۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، افغانستان د لمریزې برېښنا د تولید پراخ ظرفیت لري، خو بیا هم هر کال د برېښنا د واردولو لپاره څه باندې ۲۸۰ میلیونه ډالره لګوي.
دغه بنسټ سه شنبه په، د لړم پر ۱۲مه، ویلي چې افغانستان د خپلې اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا له نورو هېوادونو واردوي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید بالقوه ظرفیت څه باندې ۲۲۰ ګیګاواټه اټکل شوی دی.
خو د افغانستان د ټولنو لویه برخه لا هم دوامدارې او باوري برېښنا ته لاسرسی نه لري.
دغه پروګرام زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د دې بنسټ د پروژو له لارې د افغانستان څه باندې پنځه نیم میلیونه وګړو ته پاکې انرژۍ ته د لاسرسي زمینه برابره شوې ده.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ټینګار کړی چې دوامدارې انرژۍ ته د لاسرسي پراخول د بېلابېلو بنسټونو او شریکانو همکارۍ ته اړتیا لري.





