۸صبح، کونړ: په کونړ کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په چپېدرې ولسوالۍ کې د بارانونو او سېلابونو له کبله درې کسان ټپيان شوي دي.
سرچینو سهشنبه د تلې پر ۲۱مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو کرنیزو ځمکو او ځينو کورونو ته زیان رسولی دی.
د سرچینو په خبره، دغو سېلابونو د سیمې اوسېدونکو ته مالي زیانونه اړولي دي.
سرچینو د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه نور معلومات ورنه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال سېلابونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړوي.





