د هېواد په سوېل کې پروت زابل ولایت څو ورځې دمخه د بې موسمه ورښتونو له کبله د ځپونکو سېلابونو شاهد و چې په پایله کې یې د دغه ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
په دغه ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې د وروستیو ورښتنونو په پایله کې د راوتلو سېلابونو پرمهال خلکو ته د زیات شمېر مالي زیانونو سربیره، په دې سېلابونو کې ۱۰ کسان مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي. هغه کسان چې د وروستیو سیلابونو له امله ځاني او مالي زیانمن شوي دي، وایي چې تر اوسه ورسره هیڅ مرسته نه ده شوې او د دوی ټولې شتمنۍ اوبه له ځان سره وړي دي.
د شینکی ولسوالۍ د فیپتاو کلي یو اوسیدونکی، حلیمالله چې د هغه کور په بشپړه توګه د سېلابونو له کبله ویجاړ شوی، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د شپې له پیل څخه په سیمه کې ورښتونو دوام وکړ چې وروسته د دغه اورښتونو له امله زموږ پر کلي سیلابونه راغلل. زموږ د کور په ګډون یې د نورو سیمو خلکو کورونه هم له ځان سره وړي دي.»
دی زیاتوي چې د اوسېدو لپاره یوازې همدغه یو کور درلود او وایي چې د کور د ویجاړېدو له امله یې د کورنۍ غړي تر شنه اسمان لاندې پاتې شوي دي.
دی وايي: «اوبه راغلې او زموږ کور ته ننوتې. موږ د مرستې غوښتنه وکړه، خو زموږ په کلي کې د ټولو کورونو ته اوبه ورغلې وې، هرچا د بل کس سره مرسته نه شوه کولای. زموږ کور یې ویجاړ کړی، هر څه له منځه تللي دي، او اوس په دې ګرمي کې تر شنه اسمان لاندې پاتې یو. موږ دومره وس نه لرو چې خپل کور جوړ کړو.»
د ياد کلي يو بل اوسيدونکي چې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي وايي چې د کورنۍ يو غړی يې د يادو سيلابونو له امله مړ شوي او يو بل ټپې شوي دی. نوموړی وايي چې نه یوازې د هغه د کورنۍ غړي اوبو له ځان سره وړي، بلکې د دغو سېلابونو له امله د هغه د کور په ګډون د دوی په کلي کې ۱۷ نور کورونه هم ویجاړ شوي دي او خلک یې تر شنه اسمان لاندې پاتې شوي دي. دی زیاتوي چې تر اوسه ورسره هیچا په هېڅ برخه کې مرسته نه ده کړې.
هغه وايي: «زما د خپلوانو یوه کس مړ شو، بل ټپي شو، او ټول کورونه مو ویجاړ شول. زموږ په ټول کلي کې اوس مهال ۱۷ کورونه د سېلابونو له امله ویجاړ شوي دي، خو تر اوسه راسره هیچا مرسته نه ده کړې. ټول خلک په ډېره بد وضعیت کې ژوند کوي.»
د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ د سورکاڼي نیكه کلي یو شمیر اوسیدونکي هم ادعا کوي چې د وروستیو سېلابونو له امله د دوی کلي کې سخت ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. د دې کلي یوه اوسیدونکی، شاهحسن، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د دوی په کلي کې خلکو ته د اوښتو ځاني زیانونو ترڅنګ، په زیات شمېر کرنیزې ځمکې او کښتونه اوبو له ځان سره وړي، او د خلکو څاروي هم تلف شوي دي.
دی زیاتوي چې د سیلابونو وروسته سیمې ته واکمن مسؤلین ورغلي او د مرستو ژمنه یې کړې، خو د هغه په وینا، تراوسه په ډېره کمه اندازه مرستې شوي دي. دی ویره لري چې که د ویجاړ شوو کورونو د جوړېدو، کانالونو د خلاصېدو، او د راتلونکو سېلابونو د مخنیوي لپاره د استنادي دیوالونو جوړولو ته پام ونشي، نو د راتلونکي لږو سېلابونو له امله به خلک د لا ډیرو زیانونو سره مخ شي.
نوموړی وايي: «زموږ په کلي کې د خلکو ځمکې، کښتونه، او څاروي سېلاابونو له ځان سره یوړل. تر اوسه پورې داسې مرسته نه ده شوې څومره چې موږ ورته اړتیا لرو. د خلکو کورونه خراب شوي دي، او د اوبو کانالونه هم ډک دي. په کار ده چې د سېلابونو د مخنیوي لپاره دلته استنادي دیوالونه جوړ شي، که دغه سیمې په همدې ډول پاتې شي، په راتلونکي کې که لږ سېلابونه هم راشي، خلک به د زیات زیان سره مخ شي.»
د معلوماتو له مخي د زابل ولايت په شينکی ولسوالۍ کې د ورستيو ورښتونو له امله چې کوم سيلابونه راغلل ۶۵ د عامو خلکو د کورونو تخريب کيدو ترڅنګ يې د خلکو په سلګونه څاري تلف کړي،دبريښنا شمسي هنداري يې ماتي کړي،کرنيزي ځمکي او ناکالونه هم د يادو سيلابونو له امله سخته زيانمن شوي دي.
ورته مهال، په زابل ولایت کې طالب مسوولان ادعا کوي چې د وروستیو سېلابونو ځپلو کورنیو سره یې د لومړنیو اړینو توکو مرستې ترسره کړې دي.
د روان کال د اپریل په میاشت کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي و چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړنیو درېیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې بې موسمه اورښتونو خلکو ته لوړه اندازه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. دغې ادارې په باور، د دې سېلابونو له امله زیانمن شوې کورنۍ چې د لاسنیوي اړتیا لري، په کافي اندازه مرستې نه دي ترلاسه کړي.





