۸صبح، کابل: د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د څېړنو څانګې د افغانستان په ګډون په یو شمېر زیانمنو هېوادونو کې د ناورین ګواښ د کمښت په هکله خپلې ارزونې پېل کړي دي.
نوموړې کمېټې جمعه د لړم پر ۱۸مه، په یو ۲۰ مخیز راپور کې لیکلي چې اقلیمي بدلون، څو کلنو جګړو او شدیدې بېوزلۍ افغانان اغېزمن کړي دي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې په دغه راپور کې زیاته کړې چې په افغانستان او سومالیا کې د دغې کمېټې د څېړنو څانګه له بزګرو او سیمهییزو همکارانو سره په همغږۍ د طبیعي پېښو تولید، ازمایښت او د ګواښ کمښت لپاره د «انسانمحور» لومړي ګام په توګه څېړنې کوي.
د دغې کمېټې په وینا، د دې څیړنې موخه له سیمهییزې، داخلي او دودیزې پوهې (LITK) سره د پرمختللو وسایلو یوځای کول دي ترڅو د اقلیمي ناورین او شخړو د ګواښونو کمښت لپاره جامع او د اجرا وړ لارې چارې ولټول شي.
د راپور پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې د طبیعي پېښو له کبله رامنځته شوی اقتصادي ناورین پراخ شوی دی.
همداراز، د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کلونو ترمنځ النینو (د طبیعي پېښو له کبله رامنځته شوی بحراني حالت) شرایط د معمول په پرتله لږ بارانونه لرل او په هېواد کې د درېیمې پرلپسې وچکالۍ لامل شوی دی.
د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د تېرو ۳۰ کلونو وچکالۍ تر ډېره د کرنې سکټور اغېزمن کړی او په هېواد کې د خوړو توکو د نهخوندیتوب زیاتوالي لامل شوی دی.
په راپور کې راغلي دي: «له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د نړیوالو بنسټونو هڅو سربېره، د دې پېښو ګواښونه په ټولنه، ملي او نړیواله کچه کې د ځینو اړوندو عواملو له کبله د ننګونې په توګه لا هم پر خپل ځای پاتې دي.»
د ژغورنې نړیوالې کمېټې په باور، په ملي کچه د یوې اغیزمنې حللارې نشتوالی یو له هغو عواملو څخه دی چې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله رامنځته شوي ګواښونه ډېروي.
د اقلیمي بدلون له کبله رامنځته شويو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د نړیوالو شریکانو او اقلیمي شرایطو ترمنځ د لازمې همغږۍ نشتوالی په دې برخه کې یوه بله ننګونه ده.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې د راپور پر بنسټ، په مرستهرسوونکو بنسټونو کې د ښځو پر کار د طالبانو خوا لګول شوي محدودیتونو هم په هېواد کې د طبیعي پېښو له کبله رامنځته شوی بشري ناورین لا پسې ډېر کړی دی.
د یادونې ده چې افغانستان د اقليمي بدلون له کبله د اغېزمنو هېوادونو په ډله کې شامل دی.
يوازې په تېر کال کې طبيعي پېښو د ځاني زيانونو تر څنګ هېوادوالو ته ستر مالي زيانونه هم اړولي دي.





