• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۴ تله ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ختیځ زون ديني علماؤ يو ځل بيا پر طالبانو د اوربند غږ وکړ

۸صبح ۸صبح
۱۱ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۰ - ۱ جون ۲۰۲۱ [t_time:1622534903]

د ختیځ زون ديني عالمانو، قومي مخورو او یو شمېر مېرمنو نن د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د يوې ستره غونډهې پر مهال پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې د افغان وژنې د مخنیوي په موخه دې په هېواد کې د اوربند په کولو سره جګړه بس کړي.

ديني علماوو او قومي مخورو پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې په ټول هېواد کې سراسري اوربند وکړي او د بین الافغاني خبرو له لارې دې ستونزې حل کړي. ويناوالو په خپلو خبرو کې وويل چې، جګړه هېڅ ګټونکی نه لري او یوازې د افغانانو د وژنې او د هېواد د ورانۍ لامل کیږي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل يادې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې، د نړۍ سترو ديني عالمانو اوسنۍ جګړه ناروا او حرامه بللې او غږ یې پورته کړی چې افغان وژنه دې بس شي، نو له همدې امله هېڅ دلیل نشته چې اوسنۍ تپل شوې جګړې ته دې د جهاد نوم ورکړل شي.

د ننګرهار والي خواشیني وښوده چې وسله‌وال طالبان له بهرنیانو سره خبرو ته کښېني، خو افغان وژنې ته دوام ورکوي. هغه پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې د علماؤ په منځګړیتوب دې د خبرو اترو لپاره ځای په نښه کړي او اوربند دې وکړي.

د افغانستان ديني علماؤ او مذهبي مشرانو ترڅنګ د اسلامۍ نړۍ سترو مذهبي مشرانو او عالمانو هم څو څو ځلې په خپلو څرګندونو کې د افغانستان روانه جګړه ناروا بللې او د افغان وژنې د درېدو غوښتنه يې کړې ده. څو ورځې وړاندې د مصر ستر مفتي، دکتور شوقي ابراهیم علام په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او ناروا وبلله.  نوموړي ويلي ؤ چې د قرانکریم او نبوي احاديثو په استناد د افغانستان جګړه او د وګړو وژنه ناروا عمل دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بين الافغاني مذاکراتو پروسې په ټپه درېدو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جګړې او تاوتريخوالي له امله هره ورځ عام وګړي وژل او ټپيان کېږي چې دغې چارې د افغاني ټولنې د نورو برخو ترڅنګ عام وګړي هم اندېښمن کړي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې پر ښوونځيو څه باندې زر بریدونه ثبت شوي
خبرونه

رائول والنبرګ: طالبانو په تېرو شلو کالو کې پر ښوونځيو د بریدونو له لارې د افغانستان ښوونیز بهیر ګډوډ کړ

۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791313811]
گوټېرش د غـزې د سولې د طرحې د بشپړ پلي کېدو غوښتنه وکړه
بهرني خبرونه

ګوتېرېش: د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د لارو چارو په برابرولو کې د پاکستان ونډه برخلیک ټاکونکی وه

۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791312454]
د امید سبز ښارګوټي د استازو نیول؛ طالبان د دغه ښارګوټي د تخلیې په لټه دي
خبرونه

د امید سبز ښارګوټي د استازو نیول؛ طالبان د دغه ښارګوټي د تخلیې په لټه دي

۱۴ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791305849]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.