د جمهوریت تر پرځېدو وروسته طالبانو په افغانستان کې د داعش حضور د رسنیو تبلیغات وبلل. د دغه رژيم ویاندویانو پرله پسې په هېواد کې د داعش له حضوره انکار وکړ. د طالبانو د انکار سیاست په داسې حال کې کېږي، چې د دغې ډلې په ولکې سره د داعش جنګیالي له زندانونو خوشې شول. طالبان تر اوسه په افغانستان کې د داعش حضور رسنیز تبلیغات ګڼي، حال دا چې تر اوسه يې تر ۵۰ د زیاتو بریدونو مسوولیت منلی دی، په دې کې پر هوايي ډګر برید، کندوز، کندهار او بلخ کې پر لمونځ کوونکو برید او د کابل په لوېديځ کې پر زده کوونکو برید يې منلی دی. له دې سره سره داعش جګړه مارو تر اوسه جبهه يي جنګ نه و پيل کړی او یوازې یې ځانمرګي بریدونه کول. په تازه مورد کې داعش جګړه مار او طالبان د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې جبهه یي جنګ کړی، چې په پایله کې له دواړو اړخونو څخه مرګژوبله لري. د رسنیو د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې بهرني کسان هم وو او تر اوسه یې هویت نه دی په ډاګه شوی.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو په راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره بهرني جګړه مار شته. له بلې خوا، هغه جګړه مار چې د طالبانو په لیکو کې جنګېږي، له منځنۍ اسیا سره د طالبانو د اړیکو د جوړولو له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی په دې باور دي، کله چې د منځنۍ اسیا هېوادونه طالبان په رسمیت وپېژني، طالبان ښايي له بهرنیو جنګیالیو مخ واړوي یا هم ښايي له خپلو همسنګرانو څخه له چین، روسيې او اوزبیکستان سره د اقتصادي – سیاسي معاملې لپاره استفاده وکړي. په همدې دلیل، هغوی هڅه کوي، چې منځنۍ اسیا ته لاره پيدا کړي. د هېواد په شمال کې د حزب التحریر وده هم داعش ته یو بستر جوړېدای شي.
د خالد بن ولید جومات ملا امام مولوي عبدالحلیم د اختر پر ورځ د اسماعلیه شیعه ګانو د تکفیر فتوا صادره کړه. هغه د خپلې وینا پر مهال وویل، چې شیعه په ځانګړې توګه اسماعلیه مسلمانان نه دي. هغه د اسماعلیه مذهب پيروان «مشرک» وبلل.
د طالبانو په بریا سره د القاعدې او داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پام ور واوښت. القاعدې د دې ډلې د بریا مبارکي ورکړه. د ملګرو ملتونو د راپور په وینا، د القاعدې د مختلفو پوړیو کسان د طالبانو په واکمنۍ کې خوندي سلامت دي. هغه څه چې دا ټولې ترهګرې ډلې په یوه ټغر سره راټولوي، د دوی مشترکات دي او هغه ارزښتونه او تضادونه دي، چې د دغو ډلو له باورونو سره په ټکر کې وي. د ښځو او سړیو د حقونو مساوي والی او مدني ازادۍ پر ضد او صدر اسلام ته ستنېدا، دا ډلې سره نږدې کړې دي. داسې چې هغوی کلونه د افغانستان د مخکیني حکومت پر ضد په یوه سنګر جنګېدلي دي او که طالبان له دغو ډلو سره خپلې ژمنې پوره نه کړي، ډېری به یې د دغې ډلې له لیکو بهر شي.
د طالبانو ترمنځ کورني اختلافات د داعش د پیاوړتیا یو لامل بلل کېدای شي. طالبانو تر ولکې وروسته په افغانستان کې قومي مسایلو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
داعش له القاعدې څخه بېله شوې ډله ده او د ایډيالوژيکو باورونو له مخې له طالبانو سره ډېر مشترکات لري. دا ډله هغو کسانو ته مناسبه فضا ده، چې له طالبانو بېلېږي. په فاریاب کې د سلفي علماوو نیول هم په همدې مساله کې ريښې غځولې دي. په خواله رسنیو کې ویډيوګانې لاس په لاس کېږي، چې طالبانو په فاریاب کې د سلفیت پيروان بندیان کړي دي. کابل کې د سلفیانو د علماوو مشر سردارولي ثاقب وژل کېدل هم په همدې مساله کې نغښتی دی. ثاقب د جلال اباد په نارنج باغ کې دیني مدرسه درلوده. تر دې مخکې په بیا بیا راپورونه خپاره شوي و، چې د دغې دیني مدرسې زده کوونکي له داعش سره یوځای شوي دي. د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې دغه سلفي ملا پاکستان ته لاړ او بیا طالبانو کابل ته وغوښت. هغه په هغه کور کې چې طالبانو ورته برابر کړی و، ژوند کاوه. داسې ښکاري چې طالبانو د نورو ډلو راټولېدل درک کړي او د هغوی د فکر او مشرانو د له منځه وړلو په هڅه کې دي.
د ایغوریانو، اوزبیک او تاجیک ترهګرو په ګډون نورو ترهګرو د دوی له هېوادونو سره د طالبانو پر چلن اندېښنه څرګنده کړې ده، ځکه چې هغوی په خپلو هېوادونو کې واکمن نظام طاغوتي نظام بولي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هغو هېوادونو له مشرانو سره په لیدنو کې ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه به بل هېواد ته سرخوږی نه جوړېږي. داسې ژمنه چې په منځنۍ اسیا کې اسلامپالي ترهګر یې اندېښمن کړي او له طالبانو سره د اړیکو د پرې کولو په هڅه دي.
د اوزبیکستان د اسلامي غورځنګ شبه نظامیان د عثمان غازي په مشرۍ چې له کلونو راهیسې یې له طالبانو سره څنګ په څنګ جنګ کاوه، خپل جهادي بیرغ بدل کړی دی. دغه غورځنګ په ۲۰۱۵ کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي ته بیعت وکړ. د دغه ډلې مشر وروسته بیا په زابل کې د طالبانو له خوا ووژل شو. بل ځل بیا په ۲۰۱۸ کې د جوزجان په درزاب کې سره ونښتل، چې هغه مهال يې د قاري حکمت الله شبکې ته چې په دغه ولایت کې د خراسان داعش څانګې اصلي کس و، ماته ورکړه. قاري حکمت الله اوزبیک توکمی طالب و، چې کلونه یې د افغانستان په شمال کې د طالبانو تر څنګ د پخواني حکومت پر ضد جنګ کړی و. ویل کېږي، چې قاري حکمت الله خراسان داعش ته په شمال کې د یو ارشد غړي په توګه کار کاوه او د منځنۍ اسیا جګړه مار او د پاکستاني طالبانو تحریک ضد کسان يې جذبول. که طالبان منځنۍ اسیا هېوادونو ته توجه وکړي، دا ترهګرې ډلې به د داعش په لیکو کې وجنګېږي. له بلې خوا، لیدل کېږي چې پر منځنۍ اسیا د بایډن تمرکز او په دې سیمه کې د بایډن له خوا د تېروتنې منل د افغانستان په شمال کې نښتې زیاتوي. د طالبانو یو کلنه ولکه هم ښيي، چې هغوی د افغانستان د ارضي تمامیت د امنیت وس نه لري. که له امریکا پاتې وسلې داعش ته په لاس ورشي او د داعش بریدونه زیات شي، لوږه او پر ولس د طالبانو ظلم هم دوام وکړي، دا ډله پياوړې کېږي او افغانستان به له منځني ختیځ، سویلي او مرکزي اسیا څخه د داعش پيروانو په مرکز واوړي.
اوس په منځني ختیځ کې هم ناندرۍ زیاتې شوې دي او ان د نظامي مخامخېدو وېره شته. اسراییل ټینګار کړی، چې په ایران کې یې عملیات کړي دي. که د موصل په شان خلافت ته د ورته سناریو تکرار په افغانستان کې تجربه شي، افغانستان ته د امریکا او نړیوالو وسله والو ځواکونو د راتګ شونتیا شته. دا چې روسیه له اوکراین سره په جګړه بوخته ده، دمګړۍ په افغانستان کې د روسې نظامي حضور نه تصور کېږي؛ ښايي ترهګري منځنۍ اسیا ته لمنه وغوړوي او منځنۍ اسیا ته د ترهګرو تر رسېدو پورې به افغانستان د سیمه ییزو ترهګرو او نړیوالو ترمنځ د جګړې ډګر وي. خو که پېښې په بل شان واوړي او د طالب ضد ډلې واک ته ورسېږي، مشروع نظام جوړ شي او ملي او نړیوال ځای ولري.