۸صبح، کابل: د سور صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) وايي چې دغه بنسټ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له زرګونو کورنیو سره د اوبو مدیریت او د لمریزې برېښنا د تولید په برخه کې مرستې کړې دي.
دغه سازمان شنبه د لیندۍ پر ۶مه یو بیان خپور کړی او لیکلي یې دي چې په هېواد کې د وچکالۍ د اغېزو د کمښت لپاره د دغه سازمان هڅې دوام لري.
نوموړي سازمان د دې مرستو موخه د اقلیمي بدلون له کبله زیانمن شویو خلکو ته لاسرسی بلل دی.
په افغانستان کې د سور صلیب نړیوالې کمېټې مشرې کترینا ریتز ویلي دي: «زموږ په هڅو کې هغه پروژې چې موخه یې د اوبو مدیریت ښهوالی، دوامداره برېښنا چمتووالی او د کرنې له معیشت ملاتړ کول دي، شاملې دي.»
د کاربن د خپراوي د مخنیوي لپاره د لمریزو برېښنايي شبکو لګول او همداراز د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو د کوچنیو زیرمو، کانالونو او استنادي دېوالونو جوړول د دغه سازمان پروژې دي.
د بیان پر بنسټ، د سور صليب نړيوالې کمېټې له لمريزې برېښنا څخه په ګټېاخيستنې د کابل ښار ۱۱۵ زره اوسېدونکو ته د څښاک اوبه برابرې کړې دي.
همداراز په ګردېز ښار کې له لمریزې برېښنا سره د اوبو پمپ د نښلېدو له لارې شاوخوا ۴۹ زره کسانو دوامدره اوبو ته لاسرسی پیدا کړی.
د سور صليب د معلوماتو له مخې، د فارياب په مرکز مېمنه کې ۱۸ زره ۹۷۰ اوسېدونکي د لمريزې برېښنا له لارې اوبو ترلاسه کوي.
د دې کمېټې له خوا په هرات او کندهار کې هم ورته پروژې پلې شوې دي.
د دغه نړیوال سازمان په وینا، د برېښنا د یوې باثباته سرچینې په برابرولو، د لګښت په تنظیمولو او د شین کوریز ګازونو د خپراوي په کمښت سره، د افغانستان خلکو لپاره له ځنډ پرته د اوبو تضمین کېږي.
د اقلیمي کارپوهانو یوې نوې ارزونې افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله شپږم زیانمن هېواد بللی دی.
د اقلیمي بدلون کارپوهانو ویلي چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به په هېواد کې د تودوخې منځنۍ کچه له ۱.۷ څخه تر ۱.۹ درجو پورې لوړه شي.





