۸صبح، کابل: د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سبا د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
دغه وزارت په یوې خپره کړه اعلامیه کې ویلي چې یکشنبه د زمري ۲۸مه له بریټانیا څخه د هېواد د خپلواکۍ په مناسبت عمومي رخصتي ده.
طالبانو تېره چهارشنبه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او پر هېواد د دغې ډلې واک ته د رسېدو په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې وه.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي و چې دا ډله د زمري ۲۸مه هم د زمري ۲۴مې په څېر لمانځي.
د یادونې ده چې افغانستان له څو کلونو جګړو وروسته له نن څخه شاوخوا ۱۰۵ کاله پخوا په ۱۲۹۸ لمریز کال کې (۱۹۱۹م) د امانالله خان د واکمنۍ پرمهال له انګلستانه خپلواکي ترلاسه کړه.





