د طالبانو د کړنو ثبتول

د افغانستان د خلکو په تړاو ویل کیږي چې یو شفاهي ملت دی؛ یعني خپلې خاطرې په لیکلی بڼه نه ثبتوي چې له تاریخه څه زده کړي او دا د تېروتنو او غمېزو د تکرار یو لامل دی. په عامیانه ژبه له یوې سوړې څو ځلي چیچل کیږي اوهېڅکله له هغه څه درس نه اخلي چې پرې تېر شوي دي. په اصل کې د تاریخ علم د دې لپاره رامنځته شوی چې خلک له تیرو ترخو تجربو پند واخلي او اړ نه وي چې د یوه کار بیه څو ځلي پرې کړي.
د انسانانو ټولې تجربې ترخې او ناوړه نه دي. ملتونه خپلې ښې او خوندورې تجربې ثبتوي چې ورته د الهام، وياړ او پر ځان د باور سرچينه وي. دردناکې تجربې د دې لپار ثبتېږي چې ترې د عبرت په اخیستو سره د هغو د تکرار مخه ونیول شي. د ترخو پېښو پټ ساتل او پرې پرده غوړول له حقایقو سره د مقابلې د جرئت د نشتوالي او د پېښو د لامل د څېړلو او کشف د وړتیا نه لرلو زېږنده ده. پرمختللی ملتونه خپل تاریخ د امکان تر بریده له ټولو جزییاتو سره ثبتوي او اسناد یې په خپلو ملي کتابتونونو، موزیمونو او آرشیفونو کې ساتي، څو راتلونکي نسلونه د هغه په سسټماټیکې مطالعې سره راتلونکي ته لاره پرانیزي. په دې توګه، د خپلو پلرونو او نیکونو پر تېروتنو خبرېږي او پوهېږي چې د هغوی د شرم وړ کارونه په ویاړلو نه ارزي. د تېر تاریخ په تړاو د ټولنې پوهاوی له هغوی سره مرسته کوي، چې تېر هېر نه کړي او کله چې د هغوی په ټولنیز ژوند کې د غمیزې د تکرار لومړنۍ نښې څرګندېږي، مخکې له مخکې یې د مخنیوي تدابیر ونیسي. د نازیزم له مخینې سره د جرمني د خلکو چلند د دغه کار یوه بریالۍ او ښوونیزه بیلګه ده.
د افغانستان تاریخ د دغه وضعیت برعکس دی. هغه تېروتنې چې د لویو غمېزو لامل شوي او په بهرني یا کورني اړخ کې په لوړه کچه د ناورینونو سبب شوې دي، ډیری وختونه یا غلې ساتل شوې او یایې یوه جعلي او تحریف شوې کیسه وړاندې شوې ده. موږ د خپلې نږدې او لېرې تاریخ په تړاو ډیر داسې بې مانا څه لرو، چې لا یې هم په هکله د خبرو کولو جرئت نه لرو او کله چې یې مازې باب پرانېستل شي، د یو بل په ګرېوانونو پورې راځړېږو، خو د تېر د څېړلو وړتیا نه لرو.
په دې خاوره کې ترخې تجربې کمې نه دي او یوه له وروستیو غمېزو د ۹۰ لسیزې په وروستیو کې د طالبانو پنځه کلنه واکمني وه. په هغې دوره کې ډېرې وينې توی شوې، ډېر کورونه وران شول، ډېرې ځمکې وسوځول شوې او پر هېوادوالو تورې ورځې تېرې شوې. خو دوه لسیزې وروسته نوی نسل ان پر یو سلنه هغو جنایتونو نه پوهېده او کله چې د دې غمېزې د تکرار وخت راغی نو د یو شمیر لوستو کسانو، ژورنالیستانو، شنونکو او ټولنیزو فعالانو په ګډون ډیرو خلکو د طالبانو د بدلون احمقانه خبرې کولې او د هغوی د بري لار یې هواروله. که په هغې دورې او تر هغې وروسته شلو کلونو کې د طالبانو کړنې مستندې شوې وای، د خلکو په ټولیز شعور کې به يې روښانه تصویر موجود وای، نو د دغه ناورين د تکرار د مخنيوي لپاره به حتماً يوه ټولیزه اراده رامنځته کېدله. اوس چې د طالبانو د کړنو د ثبتولو لپاره زياتې وسيلې او اسانتياوې شته او هر وګړی کولای شي د واقیعتونو يوه برخه په موبايل، قلم او ټولنيزو شبکو کې ثبت کړي، باید د دې ډلې د کارنامې د ارشیف کولو اقدام وکړي، هیڅ شی باید پرېنښودل شي. د نازیانو د تاریخ په څېر د طالبانو ټول جنایتونه باید په تاریخ کې ثبت شي. یوازې دغمېزو ثبتېدل د پېښو د تکرار مخه نیولای شي.