۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو او پاکستاني پولیسو ترمنځ تاوتریخجنو لاریونونو ته په اشارې ویلي چې د ولس مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی.
بلخي یکشنبه د تلې پر ۱۵مه په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفینو د پلویانو ترمنځ ترینګلتیا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې او په وینا یې، دوام یې پر ټوله سیمه منفي اغېز لرلای شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبان د پاکستان وضعیت له نږدې څاري.
بلخي زیاته چې هیله لري د پاکستان حکومت او تاثیرګزاره ادارې دې له زیاتېدونکې نارضایتۍ سره معقول او واقعبین چلن وکړي.
هغه ویلي: «وروستیو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار مسلې لا پيچلې کوي.»
د یادونې ده چې د پاکستان مخکېني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند پلویانو د دغه هېواد په ځينو ایالتونو کې پراخې مظاهرې پېل کړي او له زندانه یې د نوموړي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
دا لاريونونه له هغې وروسته په تاوتريخوالي واوښتل چې پاکستاني پوليسو مداخله وکړه او لسګونه کسان يې ونيول.





