۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي چې نوموړي بنسټ د ملګرو ملتونو د خوړو او کډوالۍ له نړیوالو سازمانونو سره په ګډه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له زیانمنو کروندګرو سره د مرستې لپاره یو پروګرام پېل کړی دی.
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان یکشنبه د لیندۍ پر ۴مه د اېکسپاڼې له لارې په یو خپاره کړي راپور کې لیکلي چې دا پروګرام به له ۲۰۲۴ تر ۲۰۲۶ کال پورې پلي شي.
د راپور پر بنسټ، دا پروګرام د اروپايي ټولنې د ۱۶.۲ میلیونه ډالرو په مالي مرسته پلي کېږي.
د دې پروګرام اصلي موخې د کرنیزو محصولاتو زیاتول، د بېلابېلو معیشتونو وده او د بزګرانو د محصولاتو د خرڅلاو لپاره د مناسب بازار برابرول بلل شوې دي.
تمه کېږي چې په کندهار، هلمند او بادغیس ولایتونو کې د اقلیمي بدلون له کبله زیانمنې شوې اووه زره کورنۍ د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې راشي.
د دې ترڅنګ، دا پروګرام به د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کوچنیو او منځنیو شرکتونو له پراختیا ملاتړ وکړي.
همداراز، د دېوالونو، د اوبو لګونې کانالونو او د اوبو د نورو سرچینو په ګډون د اوبو پروژو بیارغونه او جوړونه د دغه پروګرام نورې موخې دي.
د راپور پر بنسټ، کورنۍ به د زیانمنتیا معیارونو او د سیمې له خلکو سره د مشورې له مخې وټاکل شي.
د یادونې ده چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د اروپايي ټولنې مرستې څه باندې ۱۰۰ ميليونه يورو رسېږي.
څو ورځې مخکې د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي و چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د بشري او پرمختیايي مرستو د پروژو د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.





