پرون د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو- ټلویزیون د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده د وینا یو غږیز کلېپ خپور کړ. دا کلپ چې وروسته د دې رسنۍ له ټولنیزو پاڼو لېرې شو، شاوخوا درې دقیقې و او داسې ښکاري چې د یوې وینا برخه ده. په دغه درې دقیقه یي کلپ کې ملا هبت الله داسې ادعاوې کوي چې ښيي، له وخت سره یې اړیکې پرې شوې او دا سړی په خپلو خیالونو کې ډوب دی. په دغه غږیز کلپ کې د ملا هیبت الله تر ټولو مهمه ادعا دا ده، چې دی ځان د خدای استازی او لوېديځوال د شیطان استازي ګڼي. نو وايي لکه څنګه چې شل کاله له لوېدیځوالو سره جنګېدلی، شل کاله نور به هم وجنګیږي.
بله هغه جنجالي موضوع چې ملا هبت الله یې په دغه غږیز کلپ کې مطرح کوي، د ښځو د حقونو د ښځو د سنګسارولو او د حد د پلي کولو مسأله ده. د طالبانو مشر له ډیموکراسۍ سره د سخت مخالفت ترڅنګ، وايي:« موږ د خدای حدود پلي کوو. تاسو [لوېديځوال] واياست چې دا د ښځو د حقوقو پایمالول دي چې تاسو يې سنګساروئ، سبا به موږ د زنا حد تطبیقوو، ښځې به په عام محضر کې په ډبرو ولو، رجم کوو به یې. سبا به موږ د الله حدود نافذوو، په عامو محضر کې به په دُرو وهل کوو.» هغه د خپلو خبرو په دوام د ډیموکراسۍ او د هغو هیوادونو پر وړاندې چې د دغه سیاسي نظام ملاتړ کوي، پر مبارزې ټینګار کوي: «دا ټول [ د حد جاري کول او سنګسارول] ستاسو د ډیموکراسۍ خلاف دي، پر دې هر یوه به ستا مقابله روانه وي.»
د ملا هبت الله دا خبرې د طالبانو په اړه د نړۍ د قدرتونو روایت ننګوي. هغه روایت چې د دوحې د مذاکراتو پر مهال په افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدانو له خوا تولید او تکثیر شو دا و، چې اوسني طالبان د ۱۹۹۰ لسیزې له طالبانو سره توپیر لري او د دې ډلې د مشرتابه غړي اوس ډېر متمدن او عصري دي. د طالبانو د بدلون او د ښه او بد په دوو برخو د هغوی د وېشلو روایت له بېلابېلو سټېجونو تبلیغ او ټولنې ته وړاندې شوې، څو د طالبانو د راستنېدو لپاره زمینه برابره شي. که څه هم له هماغه پیله د ښځو او د رسنیو په ګډون د ټولنې بېلابېلو فعالو ډلو په وار وار د دغه توهم او خیال په تړاو خبرداری ورکړ، خو ارزښت ورنه کړل شو.
د طالبانو د بدلون روایت دومره ګرم او راښکونکی شو چې ان تجربه لرونکو افغان سیاستوالو هم پرې باور وکړ. د طالبانو او ټولو سیاسي ډلو په ګډون د لنډمهالي حکومت د جوړېدو خبره د طالبانو د بدلون د دغه روایت د یوې فرعي برخې په توګه مطرح شوه. دې مسألې د سیاسي ګوندونو مشران او ان د ښاغلي غني د حکومت د مشرانو یوه لویه برخه دې کاذب باور ته رسولي وه، چې طالبان به پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي او د دوی ونډه به په پام کې وساتي. نو لکه څنګه چې د طالبانو د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني ادعا کړې، د دې ډلې ځینو مشرانو له دې ډلې سره اړیکې ونیولې. البته دې ته له پام پرته چې د حقاني ادعا څومره ريښتیا ده، د جمهوريت په وروستیو کې په دوستانه محافلو کې د طالبانو له ډلې سره د ځینو سیاسي مشرانو د اړیکو د ټينګېدو خبرې کېدې. ښايي خلیل الرحمن حقاني په خپله ادعا کې مبالغه کړې وي، خو له شک پرته هغه روایت چې د نړۍ د قدرتونو له خوا د طالبانو د سپینولو لپاره پر ولس وپلورل شو، د سیاسي بهیرونو ځینې مشران او د غني حکومت چارواکي یې غولولي وو.
خو د طالبانو د بدلون روایت تر هغې وروسته چې دغه ډله بیا واک ته راستنه شوه، د هرې ورځې په تېرېدو سره له جدي ننګونو سره مخ کېږي. له هماغه پیله چې د دې ډلې پلویانو او لابیګرانو د طالب د ذهنیت د بدلون خبرې کولې، د نجونو او ښځو پر مخ یې د دولتي ادارو او ښوونځیو دروازې او څو میاشتې وروسته د پوهنتونونه دروازې وتړلې، جعفري مذهب یې له رسمیته و اېست او د دغې فقهې تدریس یې منعه کړ. مشخص قومونه یې د واک له جوړښته په بشپړه توګه حذف کړل، یو بشپړ طالبي حکومت یې جوړ کړ، پر ښځو يې بیا بندیزونه ولګول او په هېواد کې يې تاوتريخوالی او وحشت حاکم کړ. خو د طالبانو لابیګرانو نه د طالبانو د نه بدلیدو خبره پخپله ومنله او نه یې د طالبانو د منتقیدینو خبره واورېده. نړۍ د همدغه روایت پر بنسټ، له طالبانو سره د «تعامل» لاره خپله کړې، څو دغه ډله مجبوره کړي چې د نړیوالو کنوانسیونونو پر وړاندې د افغانستان مسوولیتونه ومني او دغه ډله وهڅوي چې خپل چلند بدل کړي. تر دې دمه دا تګلاره هم ناکامه شوې ده.
یوه له هغو تمو چې نړۍ یې د طالبانو د بدلون د همدغه روایت پر بنسټ، له دې ډلې لرله/ لري، د دوحې په هوکړه لیک کې له امریکا سره د شویو ژمنو عملي کول دي. له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کول او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو د اجازې نه ورکول د دغو ژمنو له مهمو مادو دي. د طالبانو د واکمنۍ له پیله دوه کاله او اووه میاشتې وروسته او د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د افغانستان له خاورې په پرلپسې توګه له کار اخیستو سره سره، نړۍ لا هم تمه لري چې دغه ډله به خپلې ژمنې پوره کړي. هغه تمه چې له یوه تش خیال پرته بل څه نه دي.
په تېرو دوه نیمو کلونو کې د افغانستان خاوره د ډېرو هېوادونو پر ضد کارول شوې ده. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان له خاورې د تاجيکستان او ازبيکستان پر شمالي پولو بریدونه شوي دي. په ختیځو او لوېدیځو پولو کې هم په داسې حال کې چې طالبان د پاکستان او ایران له پولو ساتونکو سره وخت ناوخته نښتې کوي، تل له دغو پولو د افغانستان له خاورې د ترهګرو او نشه يي توکو د تېرېدو تورونه مطرح دي. د بېلابېلو رسنیو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څېر د معتبرو نړیوالو بنسټونو راپورونه په ډاګه کوي چې طالبان له القاعدې سره نږدې اړیکې لري. پاکستاني طالبانو ته هم په ښکاره توګه د افغان طالبانو له خوا پناه ورکړل شوې ده. پاکستان ادعا کوي چې افغان طالبان د پاکستان په خاوره کې د بریدونو لپاره د ټي ټي پي جنګیالي روزي، تجهیزوي او هڅوي. ملا هبت الله هم یو ځل په کندهار کې د دې ډلې تر کنټرول لاندې د وزارتونو د بشري سرچینو له رئیسانو سره په کتنه کې ویلي وو، چې دغه رییسان باید طالب جنګیالي له پولې بهر جګړې ته چمتو کړي، څو د ده په وینا، هغوی د خدای په ځمکه کې اسلام حاکم کړي. د هغه په وروستي کلپ کې هم کټ مټ هماغه خبرې پیدا کوو. هغه وايي، چې شل کاله نور به هم له لوېديځوالو سره وجنګیږي.
د امریکا او د هغې متحد هیوادونه چې یو وخت یې طالبان ترهګر ګڼل، اوس دغې ډلې ته پیسې ورکوي څو د نورو هغو ډلو پر ضد جګړه وکړي چې اوس د ترهګرو تر تعریف لاندې راغلې دي. د طالبانو یوه له پرلپسې ادعاوو له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو پرې کول او د داعش د خراسان څانګې ځپل دي. خو واقعیت بل څه ښيي؛ واقعیت دا دی چې داعش په تېرو دوه نیمو کلونو کې لا ډېر پیاوړی شوی او ان د طالبانو په لیکو کې یې نفوذ کړی دی، د کندهار وروستی برید او د ایران او روسیې په ګډون په بهر کې نور لوی بریدونه هم، د طالبانو له واکمنۍ او د داعش له پیاوړتیا سره بې تړاوه نه دي. دا چې داعش د نړیوال ایتلاف پر وړاندې له درنې ماتې وروسته اوس په افغانستان کې بیا سر راپورته کړی او د نیویارک ټایمز په وینا ګواښ یې کړی چې د چین، روسیې او ایران سفارتونه به د هغو هېوادونو په توګه په نښه کړي چې له طالبانو سره دوستان دي، دا چې په دوه نیمو کلونو کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر غونډو پراخ او خونړي بریدونه شوي او دا چې په کندهار کې د ملا هبت الله غوږ ته نږدې د کابل بانک د استازولۍ پر دفتر د برید په څېر لوی بریدونه ترسره کیږي، د دغې ډلې د پياوړتيا ښودنه کوي. په افغانستان کې د داعش پياوړتيا په دې ماناده چې د دغې ډلې د ځپلو په تړاو د طالبانو ادعا خیالي ده او له طالبانو د نړۍ د قدرتونو تمه غیر واقعي ده. پر دې سربېره چې ترهګر په ترهګر سره نه شي له منځه تللای، د طالبانو ډله د داعش په څېر ډلې د کنټرول او ځپلو لپاره کافي ځواک نه لري، نو هم د طالبان ادعا خیالي ده او هم نړۍ له دې ډلې خیالي او غیر واقعي تمې لري.
له بلې خوا، په افغانستان کې ترهګر یوازې په القاعده او داعش پورې محدود نه دي. د باوري نړیوالو راپورونو له مخې، لږ تر لږه شلو ترهګرو ډلو د طالبانو تر چتر لاندې پناه اخیستې ده. کېدای شي له دغو ډلو ځينې يې نړيواله اجنډا ونه لري او ځينې يې ښايي د بهرنيو فعاليتونو لپاره کافي ځواک ونه لري، خو که د استخدام او تبليغاتو ډګر د هغوی په ګټه پاتې شي او لاسونه يې د افغانستان له ملي شتمنيو د ګټې اخيستو لپاره ازاد وي، نو هره ورځ به پیاوړې کیږي او یوه پیاوړې ترهګره ډله کولای شي چې د اړتیا پرمهال خپله اجنډا بدله کړي.
له طالبانو سره د تعامل تګلاره، د هغه څه اپوټه چې تبلیغ ورته کېده، په سیمه کې د ترهګرۍ د پیاوړتیا او د ناامنۍ د زیاتیدو لامل شوې ده، دا که له دې امله وي چې طالبان په قصدي ډول د دغو ډلو ملاتړ کوي او که له دې امله وي چې د کابو کولو توان یې نه لري. د ناامنیو زیاتیدل او د داعش له خوا نوي رامنځته کېدونکي ګواښونه او یا دا چې القاعده چاغېږي، د دې ښودنه کوي، چې د طالبانو پر وړاندې نړیوال روایت او تګلاره ناکامه شوې ده.
له بلې خوا ملا هبت الله دومره متوهم سړی دی چې ځان په ځمکه کې د خدای استازی ګڼي او د خدای په ځمکه د اسلام حاکمیت خپل مسوولیت ګڼي. پاتې طالبان هم په دې توهم کې ورسره ملګري دي. هغه چې په ټولو ظلمونو او غیر انساني چلندونو سره ځان د خدای استازی ګڼي، په خپلو سیاستونو د نیوکې لپاره هېڅ ځای نه پریږدي. دا ډول متوهم کس په داسې حال کې چې هېڅ مرجع ته ځواب ویونکی نه دی، چمتو نه دی چې د افغانستان نړیوال مسوولیتونه ومني او د نړیوالې ټولنې د یوه غړي په څېر چلند وکړي. د دې ډلې له خوا د منځنیو پیړیو د تګلارو پلي کول پر شاتګ د هغوی د ټينګار ښکارندويي کوي. دوی لکه څنګه چې ملا هیبت الله یې یادونه کوي، د مډرنو ارزښتونو پر وړاندې جګړه کوي. طالبان د دې پر ځای چې خپله انرژي او قوت له ترورېزم او ترهګرو ډلو سره پر مبارزه کې ولګوي، د لږکیو او ښځو په ګډون یې د افغانستان د خلکو پر ضد پر جګړې لګوي.