رعنا مې له ماشومتوبه پېژندله. زموږ ګاونډۍ وه او د ماشومتوب کلونه مو په یوه کوڅه کې تېر شول. یو ځای لوی شوو او د ماشومتوب له ساده ورځو مو ډېرې خاطرې لرلې. هغه یوه ارامه، ښکلې نجلۍ وه چې د سر ژېړ او اوږده وېښتان یې تر ملا پورې رسېدل. لا هم د هغې تصویر له هماغې ارامې څېرې سره زما په ذهن کې پاتې دی. خو د رعنا ژوند خورا ژر بدل شو. کله چې کورنۍ یې هغه یوه داسې سړي ته په نکاح کړه چې تر هغې کلونه کلونه مشر و، هغه یوازې ۱۶ کلنه وه؛ خو مېړه یې تر دې وړاندې بل واده هم کړی و او اولادونه یې نږدې د رعنا په عمر وو.
له هماغې ورځې هغه نجلۍ چې لا یې پخپله مینې او ملاتړ ته اړتیا لرله، له داسې یوه ژوند سره مخ شوه چې له وېرې او کړاوه ورته ډک و. د مېړه لومړۍ مېرمنې یې په خپلو خبرو، تورونو او کړو وړو سره پر رعنا د ژوند کړۍ لاپسې تنګوله او مېړه یې هم ورسره تاوتریخجن چلند کاوه. کله ناکله به چې هغې زه ولیدم، نو نور یې نه شوای کولای خپل دردونه پټ کړي؛ زما تر څنګ به کېناسته، اوښکې به یې تويولې او د خپلو سختو ورځو کیسې به یې کولې. ما به د هغې خبرو ته غوږ نیوه، خو په هغه وخت کې زه نه پوهېدم چې د دغو اوښکو تر شا څومره ستړیا او ناهیلي پټه ده. تر دې چې یوه ورځ خبر راورسید چې رعنا ځان ته اور اچولی دی. باور مې نه کاوه هغه نجلۍ چې کلونه کلونه ورسره لویه شوې وم، نور زموږ په منځ کې نه وي. په منډه د هغوی کور ته لاړم؛ خلک راټول شوي وو او د کور فضا له چوپتیا او خپګانه ډکه وه. د رعنا خونې ته ننوتم؛ هغه خونه چې نور پکې د هغې د ژړا او خندا غږ نه و. د هغې د سر اوږده اوبدل شوي وېښتان چې یوه ورځ د هغې د ښکلا برخه وو، په جسد پورې یې نښتي وو او د دې صحنې لیدل زما لپاره داسې څه نه وو چې هېر یې کړای شم.
له هغې ورځې کلونه تېر شوي، خو لا هم کله ناکله د رعنا په اړه فکر کوم او له ځانه پوښتم چې داسې څه دي چې یوه ځوانه نجلۍ داسې یو برخلیک ته رسوي. په هغه ورځو کې د خلکو ترمنځ بېلابېلې خبرې کېدلې؛ ځینو باور درلود چې رعنا د کلونو کلونو کړاو او تاوتریخوالي د فشار له امله دا کار کړی او ځینو نورو بیا ویل چې ښايي د مېړه لومړۍ مېرمنې یې په دې پېښه کې لاس لرلی وي. په هغه کور کې چې څه تېر شوي وو، حقیقت یې هېڅکله ماته روښانه نه شو. خو یو شی چې زه پرې پوهېږم هغه دا دی چې د رعنا درد یوازې د یوې ورځې نه و؛ هغې د اوږدې مودې لپاره له وېرې، یوازېتوب او تاوتریخوالي سره ژوند کړی و، چې ورو ورور یې هغه له دننه ستړې کړې وه. ښايي د دې پوښتنې ځواب چې په هغه کور کې پر رعنا څه تېر شول، هېڅکله پیدا نه شي؛ خو د هغې ارامې څېرې او اوږدو وېښتانو لرونکې نجلۍ خاطره د تل لپاره زما په ذهن کې پاتې ده. هغه نجلۍ چې ښايي په ځلونو یې غوښتل غږ یې واورېدل شي، خو تر دې مخکې چې څوک یې د دردونو په ژورتیا پوه شي، چوپه شوه او لا هم دا پوښتنه پر ځای پاتې ده: څومره نورې نجونې باید د جبري ودونو او د داسې ژوند قرباني شي چې پکې د غوراوي حق او د ساه اخیستلو فرصت ترې اخیستل کېږي؟





