په دې ورځو کې د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ اړیکې د ترینګلتیا او بې باورۍ اوج ته رسېدلې دي او د همدغو ترینګلتیاوو له امله د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې له پاکستانه په ډله ییزه توګه «نا قانونه افغان کډوال» وباسي. د پاکستان د حکومت مشران تصور کوي، چې په پاکستان کې د ناامنیو د زیاتیدو ریښې په افغانستان کې دي او ادعا کوي چې له پاکستانه د ناقانونه کډوالو اېستل په دغه هیواد کې د ناامنیو ګراف راټیټولای شي. پردې سربیره، د پاکستان حکومت ګومان کوي چې له پاکستانه د سلګونو زرو کډوالو په اېستلو او افغانستان ته د هغوی په استولو سره به طالبان له ستونزو سره مخ کړي او پر هغوی به فشار راولي چې د ټي ټي پي له ملاتړه لاس واخلي.
پاکستاني چارواکي پر طالبانو نیوکه کوي چې پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) ته یې پناه ورکړې او په دې توګه یې پاکستاني طالبانو ته په پاکستان کې دننه د امنیتي ضد اقداماتو لپاره زمینه برابره کړې ده. پاکستاني چارواکي کله کله ادعا کوي چې یو شمیر طالب جنګیالي عملاً له پاکستاني طالبانو سره په جګړو کې برخه اخلي. په تازه مورد کې ویل شوي، هغه کس چې په دېره اسماعیل خان سیمه کې یې د پاکستان د ګډو ځواکونو پر مرکز ځانمرګی برید وکړ، د افغان طالبانو غړی او د هلمند د موسی کلا اصلي اوسیدونکی و او قاري شاکر نومېده. په همدې دلیل د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته یو لیک استولی او په هغه کې یې د طالبانو د یاد شوي غړي پر کړنې د اعتراض ترڅنګ، له دغې ډلې غوښتي چې د ټي ټي پي پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي.
په دې ادعا کې جدي شک شته چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال دې د پاکستان په ناامنیو کې لاس ولري. ډېری کډوال چې په هغه هیواد کې ژوند کوي، له بدو ورځو یې په هغه هیواد کې پناه اخیستې او د وخوره او مه مره ژوند لپاره یې شپه او ورځ پرځان یوه کړې ده او له سیاسي او نظامي خوځښتونو سره علاقه او تړاو نه لري. دغه راز تر اوسه داسې شمېرې نه دي خپرې شوي چې وښيي، د افغان کډوالو په منځ کې د جرمونو کچه د پاکستاني وګړو په پرتله لوړه وي. واقعیت دا دی چې د پاکستان حکومت له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې په ملاتړ سره د ترهګرۍ او ناامنۍ اور ته لمن وهلې او په سیمه کې یې ملېشې او بنسټپالې ډلې چاغې کړې او اوس د خپلو هڅو حاصل ویني. اوبه په چینه کې مدیریت کېدای شي، خو چې په سیلاب بدلې شي، مقابله یې ناشونې ده.
افغانستان ته د کډوالو د پراخې راستنېدنې ناوړه پایلې
دې ته له پام پرته چې له هغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د پاکستان پلمه څومره ريښتینې او پر حقایقو ولاړه ده او د بشري حقونو له معیارونو او نړۍوالو کنوانسیونونو سره څومره اړخ لګوي، هغه څه چې واقعیت دي او په عمل کې پیښ شوي دا دي چې پاکستان په تېرو دوو میاشتو کې بریالی شوی چې له پاکستانه څه باندې ۵۰۰ زره افغان کډوال وباسي او بیرته یې خپل اصلي هیواد ته ستانه کړي. له شک پرته چې افغانستان ته د کډوالو پراخ راستنیدل د پام وړ او ملموسې سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري او په دې برخه کې د طالبانو اداره او دغه راز اړوند نړۍوال بنسټونه باید تر ټولو کمې کچې ته د دغې بېرته راستنېدنې د زیانونو د رسېد لپاره لازم اقدامات وکړي.
افغانستان ته د کډوالو د ډله ییزې بېرته راستنېدنې یوه خطرناکه پایله د بنسټپالو او مذهبي افراطي ډلو لکه داعش خراسان په لومه کې د کېوتو په ګډون له فکري او ټولنیز زیان سره د هغوی مخ کیدل دي. ښکاره خبره ده، هغه کورنۍ چې ناڅاپه او یو په یو له هغه چاپېریاله جلا کېږي چې پکې لوی شوي او کلونه کلونه یې پکې ژوند کړی او ورسره عادت شوي او د هغه پر راز او رمز پوه شوي، له جدي زیان سره مخ کېږي، ځکه چې دا ډول کورنۍ په داسې حالت کې چې فکري او اقتصادي بې ثباتي تجربه کوي او د ناامنۍ احساس کوي، شونې ده چې له دغه ډنډه د ژغورل کېدو لپاره د هغو ډلو په لومه کې ولوېږي چې د هغوی په انتظار دي او په یو ډول دغو ډلو ته پناه یوسي. ډېر داسې موارد شته چې مظلوم، بې دفاع او ناراضه کسان او کورنۍ د بې عدالتۍ او ګډوډۍ له کړاوه د خلاصون په موخه له خطرناکو او ورانکارو ډلو سره يو ځای شوي، چې له هغوی سره یې لویې او د روښانه راتلونکي ژمنې کړې دي، خو په عمل کې له دې پرته چې ستونزې یې ورزیاتې کړي ، نور څه نه دي کړي.
د داعش خراسان ډلې د جلب او جذب اصلي تګلار په انټرنیټ کې د تبلیغاتي ویډیوګانو د خپرولو له لارې د داوطلبو کسانو جذب او د ټولنیزو شبکو له لارې اړیکه یا له هغو کسانو سره مستقیمه اړیکه ده چې مناسب تشخیص کیږي. ننګرهار او کونړ ولایتونه د داعش خراسان ډلې د فعالیت له اصلي سیمو دي. دا ډله د خپل ځواک په اوج کې د افغانستان په دې سیمه کې فعاله وه او جګړه یې کوله. طالبانو پرېکړه کړې، چې د یو شمېر راستنوشویو کډوالو لپاره په تورخم او د ننګرهار په نورو سیمو کې کمپونه جوړ کړي. ايا طالبانو پر دې مسأله غور کړی چې تر کومه بریده دغه کمپونه مدیریت کولای شي څو پرېنږدي چې د داعش خراسان په څېر خطرناکې ډلې پکې نفوذ وکړي او خپله ايډيالوژي خپره کړي. ولې کډوال باید په هغو ځایونو کې ځای پر ځای شي چې د داعش د خراسان څانګې د نفوذ احتمال پکې زیات دی؟ ايا طالبان او پاکستان په دې کړنو سره عملاً کډوال د ترهګرو ډلو لمنې ته نه اچوي؟
په پاکستان او افغانستان کې د داعش ډېری غړي د طالبانو پخواني ناراضي غړي دي. که څه هم د طالبانو ډله د داعش تر ټولو خوني او سرسخته دښمنه ده او په زرګونو کسان د داعش د غړیتوب په تور د طالبانو په زندانونو کې په بدو شرایطو کې پراته دي، خو د دغو دوو ډلو ترمنځ مشترکې وجهې کمې نه دي. داسې راپورونه هم شته چې د طالبانو له بري وروسته د دغې ډلې یو شمېر ټیټ پوړي غړي د خپل مشرتابه له کړنو راضي نه دي او خپله مشرتابه له اعلان شویو اهدافو سره په خیانت تورنوي. دا شمېر کسان ښايي له ټي ټي پي سره د هغه څه لپاره همکاري وکړي چې تصور کوي، د اسلامي شریعت پلي کول دي، یا له داعش خراسان سره یوځای شي څو د طالبانو له مشرتابه چې فکر کوي خیانت یې کړی دی، غچ واخلي. د داعش ډیری اوسني غړي په لومړي سر کې د ټي ټي پي غړي وو. که څه هم د هلمند د موسی کلا اوسېدونکی قاري شاکر د طالبانو د ډلې غړی و، خو د خپلو قوماندانانو له اجازې پرته له ټي ټي پي سره یو ځای شو او په دېره اسماعیل خان کې یې وروستي ځانمرګي عملیات ترسره کړل.
د راستانه شویو کډوالو د ادغام په بهیر کې د نړۍوالو سازمانونو محوري رول
د هغو کډوالو لپاره چې له پاکستانه راستانه شوي د نړۍوالو خیریه سازمانونو مرسته اړینه او حیاتي ده. دې ته په پام سره چې د طالبانو رژیم د دغو کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري، په دې برخه کې د خوړو د نړۍوال سازمان او نورو اړوندو بنسټونو رول ډېر مهم دی. که نړۍوال سازمانونه په دې برخه کې خپل رول ونه لوبوي، نو ډېر احتمال شته چې په افغانستان کې د ژمي د سختې يخنۍ له امله يو شمېر ياد شوي کډوال خپل ژوند له لاسه ورکړي. بلخوا، دا سازمانونه باید دې مسألې ته پام وکړي چې د کډوالو لپاره د خوراکي توکو او جامو چمتو کول په هیڅ ډول بسنه نه کوي، بلکې دغه سازمانونه باید تدوین شوي او همغږي پروګرامونه په پام کې ونیسي څو په نوي چاپیریال کې د دغو خلکو د ادغام بهیر په تر ټولو لږ زیان سره ترسره شي. په دې برخه کې د نورو هیوادونو د نړۍوالو سازمانونو له تجربو کار اخیستل کېدای شي. احتمالاً ، په لویو ښارونو کې د کډوالو ځای پرځای کول د ادغام بهیر ګړندی کوي. څومره چې دا کډوال په لېرې پرتو سیمو کې ژوند کوي، هغومره یې د ورانکارو او افراطي ډلو له خوا د زیانګاللو کچه لوړه ده. دغه راز هغوی ته د حرفوي زده کړو د زمینې برابرول چې د کار په موندلو کې ورسره مرسته وکړي، مهم دي. معمولاً هغه څوک چې یو مناسب او باعزته کار ولري او له اقتصادي پلوه له تنګسې سره مخ نه وي، له افراطي او بنسټپالو ډلو سره یې د یوځای کېدو احتمال کم دی. ډیری هغه کسان چې له اورپکو ډلو سره یوځای شوي، اقتصادي او معیشتي عوامل یې په پریکړو کې ښکیل پاتې شوي.
بله لویه ننګونه چې له پاکستانه د راستنیدونکو کډوالو د بیا میشتیدنې د بهیر پر وړاندې ته پرته ده، دا ده چې څنګه د کډوالو او د افغانستان د بېلا بېلو سیمو د اوسیدونکو تر منځ ترینګلتیاوو ته له لمن وهلو پرته دا کار ترسره شي. له دې امله چې له پخوا راهیسې په هیواد کې بېلابیلو حکومتونو هڅه کړې چې د افغانستان د یو شمیر کلیو او ښارونو د ډیموګرافیک جوړښت په ځانګړي ډول د هیواد په شمالي سیمو کې بدل کړي، ځایي خلک د مرکزي حکومت د بیا میشتیدنې پلانونو ته بدبین دي او فکر کوي چې مرکزي حکومت د هغوی د څنډې ته کولو او ځپلو هڅه کوي او د هغوی طبیعي حقونه سلبوي. شاوخوا سل کاله وړاندې د امان الله خان له واکمنۍ راهیسې مرکزي حکومت هڅه کړې چې د افغانستان په شمال کې پراخې ځمکې د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته په پرتو قبایلو باندې ووېشي او د هېواد د شمال په ډېرو سیمو کې د قومونو د نفوسو د جوړښت په بدلولو کې بریالی شوی دی. اوس هم وخت ناوخته د هېواد په شمالي او مرکزي سیمو کې د کوچیانو او ځايي خلکو تر منځ د جګړو خبرونه خپرېږي. د دغو سیمو اوسیدونکي تصور کوي چې کوچیان هغه یرغلګرې ډلې دي چې د مرکزي حکومت له خوا یې ملاتړ کیږي او په ناقانونه توګه د دوی ځمکې او څړځایونه غصبوي. اوس هغه څه چې دغه ننګونه نوره هم پېچلې کوي، دا دي چې طالبان د قومونو او قبیلو ترمنځ د شخړو د هواري تجربه نه لري، بلکې پخپله د دغو شخړو پر اور پټرول اچوي. دغه راز په داسې مواردو کې د دغې ډلې کړنلاره د خپلو مطلوبو پلانونو د عملي کولو لپاره له زور او تاوتریخوالي کار اخیستل دي او دا مسأله هم په خپل وار سره ترینګلتیاوې زیاتوي.
د دې لپاره چې په نوي چاپېریال کې د راستنېدونکو کډوالو ادغام په تر ټولو کم زیان او ترینګلتیا سره ترسره شي، بېلابېلې کړنلارې شته. یوه له دغو کړنلارو دا ده چې کډوال په تدریجي ډول او په بیلابیلو سیمو کې ځای پرځای کړای شي، نه په یوې یا ډېرو ځانګړو سیمو کې. دا هم د طالبانو د ادارې لپاره مناسبه ده چې د هغوی د میشتېدنې لپاره هغه سیمې په پام کې ونیسي چې له کلتوري او ژبني پلوه له هغوی سره مطابقت لري او په دې توګه په نوي چاپیریال کې د هغوی جذب او ادغام ته چټکتیا ورکړي. د دې ترڅنګ په لویو ښارونو کې د هغوی د ځای پر ځای کولو هڅه نه یوازې دا چې حساسیتونو او ترینګلتیاوو ته لمن نه وهي، بلکې هغوی ته د ژوندانه لا زیاتې اسانتیاوې برابروي. د دغو کډوالو لپاره د حرفوي زده کړو د کورسونو جوړول او د کار د زمینې برابرول یو بل اقدام دی چې باید د دې پراخې کډوالۍ د ناوړه پایلو د مخنیوي لپاره ترسره شي. که طالبان واقعاً د قومي حساسیتونو د پارولو اراده ونه لري او غواړي چې د دغې ډله ییزې کډوالۍ زیانونه راکم کړي، دا ډول اقدامات او دې ته ورته اقدامات کولای شي د ترهګرۍ او داعش غېږې ته د کډوالو د لوېدو مخه ونیسي او د کډوالو او ځايي خلکو تر منځ تاوتریخوالی کم کړي، یا کېدای شي حتی صفر کړي.
په افغانستان کې د بنسټپالو ډلو حضور
داعش خراسان له ۲۰۱۴ کال راهیسې په افغانستان او پاکستان کې فعالیت لري او ان د یو څه مودې لپاره یې د ننګرهار او کونړ ولایتونو د جغرافیې یوه برخه هم تر خپل واک لاندې راوستې وه، خو د جمهوریت پر مهال افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو په هوايي ملاتړ پر دې ډلې مرګوني ګوزارونه وکړل او دا ډله یې نسبتاً کمزوې کړه. له دې سره سره دا ډله لا هم له منځه نه ده تللې او کله ناکله په ورانکارو فعالیتونو لاس پورې کوي. د داعش خراسان ډلې نوم یو ځل بیا هغه مهال د ژبو پر سر شو چې دغې ډلې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې خونړی ځانمرګی برید وکړ او لسګونه امریکايي پوځیانو او هغو افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله چې له هېواده یې د تېښتې هڅه کوله. د طالبانو لاسته د افغانستان په بشپړ لوېدو سره، داعش خراسان خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او د طالبانو یو شمېرمهم مشران یې ووژل. د روان کال د جولای په ۳۱مه د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علما اسلام په سیاسي غونډه کې د داعش خراسان ډلې ځانمرګي برید دا واقعیت په ډاګه کړ چې د داعش خراسان فعالیت یوازې په افغانستان پورې محدود نه دی، بلکې دا ډله په پاکستان کې هم حضور او فعالیت لري. د راپورونو له مخې، د دغه ځانمرګي برید په پایله کې ۵۶ تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ تنه نور ټپیان شول.
له دې سره سره چې طالبان تبلیغ کوي چې ټول هېواد د دوی په ولکه کې دی او هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي، ځمکني واقعیتونه بل څه ښيي. د طالبانو د دویمې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې حضور نه انکارېدونکی دی. په دې موده کې دغې ډلې په افغانستان او پاکستان کې تر سلو زيات عملیاتونه تر سره کړي دي. دا مسأله په ډاګه کوي چې د داعش خراسان د تاوتریخجنې او خونړۍ ځپنې لپاره د طالبانو له هڅو سره سره، طالبان نه دي توانېدلي چې داعش له منځه یوسي. د دې ډلې د مشرتابه له کړنو د طالبانو ټيټ پوړوغړو نارضایتي د طالبانو په لیکو کې د داعش نفوذ ته زمینه برابروي او د دې توان ورکوي چې ناراضي طالبان جلب او جذب وکړي.
د «خراسان ولایت» چې داعش یې په خپلو رسنیزو ادبیاتو کې کاروي، یوه پراخه خاوره ده، چې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان، تاجيکستان، ازبيکستان او ایران برخې پکې شاملې دي. خو د داعش خراسان څانګې پوځي عملیات تر ډېره پر پاکستان او افغانستان او کله کله پر ایران متمرکز دي. ظاهراً دغه ډله تر اوسه منځنۍ اسیا ته پر نفوذ کولو نه ده بریالۍ شوې.
په افغانستان کې نورې بنسټپالې ډلې هم شته چې په یو نه یو ډول له طالبانو سره په تعامل او ملګرتیا کې دي او د خپلې کوربه ډلې خبرو ته غوږ نیسي، خو د تاریخ تجربو ښودلې چې دا ډول ډلې په اسانۍ نه شي مدیریت کېدای. څرنګه چې د دغو ډلو پایښت په جګړې او وینې تویولو پورې تړلی دی، نو دا ډیره سخته ده چې د تل لپاره د هغوی د ورانکارۍ او جګړې پيلولو مخنیوی وشي. ښکاره بېلګه یې د پاکستاني طالبانو تحریک دی، چې په یو ډول د افغان طالبانو له ملاتړه برخمن دی، خو بیا هم خپله خپلواکي ساتي او ظاهراً د طالبانو له مشرتابه سره له مشورې پرته د پاکستان د رژیم پر ضد جګړې ته دوام ورکوي. دا بېلګه په ډاګه کوي چې د هغو شنونکو ادعاد چې وايي، د طالبانو د رژیم تر سیوري لاندې افغانستان د نړۍ د بنسټپالو ډلو جنت ګرځېدلی دی، حقیقت لري.
د داعش خراسان کیسه له کوم ځایه پیل شوه؟
د داعش خراسان څانګه په ۲۰۱۴ کال کې جوړه شوه. تر هغې وروسته چې د ټي ټي پي او القاعده شبکې او افغان طالبانو یو شمېر جنګیالي جلا شول او بېل سازمان یې جوړ کړ، په عراق او شام کې د داعش سازمان د ټي ټي پي د یو شمېر قوماندانانو په ګډون له ځایی جنګیالیو سره د کتنې لپاره خپل استازي واستول. د ۲۰۱۵ کال په جنوري میاشت کې اصلي داعش په رسمي ډول د «خراسان په اقليم» کې د دغې ډلې د فعاليتونو اعلان وکړ او ابوبکر بغدادي حافظ خان سعيد «خراسان کې د اسلامي دولت» سازمان د مشر په توګه وګوماره. حافظ خان سعید د ټي ټي پي یو له پخوانیو قوماندانانو و او د قبایلي سیمو په یوه برخه کې یې د عملیاتو مشري پر غاړه درلوده، او دا مسأله د دې لامل شوه چې وکړای شي د داعش د خراسان څانګې د نوي تاسیس شوي سازمان د نفوذ پراخولو لپاره له خپلو اړیکو ګټه واخلي او په پاکستان کې د داعش لپاره نور جنګیالي راټول کړي. د ټي ټي پي په هغو لومړنیو قوماندانانو کې چې د داعش له خوا استخدام شول او له بغدادي سره بیعت اعلان کړ، یو شمېر مخکښ قوماندانان وو چې د پاکستاني طالبانو په تحریک کې په قبایلي سرحدي سیمو کې فعال وو او دې چارې په خپل وار سره په سرحدي قبایلي سیمو کې چې له سټراټیژیک پلوه مهمه سیمه وه، د داعش پښه ټينګه کړه او دې ډلې ته یې ګڼ غړي جذب کړل.
له ۲۰۱۵ راهیسې، داعش په هممهالي توګه په دریو جبهو کې جنګېدله، او په بې رحمانه تاوترخوالي او وژنو یې لاس پورې کاوه: له لویدیځو نظامي ځواکونو، افغان حکومت او طالبانو ډلې سره. ملا اختر منصور چې د ملا عمر له مړینې وروسته یې د طالبانو مشري پر غاړه لرله، طالب جنګیالي وهڅول چې د طالبانو تر واحد بیرغ لاندې راټول شي او له بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت سره جګړه وکړي، خو د دغو دواړو ډلو ترمنځ ترینګلتیا او اختلافات ورو ورو زیات شول او طالبانو پرېکړه وکړه چې له لاسه وتلې سیمې د داعش خراسان له منګولو وباسي او د داعش خراسان څانګه او ورسره ملګرې ډلې یې وځپي. د کوټې شورا مشرانو طالب جنګیالیو ته اجازه ورکړې چې د داعش پر ضد پراخ عملیات وکړي او د ۲۰۱۵ کال له ډسمبر راهیسې یې خپل کومانډو ګروپونه چې د «سرې قطعې» په نوم یادېږي، د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره ګومارلي وو. د طالبانو او داعش تر منځ لومړۍ لویه او جدي نښته په جوزجان ولایت کې وشوه او له یوې خونړۍ او پرلپسې جګړې وروسته په ۲۰۱۸ کال کې په دغه ولایت کې د داعش ټغر ټول شو او جنګیالي یې طالبانو ته تسلیم شول.
که څه هم د طالبانو ځپل د داعش په کمزوري کولو کې اغېزناک و، خو د داعش په منزوي کولو کې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونو اصلي رول ولوباوه. له هغې وروسته چې په ۲۰۱۸-۲۰۱۶ کال کې د داعش خراسان څو جګپوړي مشران د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ووژل شول، له دغې ډلې د لشکر طیبه، جماعت الدعوه، حقاني شبکې او د ازبیکستان د اسلامي غورځنګ یو شمېر غړي جلا شول. له دې سره سره، داعش بیا خپل ځواک ترلاسه کړ او وروسته وتوانید چې په افغانستان کې په منظمو عملیاتو لاس پورې کړي. په همدې حال کې د داعش خراسان څانګې د بیا پیاوړي کېدو اصلي لامل د دغې ډلې د نوي مشر په توګه د «شهاب المهاجر» ګومارنه وه. شهاب المهاجر د دغې ډلې له مهمو قوماندانانو ګڼل کېده او د حقاني شبکې د جنګي قومندان په توګه یې هم کار کړی و او په دقیقې پلاونې سره یې د کابل ښار په مرکز کې لوی بریدونه کول. د داعش خراسان د نوي امیر په توګه د شهاب المهاجر ګومارل کېدو د دغه سازمان په رګونو کې یوځل بیا وینه وچلوله او د پاکستان او منځنۍ اسیا له بېلابېلو سازمانونو او سیمو سره یې د دغې ډلې اړیکې بیا تازه کړې.
که څه هم پاکستاني سرچینو د ۱۴۰۰۲ کال د جون په میاشت کې اعلان وکړ چې شهاب المهاجر په ننګرهار ولایت کې وژل شوی، خو لا هم په دې تړاو په ډاډ سره خبرې کول ناشوني دي، په ځانګړې توګه د شهاب المهاجر له اسرارو او رازونو ډک ژوند ته په په پام سره چې ویل کیږي ثناء الله غفاري نومیږي او د کابل د شکردرې ولسوالۍ دی. دا په داسې حال کې ده چې عربي ژبې رسنۍ پر دې باور دي چې شهاب المهاجر د عراق دی او پر عربي سربېره په پښتو هم خبرې کوي. پخوا هم د طالبانو، القاعدې او داعش د مشرانو د وژلو ادعاوې شوې وې، خو وروسته څرګنده شوه چې دا ادعاوې درواغ دي.
په پاکستان او افغانستان کې د خراسان څانګې غړو د اصلي شمېر په تړاو بیلابیل اټکلونه او ګومانونه شته. یوځل زلمی خلیل زاد وویل، چې د دغه سازمان د غړو شمېر څه باندې۶زره دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ادعا وکړه چې د افغانستان په شمال کې د داعش دوه زره جنګیالي ځای پرځای شوي دي. که دا شمېرې کره وي او یا واقعیت ته لږې نږدې وي، نو دا باید ومنل شي چې هم طالبان او هم افغانستان له لوی سرخوږي سره مخ دی. د امریکایي ځواکونو او د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام پر وړاندې د طالبانو بري په ټوله نړۍ کې جهادي ډلې زړورې کړې دي او هغوی یې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د خونړیو جګړو پېلېدو ته هڅولې دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې افغانستان لاهم د نړۍ د امنیت او سولې لپاره یو ګواښ دی. دې شورا د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نړۍ لپاره د ګواښ سرچینه بللې ده. د دې شورا په وینا، ترهګرې ډلې او نادولتي لوبغاړي د مخدره توکو په سوداګرۍ او له طبیعي سرچینو ناوړه ګټه اخیستنې کې ښکېل دي.
لنډه دا چې، د داعش ډیری وژل شوي یا اوسني قوماندانان په اصل کې د حقاني شبکې یا د پاکستاني طالبانو غړي وو، او له دې پلوه، له ټي ټي پي او طالب قوماندانانو سره پخوانۍ پېژندګلوي او اشنايي لري. دغه راز له یوې ډلې سره یو ځای کېدل او له بلې ډلې جلا کېدل د دغو درېیو سازمانونو د غړو او د هغوی د وړو متحدو ډلو په منځ کې په تېرو وختونو کې یوه معموله چاره وه. د بېلګې په توګه د حقاني شبکې ځینې غړي د داعش د فعالیت په پیل کې له دغې ډلې سره یوځای شول او بیا ترې جلا شول. شهاب المهاجر په اصل کې د حقاني شبکې له جګپوړو قوماندانانو و او د حقاني شبکې په نوم یې په کابل کې ځینې لوی بریدونه کړي دي. په دې حساب، ډېر احتمال شته چې د طالبانو ناراضي غړي له داعش سره یو ځای شي. دا چې طالبان نشي کولای له ټي ټي پي سره پرېکنده چلند وکړي د بېلابېلو عواملو پایله ده، لکه دا چې طالبان پوهیږي که چیرې له ټي ټي پي سره پرېکنده چلند وکړي، نو له داعش سره به د ټي ټي پي د غړو د یوځای کېدو احتمال ډیر شي، اودا یووالی د داعش لیکې لامنظموي. بله مسأله دا ده چې هرڅومره چې د طالبانو د حکومتولۍ له تګلارې نارضایتي زیاتیږي، په هماغه اندازه داعش د خلکو په منځ کې د خپل نفوذ د زیاتولو لا ډېر فرصت پیدا کوي. هغه کډوال چې تازه له پاکستانه راستانه شوي او تر اوسه له نوي چاپېریال سره بلد شوي نه دي او د ژوند له شرایطو ناخوښه دي، کېدای شي د داعش د افکارو ښکار شي. هغه کسان چې په داعش کې د نویو غړو د استخدام مسوولیت پرغاړه لري، د دې وړتیا لري چې تشخیص کړي د ټولنې کوم خلک یا ډلې یا پاړکي په اسانۍ سره جذبولای شي. په ډیر احتمال سره هغوی د جنګیالیو د جلب او جذب لپاره په کډوالو پسې ورځي. که په پام کې وي چې کډوال له زیانمنېدو پرته میشت کړای شي ، نو اړینه ده چې د مرستندویه ادارو له خوا د زیان کمولو لپاره معقولې او عملي کړنلارې په پام کې ونیول شي. دا اړینه ده چې اړوند نړۍوال سازمانونه د طالبانو لپاره میدان خالي پرېنږدي او د مناسبو پروګرامونو په طرحه کولو او پلي کولو سره له پاکستانه د سلګونو زرو تازه راستانه شویو کډوالو مرستې ته ورودانګي. موږ باید په یاد ولرو چې بنسټپالان تل له تشې ګټه پورته کوي او خپلې ایډیالوژۍ ته ناراضي یا خالي ذهنه کسان جذبوي. دا ډلې غواړي چې خلک له ټولنې جلا کړي څو یې په اسانۍ سره ښکار کړي. د سره پوځ پر وړاندې د جګړې پر مهال او له هغې دورې وروسته کلونو کې د القاعدې کمپونه په داسې ځایونو کې جوړېدل چې له ابادۍ او خلکو لېرې وي. د دا ډول کمپونو د جوړولو پایلې مو ولیدې او سیمه لا هم د هغو له پایلو سره مخ ده.