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګېدو ضامن دی.
د نوموړي په وينا، که د سولې بهير د اوسني نظام د ړنګېدو او اساسي قانون د له منځه تللو سبب شي، نو تلپاتې سوله نشي ټينګېدلی او تاوتريخوالی به په بله بڼه دوام ومومي.
سرور دانش وويل چې د اوسني نظام رنګېدل د دې معنی ورکوي چې خلک د «امارت اسلامي» يا هم د طالبانو د خوښې وړ نظام منلو ته مجبور شي چې دا د خلکو او سيمې هېوادونو لپاره د منلو وړ نه ده.
نوموړي همداراز د موقت حکومت طرحه تېر حالت او ګډوډۍ ته بېرته ستنېدل وګڼل.
دانش وويل، تاريخي تجربو ښودلې ده چې موقت حکومتونه د نظامونو له ړنګېدو وروسته رامنځته شوي دي.
سرور دانش سولې ته د رسېدو لپاره د سياسي انسجام په ساتنې او د ملي وحدت په ټييګښت ټينګار وکړ او ويې ويل چې، هر ډول سياسي، ټولنيز او ژبنۍ تشه په هېواد کې له جګړې څخه هم بده پايله لري او هېواد د ګډوډۍ او ړنګېدو په لور بیايي.





